ولسمشره! د یوه بل پاچا ارمانونه هم پوره کړه / جان اغا بهار

0 755

د معمول په څېر د تورخم ـ جلال اباد لاره د ننګرهار هوایي میدن ته څېرمه هره ورځ بنده وي.
پر دې لاره د یوولسو پرتو ولسوالیو خلک او هم په دې لویه لاره رهي مساپر یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي، ټول په هغه لېرې رینګ روډ لاره ځي راځي چې وروسته له ماښامه ناامنه او ډارنده ده، د ورځې بیا ښه ده ګوزاره کوي.
پرون سهار پر هماغه لاره راتلم، د رینګ روډ او د ننګرهار کانال شا و خوا په دې پراخه او سلګونه جريبه ځمکه مې سترګې ولګېدې چې د وخت د ولسمشر داود خان له خوا په خورا ښه او فوق العاده پلان سره ترې فارمونه جوړ شوي دي، بیا د هر فارم سر ته او له نورو سره په منځ کې جرونه «د اوبو غټ لښتي» ورته ایستل شوي دي.

د دغو پراخو ځمکو یوه کمه برخه یا څو فارمونه یې اوس کرنې ته برابر کړي، همدا اوس ښه سابه پکې ولاړ دي، دا تېر موسم پکې ښه غنم، هندواڼې… هم کرل شوي وو، د جلال‌اباد له نهر او د ځينو دولتي او یا ورته د همدغه ځمکو اجاره اخيستونکو په خپل شخصي لګښت ټیولونه جوړ کړي دي او خړوبوي یې.
ولې د همدغه ځمکو زیاته یا تقریباً ۹۹۹٪ سلنه برخه یې خاره «وچه» پرته ده، که دا ټوله ځمکه د استفادې وړ شي، د کرنې او اوبه‌خور زمینه ورته برابره شي، زه تاسې ته ډاډ درکوم چې په ننګرهار سربېره ټول ختیځ زون ته د سبزي، غنم او نورو خوراکي توکيو د رسولو بسنه کوي.

زموږ اوسنی حکومت ډېر ښه روان دی، دا دی د غازي امان الله خان هیلې او پلانونه عملي کوي، د هغه روح ته سکون ورکوي، غني د امان لاره تعقيبوي، د هغه ټول ارمانونه به که ژوند و، پوره شي، خو؛
هیله ده!
د یو بل ارماني پاچا داود خان ماسټر پلانونه او نقشې هم تطبیق کړه چې د ده روح هم خوشاله شي.

غني چې په عین حال کې چې د جګړې رهبري کوي، د سولې راوستلو د کښتۍ چلونکی هم دی، له دې سره سره يې د داود خان ځينې پلانونه هم تر کار لاندې نېولي، همدغه د رینګ روډ سړک جوړېدل چې یوه برخه یې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په وخت کې د ننګرهار د ګمرک له ساحې نيولې تر سوررود دوسرکې پورې جوړ شوی، دا دی غټه برخه یې اوس تر کار لاندې نيول شوې، د سوررود له دوسرکې نيولې د خوږیاڼو پر چمتله تېرېږي له پلازمېنې کابل سره نښلول کېږي، درې برخې کارونه یې بشپړ شوي دي او لا پرې کار روان دی.

د دې لارې جوړولو غټ هدف په توکيو د بار موټرو تګ ـ راتګ دی، يانې تر ډېره د ټرانزیټ په برخه کې استفاده ترې کېږي، یو بل پلان هم شته، هغه دا چې د کابل ـ جلال اوسنۍ لاره هم ترې د ټرانزیټ ګټه پورته کېږي او هم د پلازمېنې د اوسېدونکيو تر څنګ د نورو ولایتونو خلک هم پرې سفرونه کوي.
د سروبي په ساحه کې د څو نورو ډیمونو پلان دی چې د وخت په تېرېدو به دا لاره بندېږي او خلکو ته به د برېښنا له‌پاره پرې بندونه جوړېږي، بیا به مسافر او نور خلک هم د همدې رینګ روډ له لارې استفاده کوي.

پاچا دې سلامت او زنده‌باد وي، هم زموږ هیلې پوره کوي او هم زموږ د هغو نیکونو ارمانونه مرفوع کوي چې دا ډېر کلونه یې دې ته سترګې اوښتې چې زموږ په اولاده کې به څوک زمونږ لاره تعقیب کړي او زمونږ اولادونه به د نورو له احتیاج، بربریته وژغوري او افغانستان به پر ځان د بسياينې لوري ته بوځي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply