اپل د پيسو لېږد نور هم اسانه کړ

0 673

موږ او تاسې خو اوس د پيسو د لېږد له‌پاره سرای شهزاده يا په ولاياتو کې د حوالو دوکاندارانو ته ورځو، خو نوره نړۍ ډېره پرمختللې ده.
اوس تازه اپل کمپنۍ د ای‌فون، ای‌واچ او ای‌پاډ له‌پاره داسې اسانتيا جوړه کړې ده چې تاسې کولای شئ د سترګو په رپ کې خپلو ملګريو او خپلوانو ته پيسې ولېږئ، يا يې ورڅخه تر لاسه کړئ.

اپل وايي، په دې اسانتيا کې تاسې کولای شئ، ملګريو او درباندې ګرانو کسانو ته ډالۍ هم ولېږئ.
په دې سربېره، د اپل د دغې اسانتيا په زور کولای شئ تر لاسه شوې پيسې بل چا ته ولېږئ، يا پرې څه وپېرئ، يا يې بانک ته پسې ولېږئ او يا يې هم نغدې تر لاسه کړئ.

اپل وايي، کولای شئ د اپل سيري مرستندوی ته غږ وکړئ او د کس د نامه تر اخيستلو وروسته قومانده ورکړئ چې پلاني کس ته پيسې ولېږي، هم يې کولای شي.
د دغې کمپنۍ په خبره، دا د پيسو لېږلو تر ټولو خوندي لاره ده.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply