یوه بله ستونزه / احسان الله ارینزی

0 948

په دې اونۍ کې، په افغانستان کې چې له بده مرغه لا هم په اور کې سوځي او جګړو، وزګارتیا او لوږې خلک له راز – راز کړاوونو سره مخامخ کړي دي، یوه بله ستونزه ډېره شوه او هغه د بلخ والي ښاغلي عطا محمد نور د استعفی منل دي.

ښاغلي نور څوارلس کاله کېږي چې د بلخ والي دی. هېڅ شک نشته چې دا ولایت د امنیت،  بیارغونې او ټولنیز- اقتصادي  پرمختګ په برخه کې، د افغانستان د ډېرو نورو ولایتونو په پرتله، ښه دریځ لري او په دې هیڅوک د ښاغلي نور په مثبت رول سترګې نه شي پټولای.

په تېرو څوارلسو کلونو کې خپله ښاغلي نور هم ډېر پرمختګ کړی. دې نور هغه پخوانی تنظیمي سړی نه دی چې په غرونو کې به لالهانده و. ښاغلي نور اوس د هېواد په شتمنو کې حساب دی، ماڼۍ، بنګلې، ځمکې، سوداګري او دومره مادي امکانات لري چې ښايي د بلخ ولایت ټول عادي ولس یې ونه لري!

له بلې خوا مرکزي دولت هم باید خپل اتوریته او د ښاغلي سیاف په قول هیبت او میمنت ولري چې وکولای شي د هیواد د ارضي تمامیت، سیاسي خپلواکي او ملي حاکمیت د ممثل په توګه، قانون په ټولو په یو شان تطبیق کاندي او په هېواد کې د سالم نظام د جوړولو له لارې، افغانستان له دې څلوېښت کلن ناورین څخه وباسي او خلکو ته د ډاډمن سوله ییز ژوند شرایط برابر کړي.

ښه خبره داده چې که ښاغلي نور د بلخ بریالی والي وي، اوس دې په نور هېواد هم زړه وسوځي او د دایکندي یا پکتیا غوندې ولایتونه دې، د بلخ ولایت او مزار ښار په شانې ودان کړي چې نوم یې په تاریخ کې تلپاته شي!

اوس ښاغلی نور د مرکزي دولت خبره نه مني او وايي چې د داعش یا طالب تر ځپلو پورې به د بلخ مادام العمره والي وي او یا وايي چې د ده تنظیم، جمعیت اسلامي، به د ده د برخلیک په اړه پریکړه کوي!

کارپوهان په دې اند دي چې دا خبرې احساساتي دي او په دې حساسو شرایطو کې په درد نخوري. هغه څوک چې سیاست کوي، باید تل عقلاني فکر وکړي. په سیاست کې ګټه او تاوان دواړه شته. هر وخت ګټه نه وي. کله چې یو سیاسي شخصیت له ماتې سره مخامخ کېږي، باید په سړه سینه په بل غټ بدیل پسې وګرځي.

ښاغلي نور هم دا چانس لري چې خپل عملاً ټوټې – ټوټې تنظیم، جمعیت اسلامي، دې بېرته په پښو ودروي او دی یې دې د مشر په توګه راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو ته ودرېږي.

اوس داسې ښکاري چې جمعیت اسلامي په څو ډلو وېشل شوی. اجراییه رییس ښاغلي ډاکټر عبدالله عبدالله هم ځان د جمعیت استازی بولي چې د ښاغلي نور د ګوښه کېدو پلوی دی. د جمعیت د انسجام شوری هم دا خبره مني چې مرکزي دولت باید د قدرت ټاپوګان وځپي او وطن له انارشیزم او ملوک الطوایفي څخه وژغوري.

نو چې خبره داسې ده، ښاغلي نور ته ښایي چې لوی فکر وکړي، د افغانستان حساس او خونړي شرایط په پام کې ونیسي، د خلکو ملي یووالي ته زیان ونه رسوي، د هېواد سترې او حیاتي ملي ګټي د ځان، خپلې کورنۍ او خپلوانو او ملګرو او جمعیت اسلامي تر ګټو لوړې وبولي او داسې ګام پورته نه کړي چې سبا بیا د وینو ویالې روانې وي او هسې نه چې خدای مه کړه نه (کل) پاته وي او نه (کدو)!!

که افغانستان کرار وي، که جګړه پای ته ورسي، که امنیت، وروري، تفاهم او ګډ ارمانونه وي، ښاغلي نور به هم له خپلو سترو شتمنیو سره په همدې پلرني وطن کې خوشاله او د غزت ژوند ولري او که نه بیا به د ایبټ آباد او کولاب او مشهد مهاجر وو او په مستعارو نومونو به ژوند کوو!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply