«زما ګټه» او یوه تبصره / حميد هڅاند

0 818

يادښت؛
ما د استاد غضنفر یو شمېر لیکنې نقد کړې دي. نقد د لیکنو د محتوا په اړه دی خو پر ګرامر او ارايه هم ضمني خبرې شوې دي. دا د لیکنو پر محتوا زما نظر دی چې ممکن پکې تېروتلی یم. استاد لویه هستي ده. ډارېږم چې د ده په حق کې ګستاخي راڅخه نه وي شوې.

د استاد اسدالله غضنفر د «څراغ» کتاب په ۲۴ مخ کې د موضوع سرلیک «زما ګټه» ده. په لیکنه کې استاد ټینګار کوي چې انسان باید د ځان د ګټې تر څنګ، د بل ګټه هم مهمه وګڼي او نورو ته یې خیر او نېکي ورسېږي. هغه کسان چې یوازې ځان ورته مهم وي، د لیکوال په نظر، رواني ناروغان دي.
په پنځم پراګراف کې لولو؛ «د انسان لویه ارزو دا ده چې خوشاله ژوند وکړي. لکه څنګه چې څېړنو ثابته کړې ده د خوشالي د حصول یوه بهترینه لاره نېکي کول دي.»

د نېکي کولو او خوشالي تر منځ اړیکه ممکن د «څېړنې» له ذکر کولو پرته هم منل شوې وای، خو دا چې لیکوال د څېړنو یادونه کړې، ښه به وای که په لمنلیک کې لږ تر لږه د یوې څېړنې په اړه مالومات وای چې څه وخت، چا، چېرته وکړه.
د لیکنې شپږم پراګراف داسې اېسي لکه په بکس کې چې ځای نه وي، خو یو شی پکې په زور تخته شي. ممکن علت یې دا وي چې دغه پراګراف ګونګ دی. لولو؛
«ستاسې به دې حقیقت ته خامخا پام شوي وي چې له کومې موضوع سره مینه لرئ د هغې په باره کې مو ذهن ښه کار ورکوي. که زه له سیاست سره مینه ولرم د سیاست په باره کې به مې نویو خبرو ته پام شي او که له ادبیاتو سره دلچسپي ولرم، په ادبیاتو کې به نوښت را ته اسانه وي. استعداد او مینه د یوې سکې دوه مخونه دي. هغه څوک چې له ځانه نه‌شي راوتلای، د جهان پېژندل ورته سخته شي.»

تر ډېره د علمي لیکنې اوسنی دود دا دی چې د لیکوال اصلي خبره دې د پراګراف په پیل کې واضح ولیکل شي. اصلي خبره عموماً یوه لیکه یا ممکن دوې لیکې شي. د پراګراف تر پایه نورې لیکې د هغې خبرې په زیات وضاحت یا ملاتړ کې لیکل کېږي او مناسب جزیات و مثالونه ذکر کېږي، ځکه خو له شپږم پراګرافه ممکن یو څوک داسې وپوهېږي چې استاد غواړي، ووایي که له کومې موضوع سره مینه ولرو، په اړه یې زموږ ذهن تېز کار کوي، خو که رښتیا هم دغه پراګراف د همدې خبرې په اړه وي، د لیکنې له موضوع سره چې بل ته د ګټې رسولو د اهمیت په اړه ده، اړخ نه لګوي.

د همدغه پراګراف په وروستۍ لیکه کې لولو چې «که څوک له ځانه نه‌شي راوتلای، د جهان پېژندل ورته سخته ده.» ایا دا د پراګراف اصلي خبره ده؟ که وي، لیکوال غواړي ووایي چې د جهان پېژندل ګټه ده او که کوم څوک له ځانه نه‌شي وتلای، دغه ګټه به و نه کړي. که ځواب هو وي، باید د «جهان پېژندل» په واضح ډول «ګټه» بلل شوې وای چې اوس یې هیڅ ذکر نه دی شوی، همدارنګه ښه به وای چې دا خبره د پراګراف په پیل کې وای.

د لیکوال دا خبره هم د تامل وړ ده چې وایي؛ «هغه څوک چې له ځانه نه‌شي راوتلای، د جهان پېژندل ورته سخته شي.» عملاً داسې کسان شته چې زیات خپل‌چاروکي دي، خو ممکن تر یو شمېر خیررسوونکيو کسانو د نړۍ په اړه ډېر وپوهېږي. نورو ته د ګټې رسولو او جهان‌پېژندنې تر منځ څرګنده اړیکه موجوده نه ده، که موجوده وي، خو موږ ته نه وي مالومه، ښه به وای چې لیکوال په نورو جزیاتو او مثالونو کې څرګنده کړې وای.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply