د فېسبوک رقیب هم پيدا شو

0 845

د ټولنيزو رسنيو په ډګر كې د Wechatt په نامه ويب‌سايټ سره که نه ياست بلد، نو راځئ نن يې په اړه ولولئ چې دې سایټ د لومړي ځل له‌پاره د نړۍ تر ټولو مشهور سايټ فېسبوك شا ته پرېښود.
دغه ټولنيز سايټ چې په چين پورې اړه لري، په چين سربېره، په اسيايي هېوادونو كې پراخ كاروونكي لري.
په دې ډول دWechat سايټ او د پيغامونو د استولو پروګرام د لومړي ځل له‌پاره تر فېسبوك مخكې شو.

د هانكانګ د اسهامو په بازار كې د دې سايټ برخه ۵۲۳ ميليارډو ډالرو ته رسېدلې ده چې ارزښت يې تر فېسبوك مخكې شوى دى.
دا سايټ په حقيقت كې د ټېنسېنټ هولډينګ په نامه د ټيكنالوجي د برخې په چينايي شركت پورې اړه لري.

د ټېنسېنټ هولډېنګ شركت په ۱۹۹۸مېلادي كال كې تاسيس شوى دى چې اوس‌ د چين تر ټولو لوى او د نړۍ د لويو شركتونو په كتار كې پنځم ځاى لري.
دا سايټ په چين كې په مياشت كې ۹۸۰ ميليونه فعال كاروونكي لري چې هره ورځ په‌کې ۳۸۸ ميليارډه پيغامونه د كاروونكیو ترمنځ شريكېږي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply