خوست ته د حکمتيار د سفر سياسي ټکانونه

0 1,324

حکمتيار صاحب لوی لېډر دی، دا به د ده کمال او هنر وي، که د حزبي غړيو وفا چې تنظيم يې تر ډېره يو موټی پاتې دی.
ده نږدې نيمه پېړۍ له دباندې ډېری په جنګ او لږ په سياست اړولې، له دغسې اوږده غيابته اوس هم په هېواد کې ګڼ پليوني لري، د ووټ بانک يې تر ټولو ډک دی.

پښتانه خدای ورته هغسې مجبور او اسير ګرځولي لکه يو وخت يې چې د کوڅه‌ډبو جګړه‌مارو له لاسه طالبانو او ملا عمر ته اړ ګرځولي وو.
که د ده طرحې څوک په جلا کتاب کې را غونډې کړي، ښايي لسګونو ټوکونو ته ورسېږي، دا بيا بېله خبره ده چې يوه طرحه يې هم عملي يا پلي شوې نه ده. د يخ پر ټوټه يې وليکه لمر ته يې کښېږده، برخليک ګرځېدلی.
د ده ډېری طرحې تر وخت وروسته لکه عريضې داسې وي، څرګندونې يې د غبرګون پر بنسټ درېدلې، ډېری د نورو د پام اړولو په پار يې وخت پر وخت د خپل سياسي اجتهاد د کڅوړې خوله پرانيستې وي.

که څوک يې په کيسه کې وي که نه، چا ته به اجازه ور نه کړو، چا ته د دې اجازه نه‌شو ورکولای، نه يې منو، نه يې شو منلای، له دريځه لګيا وي.
تر مخالفت يې ملګرتيا خطرناکه راوځي، د ټاکنو خپلواک کمېسيون له معزول رييس سره له همدې، چا ته به اجازه ور نه کړو، چا ته د دې اجازه نه‌شو ورکولای، نه يې منو، نه يې شو منلای، له دريځه د ده پر ملاتړ ودرېده، خو بل سبا د ده له اجازې او منښته پرته برطرف و.

غبرګون د ده د خوښې مشغولا ده. د پاکستان پر وړاندې يې خپل غبرګون ايران ته په کډه کېدو کې را ټول کړ، لوېديځ ته يې له بن لادن سره د بيعت په اعلان ځان ور په زړه کړ، طالبانو ته يې د خپل يو شنګ په ښوولو له داعش سره د ملتيا غږ پورته کړ. په کابل کې يې پر ټوله جګړه قومي ټاپه ولګوله.

د حزب په شورا کې يې په حکومت کې د ګډون پرېکړه د قريب الرحمان سعيد په خوله رسنيو ته اعلان کړه، خو لږ وروسته حکومت شړېدلی ورته ښکاره شو، ځکه خو يې په شړېدلي حکومت کې ګډون د هوښياري په تله و نه‌شوای تللای.
له همدې ځايه وه چې په خوست کې يې يوه نوې شوشه خوشې کړه، ښايي د همدې شوشې له‌پاره يې خوست ته د سفر موزې په پښو کړې وې.
شوشه دا چې امريکايان ګنې له لويې پکتيا او په په تېره بيا ځدراڼو د مولوي جلال الدين حقاني غچ اخلي.

د ده په خبره، څنګه چې مولوي جلال الدين حقاني له امريکا سره جنګېدلی، ځکه خو امريکا له لويې پکتيا او ځدراڼو سره خپله دښمني غځولې ده.
پوښتنه دا ده چې د امريکايانو پر خلاف خو جناب حکمتيار صاحب هم جنګېدلی، د ده په ګناه امريکايانو څوک نيولي، خروټي به د ده د دې ګناه پور پرې کوي، که کندوزيان يا د کره‌باغ هغوی؟

امريکا به د چا او چا په ګناه کوم قوم ته په سزا ورکولو پسې ورسېږي؟ د ملا عمر په ګناه، د ملا منصور، د ملا هبةالله، حکمتيار صاحب په ګناه به چا چا ته سزا ورکوي؟

تر ټولو زيات حکمتيار صاحب افغانان له داود خانه تر تره‌کي، امين، کارمل، نجيب الله، رباني، کرزي سره وجنګول، ځکه خو يې د شوروي او امريکا دواړو پر ضد د جهاد او دين د وياړ تمغه د ځان انحصار ګرځولې.
يوازې ملا عمر، حقانيان، ملا اختر منصور او ملا هبة الله نه دي چې امريکا يې په غچ د دوی قومونو ته په سزا ورکولو پسې ورسېدای شي.

له دغسې څرګندونو د حکمتيار موخه څه کېدای شي؟ په داسې حال کې چې د پرمختيايي چارو او پروژو مسووليت د افغان حکومت پر غاړه دی، هغه چې حکمتيار صاحب يې د پلوي اړخ نيولی او د سولې تړون يې ورسره لاسليک کړی دی.
د سرخط موندنې ښيي چې د حکمتيار صاحب د سفر شګون دا را وخوت چې پر سبا يې منګل او مقبل په يوه خونړۍ جګړه کې ښکېل شول، د ده پل په رښتيا دومره بختور دی؟

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply