طالبانو بیا تېښته وکړه !؟/ سید عبدالله پاچا

0 711

د چهارشنبې په ورځ د لیندۍ په ۱۴مه نېټه د سولې عالي شورا اعلان وکړه چې له طالبانو سره د خبرو لپاره هیڅ شرط نه لري او د سولې شورا په تمه ده چې طالبان د خبرو لپاره شرایط وړاندې کړي.
سولې شورا په ډاګه وویل چې که طالبان وغواړي د سیاسي پلاوي لپاره یې کابل کې دفتر برابروي او د امنیت تر څنګ د ژوند نورې اسانتیاوې هم ورته برابر وي.
له دې یوه ورځ وروسته طالبانو له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې دوی له افغان حکومت سره هیڅ ډول خبرې نه کوي او که خبرې کوي، له امریکا سره به یې کوي.
طالبان ملامت نه دي، ځکه واک یې د هغوی په لاس کې دی، څوک چې ورته امکانات برابروي، څوک چې وسلې او پیسې ورکوي او د چا په لاس کې یې چې قیزه ده.
ولې له امریکا سره خبرې؟
طالبان ځکه له امریکا سره په خبرو ټینګار کوي چې له امریکا وغواړي تر څو افغانستان کې پوځي ماموریت پای ته ورسوي او دوی ته بیا چانس برابر شي چې د پاکستاني ملیشو په ملاتړ د افغانستان د ولایتونو مرکزونه او زیاتې سیمې ونیسي.
طالبان ځکه له امریکا سره خبرې کول غواړي چې د طالبانو ملاتړي په سیمه کې د امریکا د پوځي حضور مخالف دي او د طالبانو د فشارونو په واسطه هڅه کوي چې د امریکا ماموریت له ناکامۍ سره مخ کړي او اړ یې کړي چې افغانستان کې له جګړې لاس واخلي او په خپله مخه لاړ شي.
طالبان ځکه له امریکا سره خبرې کوي، چې طالبان او ملاتړي هېوادونه یې پوهیږي چې د طالبانو شرط امریکا نه مني چې ګنې پوځي حضور دې افغانستان کې پای ته ورسوي او د افغانستان خلک دې خپل منځو کې پریږدي.
طالبان ځکه له امریکا سره خبرې کول غواړي چې د خپلو بادارانو د ګټو لپاره په افغانستان کې په دې پلمه جګړه اوږده کړي او په اوږده جګړه کې د روسيي، ایران او پاکستان ګټې خوندي دي.
ولي له حکومت سره خبرې نه کیږي؟
طالبان ځکه له حکومت سره خبرې نه کوي چې اوس تر بل هر وخت حکومت ژمن دی چې د طالبانو هر شرط ومني، په حکومت کې یې شریک کړي چې جګړه پای ته ورسیږي، خو د طالبانو ملاتړي هېوادونه هیڅکله نه غواړي چې دا جګړه پای ته ورسیږي.
طالبان ځکه له حکومت سره خبرې نه کوي چې حکومت اوس د جګړې ټولې پلمې له منځه وړي او هڅه یې دا ده چې څنګه کیدای شي د افغان وژنې مخه ونیول شي.
طالب په سپین سترګۍ سره له امریکا سره د سولې خبرې کول غواړي او د افغان حکومت له خبرو تېښته کوي، خو د جګړې ټول قربانیان یې افغانان دي او له هغه ورځې چې د جګړې مسوولیت افغان لوري ته سپارل شوی، طالبانو له امریکا سره جګړه پريښې او افغان ځواکونه او افغانان وژني.
طالب په کومو سترګو له امریکا سره خبرې کول غواړي، طالب خو همدا اوس له افغان ځواکونو سره په جګړه دی، طالب همدا اوس په عامه ځایونو کې چاودنې او بریدونه کوي، جګړه یې په کلیو کې متمرکزه کړې چې قرباني یې افغانان دي،نو بیا ولې له امریکا سره خبرې؟
طالبان د خپل واک نه دي، نو ځکه له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته نه پريښودل کیږي، د طالبانو تمویلوونکي هېوادونه غواړي منځګړتوب وکړي او له دې لارې خپل امتیازات ترلاسه کړي.
د طالبانو ملاتړي هېوادونه باور لري، که طالبان له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته کیني، حتما یوې پایلې ته رسیږي، چې پاکستان، روسيي او ایران ته پکې هیڅ امتیاز په لاس نه ورځي، له همدې امله طالبان له افغان حکومت سره د خبرو کولو تېښته کوي او له امریکا سره په خبرو کولو ټینګار کوي.
ای کاش چې د جګړې قربانیان امریکایان وای، ای کاش چې په جګړه کې د امریکایانو کورونه او نور ټولګټي ځایونه له منځه تللی، خو  ښکاره خبره ده چې دا هر څه لوبه او پروژه ده او د دې پروژې له لارې د سیمې هېوادونه د طالبانو په واسطه خپلې ګټې لاس ته راوړي او قرباني یې افغانان ورکوي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply