پوهاند دوکتور م. احمد زيار
اکسفورډ-۱۷دېسېمبر۲۰۱۷
پښتو غږيزه ابېڅې (Pashto Phonemic Alphabet)
د پښتو او ټولو افغاني ژبو لپاره يوه يوازېنۍ کره منل شوې او کارول شوې ابېڅې
]فونېتيکي او فونيميکي ابېڅې د نوې سايتېفيکې ژبپوهنې اوبيا غږ پو هنې(فونېتکيس) پر بنسټ ټيکاو لري او په اړوندو څانگپوهانو اړه لري، هيله ده، د نورې علمي نړۍ کولتور زموږ پښتانه اماتوران هم را خپل کړي، او يو دبل د پوهنڅانگې درناوی ولري، اوپه دې توگه ځا نته اجازه ور نه کړي ، چې په هره اړونده پوهنه او بيا (پښتو) ژبپوهنه او ور پورې تړلو ربړو (مسأ لو) کې لاسوهنه وکړي، او په دې لړکې خپلسري ابېڅې (الفبأ) رامنځته کړي- نوې ساينتيفيکه ژبپوهنه د نوي طب غو ندې، بيرته دوه نيم زرکلن زاړه مهال ته ورستنېدای نه شي چې هر ((حکيم جي)) يې را وننگولای شي!- زيار[
غږيزه يا فونيميکي ابيڅې (الفبې) چې ختيځپوهانو، هغه هم اروپايي آريانپو هانو او بيا پښتوپوهانو د نړيوالې سپڼپوهيزې ابېڅې (الفبای خن شناختی) [International Phonetic Alphabet]
پر بنسټ له نژدې يوې نيمې پېړۍ راهيسې د پښتو لپاره ټاکلې او پر کاراچولې ده. نړيواله هغه هم د نولسمې پېړۍ په روستيو کې يانې د نوې ژبپوهنې، او هممهاله د نوې پښتو ژبپوهنې (د نوميالي فرانسي جېمز دارمستېتر له خواله ۱۸۸۰تر۱۸۸۸ د پښتو غږپوهنې او آرپوهنې له کښنې سره) رادود شوې ده. نړ يواله هغه بيا پر۱۹۵۳ کال له دې يادونې سره دويم ځل چاپ شوې ده:
(Courtesy of International Phonetic Association, University College, London. W.C.I. Reprinted by permission.)
پښتو دا د (( افغانستان ژبپوهنې اطلس)) د څه باندې دېرشو افغاني ژبو (۲۸۴ گړدودونو ) لپاره کارول شوې ده. د دغه اطلس لسکلنه پروژه دنړيوال فرهنگي سازمان (يونسکو) په سپارښتنه د دارمستېتر او بيا گايگر د شاگرد نوميالي ناروېژي پښتوپوهانديا دلوېديځوالو په ستاينوم ((د افغانستان د ژبو پلار)) وياړلي استاد ((گيورگ مورگنستيرن)) او زما د سيده سويسي استاد(( ژارژ ردار)) تر لارښوونې لاندې له ۱۳۴۱ تر ۱۳۵۱ل. زما او دوه نورو ځوانو ژبپوهانو له خوا تر سره شوې جې د چاپ چارې يې د پروفېسر ردار له اوږدې ناروغۍ او بيا مړينې (۲۰۰۳) راهيسې د برن پوهنتون د آريانپوهنې په څانگه کې بشپړتيا او چاپ ته سترگې پرلاره ده.
ما اړونده ابېڅې پر۱۳۵۵ لمريز کال د لوی استاد حبيبي تر مشرۍ لاندې د زړو او نويو استادانو غونډې ته وړاندې کړې او تر هوکړې روسته پښتو ټولنې په خپلې رسمي اورگان ((زيري)) کې خپره کړې وه، خو د کوم تش په نامه ژبپوه په لاسوهنه له شپږ دېرشو څخه شپږ څلوېښتو سېمبولونو (توريو) ته رسولې چې تر اوسه يې د پوهنو اکادېمۍ په اډانه کې په هماغه بڼه په سيندونو(قاموسونو)کې د وينگ (تلفظ) په موخه پر کاراچوي. بيايې هم دهماغې آرې بڼې د ور ځايناستي کولو لپاره زما هلې ځلې روانې دي او ډېر ځوان علمي غړي مې همغږۍ ته را هڅولي دي.
هرگوره، په دغه ترڅ کې دوه (ښ ṣ – ږ ẓ ) سېمبوله چې تش په کندهاري گړدود اړه لري او پر وړاندې يې د استاد مورگنستيرن ، انگرېز دېويدمېکنزي او فرا نسي شارل کيفر، لکه د پښتو(مومند) پلار په څېر د منځنۍ پښتو (ښx̌ – ږ ğ ) کره بللي دي.
د همدغو دوو توريو په پام کې نيولو سره د ٌ زيارٌ په نامه دالاندې رغولی فونيميک فونټ د (قاموسونه آنلاين) د نوښتگر گران احمدولي اڅکزي څخه غوښتلای شئ:
غږيزه ابېڅې (فونيميك الفبيټ)
فونيميك | عادي | نوم | فونيميك | عادي | نوم | ||
a | فتحه َ | زور يا فتحه | l | ل | لې | ||
ā | الف | الف | m | م | مې | ||
b | ب | بې | n | ن | نې | ||
c | څ | څې | ṇ | ڼ | ڼې | ||
č | چ | چې | o | و | اوږد(و) | ||
d | د | دې | p | پ | پې | ||
̣ḍ(ð ) | ډ | ډې | r
ṛ |
ر
ړ |
رې
ړې |
||
e | ې | اوږده (ې) | ž
ğ (ẓ) |
ژ
ږ |
ژې
ږې |
||
Ə | – | زوركى | s | س | سې | ||
g | گ | گې | š | ش | شې | ||
γ | غ | غې | x̌
(ṣ) |
ښ | ښې | ||
h | هـ | هې | t | ت | تې | ||
i | ي | لنډه ي | ṭ | ټ | ټې | ||
j | ځ | ځې | u | و | لنډ (و) | ||
ǰ(ĵ ) | ج | جې | w | و | نيمواك (و) | ||
k | ك | كې | x | خ | خې | ||
y | ى | نيمواکه
(ی) |
لکه په (يا، بيا) کې | ||||
z | ز | زې | ay | ى | زورواله (ى) | ||
Əy | ى | زوركې والا (ۍ) | |||||
خجنښه(–): چې د واوېلي تورو پر سر اچول کېږي، لکه (á).
د عربي ځانگړي توريو(ث،ح،ذ، ص،ض، ط،ظ، ع، ف،ق، ء) فونيمي سېمبو
لونو کارول يوازې په قرآن او حديث کې اړين دي چې فونټ يې بياهم له ښاغلي اڅکزي [e-mail:wali achakzai@] راخپلولای شئ!
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320