د سولې په لور د حکومت یو بل مهم ګام

0 737

 

د سولې په لور د حکومت یو بل مهم ګام

د افغانستان د سولې عالي شورا په خپل دې اعلان سره چې طالبانو ته به د خبرو او مذاکراتو لپاره په پلازمېنه کابل کې دفتر پرانیزي، تر څو د تلپاتې او باعزته سولې مذاکرات له نږدې، په دوامداره توګه او ډاډمنه فضا کې ترسره شي.

د سولې شورا عالي دفتر له لوري دغه اعلان د سولې په لور د حکومت یو بل مهم ګام دی چې حتی طالبان په یو ډول ننګولی شي. دا ځل نو خلکو ته د طالبانو په اړه پرېکړه لا اسانه کېږي، ځکه که چېرې طالبان د حکومت له دغې بلنې هم په شا شي، نو بیا به ولس په دې لا پوره باوري شي، طالب نه سوله غواړي او نه هم د سولې صلاحیت لري.

په دې کې شک نشته چې ملي یووالي حکومت ان له همغه لومړي سره د سولې غږ په طالبانو او وسله والو مخالفینو کړی دی او حکومت دا یوازې د غږ تر بریده نه دی پرېښی بلکې په دې اړه یې عملي مذاکرات او بحثونه هم پیل کړي، خو طالبانو ا وپاکستاني مقاماتو هغه رد کړي دي.

د افغانستان ځینې دښمانو او سیاسي رقیبانو چې د حکومت د تخریب لپاره به یې بله پلمه او دلیل نه درلود، نو وخت ناوخت به یې له ګېډې ویل چې افغان حکومت سوله نه غواړي ، یا یې د امریکا متحده ایالات سولې ته نه پرېږدي. کله به یې ویل چې حکومت له لویه سره د سولې سیاسي اراده نه لري.

مګر برعکس حکومت پرون له حزب اسلامي سره د سولې د بریالیو مذاکراتو په ترسره کېدو سره ټولو ته دا وښودله چې هم د سولې اراده او نیت لري. هم د سولې ظرفیت او قوت لري او دا هر څه یې عملاً وښودل.

حکومت د سولې په برخه کې ځکه جدي دی چې سوله د افغانستان د خلکو اساسي غوښتنه ده او تر هغو چې په هېواد کې سوله او د خلکو ژوند خوندي نه وي، نو زیربنایي، اقتصادي او نورې چارې په ښه توګه نه ترسره کېږي او نه یې هم پایله او اغېز د توقع هومره وي، نو له همدې امله باید تر هر څه لومړی سولې ته پام وشي او حکومت په دې برخه کې کافي توجه کړې ده.

که چېرې حکومت او د طالبانو په ګډون وسله وال مخالفین د مذاکراتو له لارې سولې او نتیجې ته ورسېږي، نو د نورو ګڼو ګټو تر څنګ یې یوه لویه ګټه دا هم ده چې د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله اومالي لګښتونه ورسره راکمېږي. هغه مصارف چې اوس پر جنګ کېږي، هغه مهال بیا کېدای شي دا لګښتونه دملکي بنسټونو د پیاوړتیا او ښه حکومتوالۍ د رامنځته کولو په لار کې ولګول شي او له دې سره به دخلکو په ژوند کې پام وړ بدلون راشي.

حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر غني د باعزته او تلپاتې سولې غوښتونکی دی. د داسې سولې چې هیڅوک په کې د خطر او یا د څه له لاسه ورکولو اندېښنه ونه لري او نه هم کوم لوری باید د امتیازاتو د لاسته راوړلو لوړه توقع ولري. بلکې په دې برخه کې به هر څه د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې تنظیمېږي او په دې برخه کې به پوره وضاحت وجود ولري.

دتلپاتې سولې دټینګښت لپاره دقانون واکمني د حکومت په لومړیتوبونو کې ده. همدارنګه د ځوانانو ژوند او اړوندو مسایلو ته هم پام پکار دی، ځکه دا هم د سولې د بقا د تضمین په برخه کې خپل رول لري. په سیاسي نظام کې د پخلا کېدونکو افرادو ورګډول او عادي ژوند ته دهغوي بېرته راستنول بباید د سالم فکر او عملي کړنلارې له مخې تر سره شي، ځکه که چېرې ځینې خلک محروم پاتې شي او یا ورته هیڅ پام ونشي، نو باور دی چې دوی به بېرته خپلې

د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره د فکري زمینو د برابرولو په موخه به پر بنسټیز دیني اصل تکیه ډېره مهمه او دا اصل دغچ په بدل کې عفوه کول دي، عفوې او یو بل د بخښلو کولتور چې د اسلامي کولتور یوه برخه او دغه راز دانتقالي عدالت بنسټ هم دی، باید د رڼو جوړښتونو له مخې چې ټولو اړخونو ته د منلو وړ وي، دا پروسه په یوه ملي پروسه بدله کړو. د دې موخې لپاره باید افغانستان ټول اړخونه، دیني عالمان، مدني ټولنې، سیاسي ډلی، میرمنې او روحانیون یوې اجماع ته ورسیږي چې دغچ اخیستنې له حالت نه د بخښنې لوري ته پروسه باید د ځانګړو اصولو له مخې تر سره کړو او خپله ټولنه داسې اداره کړو چې هر غړی یې ځان زموږ د وجود غړي وشمېري او د دې وجود زخمونو درملنې کې پوره ونډه واخلي.

حکومت ته ښایي دتلپاتې سولې دټینګښت او دوام لپاره په رسنیو، مدني ټولنو، فرهنګي، سیاسي او ټولنیزو بنسټونو د قانون په چوکاټ کې بسنټیزه پانګونه وکړي، تر څو یو څرګند ملي کولتور چې تلپاتې سوله، د قانون واکمني او د دولت جوړونې اوملت جوړونې یوه برخه ده رامنځته شي.

 

محمد بشیر یوسفزوی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply