په ملت جوړونه کې د ځوانانو نقش

0 2,300

په ملت جوړونه کې د ځوانانو نقش!
له هر څه وړاندی باید ووایم چې « د ماشومتوب او رسیدلي عمر(پوخعمر) تر منځ دوری ته ځواني وایي ».
دوهم دا چې « د خلکو یو مطرح شوی ډله چې د یو نظام تر چتر لاندی په یوه معلومه ساحه کې ژوند کوي د قوم یا ملت په نوم سره یادیږي».
دریم (جوړونه) دلته د ماشیني ساختماني جوړولو په معنی نه بلکی د یو هیواد د (اینده/راتلونکی) په معنی را اخیستل شوی ده.
د هر هیواد راتلونکی د هغه ځوانانو په لاس کی وي چې هغوی د خپل هیواد د ابادي او پرمختګ لپاره لوړی هیلی او لوړ فکرونه ولري. نو کچیرته دا ډول ځوانانو ته په اوس کې د هغوی له استعداد څخه د استفادی موقع برابره نشي او دا موقع په لاس ورنکړل شي نو د انساني سرچينو غټه ضایع به وي نو همدا ډول ځوانان زمونږ د یوی روښانه راتلونکی زمانت کولی شي او خپل هیواد د روښنایي پر لوری رهبري کولئ شي.
په لومړی سر کې د ځوانانو تر ټولو لوی مسولیت دا دی چې غوره زده کړی وکړي تر څو د راتلونکي لپاره یو ښه هیوادوال تری جوړ شي، د دی تر څنګ چې دوی هغه مهارتونو ته چې د هیواد د اقتصاد په جوړولو کې رغنده نقش لري د زده کړی ضرورت لري، همدارنګه د هغه موضوعاتو په اړه پوره پوهیدلو، لیکلو، فکر کولو، تحلیل کولو او بحث کولو ته ضرورت لري چې هیواد یی ورسره لاس او ګریوان وي، نه دا چې یو ځوان د نورو په خبرو، پریکړو، تحلیل او بحثونو پسی په پټو سترګو روان شي. د ملتونو د کامیابی ټول راز د هغه ملتونو لوستي او با مهارته ځوانان دي، نو د دوامداری کامیابي لپاره حکومت باید ځوانانو ته د عصري زده کړو او مهارتونو د زده کولو زمینه برابره کړي.
وایي « ځواني د ژوند پسرلی دی» دا د خوبونو او احتراعګانو یوه مرحله ده، ځوانان دا توانایي لري تر څو یو ملت او راتلونکی نسل یی په یو ښه او غوره ځای کې مقیم کړي. ځوانان هغه مبارزین دي چې په یوه ټولنه کې د شناخت، مساویتوب، بی کوری، بیکاري، استخراج، فقر او داسی نورو هغه مشکلاتو په اړه چې نن نړی او خاصتاٌ زمونږ هیواد ورسره مخامخ دی مبارزه کوي. ځوانان په نړی کې د فرصتونو لپاره کوشش کوي تر څو هر څوک په فردي ډول یو تر بله ښه او غوره ژوند ولري. دوی یوازی او یوازی مثبت مورال او ارزښتونو ته ضرورت لري تر څو هره کشاله په مثبت ډول سره حل کړي.
بیسوادي په ټوله نړی کی موجوده ده، ویل کیږي چې د نړی (۹۰٪) هغه خلک بیسواده دي چې په کلیو او بانډو کې ژوند کوي او وجه یی په مطلق ډول د سواد یا زده کړی په اړه بی خبري، همدارنګه د هغه ابتکاراتو کمبود ښودل شوی چې دوی سمی لاری ته رهبري کوي. خو که څوک له دوی سره مرسته کوي نو هغه به یوازی او یوازی هغه ځوانان وي چې غواړي د هیواد او خلکو اینده یی روښانه شي او د ملتونو په منځ کې پًر افتخاره ژوند وکړي.
په ننی زمانه د ځوانانو نقش د لیدلو وړ دی او باید د نن ورځی ځوانان د سیاست په ډګر کې تر کار لاتدی ونیول شي تر څو په اینده کې په اسانی سره لوبیږي او لوبی وګټلی شي، ځکه چې ځوانان په ټولنیزو حرکاتو کې تر ټولو قوي قوه بلل کیږي. که ځوانانو ته پدی برخه کې موقع ورکړل شي ځوانان کولای شي د مشکلاتو د حل لار و اوسي او همدارنګه ټولو مشکلاتو ته د پای ټکی کیږدي او د متعهد کیدلو باعث شي، (Racism) یا هم قومپالنه/تعصب هغه موضوع ده چې په نړیواله کچه شتون لري خو له دغی بدبختي څخه یوازی او یوازی همدا ځوانان ملتونه ژغورلی شي. ځوانان کولای شي چې مختلف قومونه په یو ټغر سره راټول او د هیواد او خلکو په ګټه یې چارو ته وهڅوي. قومپالنه هغه لویه بدبختي دی چې مونږ سره ویشلی او ورک کولئ شي نو ځوانان باید پدی برخه مختاط و اوسي اود نورو د شومو دسیسو ښکار نشي.
مذهب زمونږ په ټولنه کې بله موضوع ده چې ډیرئ بدبخته کړی لمن ورته وهي، نو ځوانان باید پدی برخه کې ټولو پیروانو ته درناوي ولري، په مینه او صلحه کی ژوند وکړي، مونږ ټول یو یو! او ځینی کوچني اختلافات باید د دی باعث نشي تر څو مونږ له یو او بله لری کړي.
که په یوه ټولنه کې هر ډول جرمي جنایات تر سره کیږي که هغه په هره برخه کوي چې د دغه جنایاتو په له منځه وړلو کې ځوانان خاص نقش لري، ځوانان دا توانایي لري چې پر وړاندی یی مبارزه وکړي تر څو په خپله ټولنه او هیواد کې مثبت تغیرات راولي. ځوانان باید دا توانایي ولري چې که چیرته له چالشونو او مشکلاتو سره مخ شي نو مقصد یی خپلو بانفوذه اشخاصو ته مثبت نغیرات راوستل دي او هغو ځوانانو ته چې خپله اینده یی په خطر کې اچولی داسی تدریس ورکړي چې تاسی یی په ژوند کې مثبت رول لوبلی شئ تر څو بی له وجهی تاسی تعقیب کړي او غوږ درته کیږدي چې دا کولای شي د یو ښه تعلیم په ارزښت یی پوه کړي.
ځوانان باید هغه با تعلیمه او هوښیار ځوانان چې له زده کړو سره سره بیا هم بی کاره دي باید په نظر کې ونیول ونیسي، او دوی ته د دی زمینه برابره کړي تر څو خپله وړتیا او ځیرکتیا نړی ته په خپله وښیي او له ځانه یو څوک جوړ کړئ شي.
ځیني اورګانونه او موسسات باید له ځوانانو سره مرسته وکړي تر څو مو خاوره په یوه لویه باتعلیمه خاوره بدله شي چې وکولئ شي په ټولنه او نړی کې د لیدلو وړ تغیرات منځته راوړي.
ځوانان زمونږ خاوره او ملت دی، دوی کولای شي زمونږ هیواد ته افتخارات راوړي او هیواد مو د نړی په نورو ملتونو په رسمیت وپیژني خو بس یوازی او یوازی د خپلو نورو همفکره هیوادوالو ملاتړ ته اړتیا لري تر څو د هغوی له لوری یی ملاتړ وشی او دوی خپل مسولیتونه په سم او منظم ډول سره مخ ته بوځي.
په ملت جوړونه کې د ځوانانو نقش ډیر مهم دی، دوی د مشکلاتو حل کوونکي دي، دوی د ځوانانو او قومونو په منځ کې مثبت تاثیر لري او همدارنګه تر ډیره حده ارزومند وي. دوی دا توانایي لري تر څو د ځان لپاره په ټولنه کې شناخت پیدا کړي او ملت ته پرمختګ ورکړي، که څه هم ځوانان دا ټول مسولیتونه د حکومت له همکاری پرته نشي کولای خو د ټولنی د همفکره خوانانو ملاتړ هم ضروري دی تر څو دا خاوره د ګلونو په ګلبڼ او د کــــــــــامیــــابیو په میدان بدله کــــــــــړي.
د یو متـــــــرقي او هیوادپــــــــال ځوان نـــسل په هیله!
ګل اکبر راحل ځاځـــی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply