کونړ کې پخوانۍ «شاهي غونډۍ» نړېږي

0 1,543

که څه هم د کونړ چارواکیو ویلي، چې په‌دې ولایت کې به تاریخي ابدې ورغوي؛ خو لا هم دلته ځېنې داسې تاریخي سیمې او ودانۍ شته چې یا په‌خپله حکومت او یا ولسي خلکو نړولي او د نړېدو په حال کې دي.

د دغو تاریخي سیمو یوه یې هم د «چغان غونډۍ» ده چې د نه پام له امله یې وروستۍ نښې هم په ورکېدو دي.

چغان غونډۍ د کونړ مرکز اسداباد شمال‌ختیځ پلو پرته ده چې تاریخونو کې د «ننګرشاهي» په نوم هم یاده شوې او د یو سرای حیثیت یې لرلو. دا غونډۍ د پیج او سیند درې د دواړو سیندونو د تقاطع نطقې سره نږدې پرته ده.

تاریخي شواهد ښيي چې څه باندې ۶ پېړۍ مخکې په‌دې ځای کې د ننګرشا پاچاهي وه چې خلک یې د ننګیر او ننګراو په نومونو هم یادوي.

پر چغان غونډۍ د ننګرشاه پاچاهي د چنګیزیانو د هلاکوخان له لوري نسکوره او ننګرشاه ننګرهار ته لاړ چې د ننګرهار اوسنی نوم هم په ننګرشاه پورې تړل کېږي.

د دې تاریخي سیمې ډېرې نښې اوس ختمې شوي؛ خو یو څه چې شته، هغه په‌دې غونډۍ کې د تهدابونو نښې، په لاس جوړ شوي د ډبرین دېوالونه، د مرمرو په څېر هموارې او تراشل شوې تیږې، چې لیک ته ورته رسمونه پرې کښل شوي او ګومان کېږي چې هماغه تصویري لیکونه به وي. خو دا نښې اوس ورو ـ ورو د ورکېدو او له منځه‌تللو له ګواښ سره مخ دي.

دا غونډۍ لکه د پخوا په څېر اوس هم د دوښمن په مقابل کې د یوې کلکې پوستې په توګه کارېږي چې دې چارې د فرهنګي کړیو، ولسي خلکو او اړوندو چارواکیو اندېښنې راپارولي دي.

کونړ کې لیکوال او ژورنالست ادریس غروال وايي دا غونډۍ تاریخي قدامات لري او ساتل یې بېخي ډېر اړین دي. د د اطلاعاتو کلتور وزارت او د کونړ چارواکي د دغونډۍ په ساتنه کې پړه ګڼي او وايي چې له ډېرو هلو ځلو راهیسې ورته پام نه‌د شوی.

دی خلک هم تورنوي چې له‌دې غونډۍ نه خلک کورونو ته تېږي وړي او په‌ مخکې یې هېڅ‌ډول ممانعت نه شته.

نوموړی پر چارواکیو غږ کوي چې د دې او نورو تاریخي ابدو رغولو او ساتلو ته دې جدي پام وکړي. هغه دغه راز له ولسونو هم غوښتنه کوي چې د تاریخي سیمو په ساتلو کې دې له حکومتي چارواکیو سره مرسته وکړي. دی وړاندیز کوي چې د دې تاریخي سیمې ارزښت باید وساتل شي او ولس هم باید پوه کړی شي.

اوسمهال د چغان غونډۍ پر سر حکومتي امنیتي پوستې جوړې شوي او په لمنو کې یې خلک کورونه جوړوي چې چارې هم د دې تاریخي سیمې ارزښت ته زیان اړولی دی.

ولسي خلک وايي، د چغان غونډۍ شاوخوا د کورونو او قبرونو جوړولو پر مهال یو ډول تیږي راوځي، چې په ښه ډول تراشل شوي او لیکل هم پرې شته.

دوی وايي، د دې سیمې خوندیتوب ته حکومت هېڅ پام نه‌دی کړی.

داسې هم ویل کېږي چې د تېرو حکومتونو پر مهال ځېنو بهرنیو د ځايي خلکو په مرسته په‌دې غونډۍ کې کیندنې کړي او ګڼ تاریخي اثار یې ترې وړي دي.

د دغې غونډۍ له لوړې برخې څخه ختیځ‌پلو د سیند پر خوا په غره کې دننه یوه زینه هم کیندل شوې چې ځېنې ولسي خلک په‌کې تر یوې اندازې ورغلي؛ خو تر سینده رسېدل په‌کې سخت دي.

بل‌خوا د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس جنت‌ګل فدا په واضح ډول نه وايي چې د چغان غونډۍ د تاریخي ارزښت د ساتنې له‌پاره به جدي کار وکړي؛ خو زیاتوي چې د دې او کونړ کې د نورو ۲۲ تاریخي ابدو د رغونې نوملړ یې وزارت ته لېږلی او هغوی ژمنه ورکړې چې په ۹۷یم کال کې به له سره ورغول شي.

نوموړی وايي، دوی هم د ولسي خلکو له لوري د ناقانونه کیندنو او پر یادې تاریخي غونډۍ د امنیتي پوستو جوړولو اندېښمن کړي چې په‌دې اړه به له امنیتي چارواکیو سره خبرې هم وکړي.

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د معلوماتو له‌مخې، یاد ریاست  تر دې دم په‌‌دې ولایت کې شاوخوا ۲۲ تاریخي ابدات ثبت کړي چې د ځېنو د بیارغاونې له‌پاره یې بودیجه منظوره شوې او ډېر ژر به یې کار پیل شي.

سرچینه: سلام وطندار

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply