د عطا سياسي تېروتنې به حکومت ډېر تاواني کړي

0 785

څو ورځې وړاندې ارګ د بلخ د مخکېني والي عطا محمد نور پر زړه استعفا لاسليک وکړ او اعلان يې وکړ چې د بلخ له‌پاره يې نوی والي ټاکلی دی.
د ارګ له دغه اعلان سره سم عطا غبرګې پښې په يوه موزه کې کې ننه‌ايستې او دا څويم وار دی چې په خورا واز کومي چيغې وهي چې نه يې ولسمشر د استعفا د منلو واک لري او نه يې درست حکومت د ګوښه ځواک لري.
دا تېره ورځ هم ښاغلي نور د بلخ ولايت په اداري غونډه کې چې ځينو رسنيو په ژوندۍ بڼه خپروله، له خولې لاس اخيستي وو او داسې څرګندونې يې وکړې چې د نظام پښې ورسره لړزېدې.

عطا سياسي بلوغ نه دی وهلی او ماشوم سياستوال به درست هېواد او د تېرو څو کالو ټولې لاس ته راوړنې له خاورې ډکې کړي.
عطا اوس ځان او خپلو شخصي ګټو ته چاړه په اوبو کې خېشته ويني، خو سياسي بصيرت يې کم دی او له همدې امله يې داسې څرګندنې کوي چې صافه ورڅخه ښکاري چې که درست وطن اور اخلي، که د حکومت حيثيت په صفر کې ضربېږي او که پر درست نظام د خلکو باور کمېږي، يا نظامي ځواک د روحيې له پلوه د دښمن پر وړاندې په ګونډو کېږي، بلا ورپسې، خو د عطا ګټې بايد خوندې پاتې شي.

پرون ښاغلي نور د خپلو ماشومانو څرګندونو په لومړۍ برخه کې لومړی د حکومت ګرېوان ته لاس واچاوه. دا څرګندونې نه، د حکومت پر ستنو د تبر وارونه چې ښاغلي عطا خورا په بې‌رحمي کول.
ده له يوې خوا پر حکومت تور ولګاوه چې درست وطن يې ناامن کړی دی، بيا يې پسې وويل چې يوازې بلخ د ده د هڅو او خواريو له امله خوندې پاتې دی او تور يې ولګاوه چې حکومت پلان لري، بلخ ناارامه کړي.

ښاغلي پسې زياته کړه چې حکومت داعشيان راولي او بلخ پرې بربادوي.
وروسته يې د خلکو د پارولو له‌پاره څو احساساتي خبرې وکړې او غوښتل يې د خلکو احساسات د حکومت پر وړاندې د ډال په توګه وکاروي.
مثلاً بيا بيا دا يادونه چې؛ نو زه به څنګه اجازه ورکوم چې بلخ ته داعش راوستل شي او د خلکو ښځې بوځي، سړي ووژني او ښځې يې ځان کښېنوي.
يا دا چې داعش راوستل شي، هغوی زموږ نکاحوې بيا راوتړي، نوی دين او نوی مذهب راوړي.

يا د داعش په اړه دا خبره چې بېول شوې ښځې خپلو جګړه‌مارو ته کښېنوي او که جګړه‌مار مړ هم شي، ښځه نه ازادېږي، بايد بل داعش ته په نکاح شي.
په دويم قدم کې عطا يو ګام بل هم وړاندې واخيست او و يې ويل چې په قل اردو کې پنځه شپږ ټانکونه ولاړ دي، نور هيڅ نه دي پکې پاتې، که حکومت د ده د نسکورولو له‌پاره له ګاونډيو ولايتونو هم يو څو ټانکونه راولي، دی به ټول ونيسي او خودمختاري به اعلان کړي.

د عطا دغه خبرې که ترهګر اوري، تاسې څه فکر کوئ هغوی به څومره مورال اخلي او څه اقدام به کوي او که يې د جګړې په تاوده سنګر کې پروت سرتېری اوري، د هغه پر مورال به کومه ټکه رالوېږي.
دا چې د عطا دغه څرګندونې څومره ماشومانه دي، ټول پوهېږي، په دې هم پوهېږو چې دغسې څرګندونې د عطا پر زيان هم دي، خو دا هم بايد ومنو چې دغسې څرګندونې په کورنۍ او نړيواله کچه د حکومت انځور او پر نظام د خلکو باور هم ښه پوره زيانموي.

پښتانه وايي، ډبره چې پورته کولای نه‌شې؛ نو مچ يې کړه او پر ځای يې پرېږده، خو اوس چې حکومت دغه کاڼی پورته کړی، بايد چې هر څنګه وي تر سر يې واړوي.

اوس نو که د عطا ګوښه کېدل هر څومره ورځې ځنډېږي، هغومره به يې تاوان زيات وي او که بېخي پر دنده پسې پاتېږي، کيسه به تر بدوبتره شي.
حکومت بايد چې هر څومره ژر کېدای شي بلخ ته نوی‌والي ولېږي او په دې توګه د عطا د ګوښه کېدو له جانبي عوارضو ځان وساتي، که نه پايلې به يې هيچا ته په ګټه نه وي.
دغه لنډی شوی مار که پرېښودل شي، زهر يې د درست وطن په رګو کې خپرېږي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply