افغانستان بیت المقدس ته مثبت رایه ورکړه/محمد روښان ښاد

0 765

که د افغانستان د حکومت پرځای بل هر هېواد وای او یا که بل هر هېواد د افغانستان په وضعیت کې قرار لری، نو باور دی چې د بیت المقدس په اړه به یې د ملګرو ملتونو سازمان په عمومي غونډه کې یا منفي رایه کاروله او یا هم سپینه رایه.

افغان حکومت واقعاً د بیت المقدس په موضوع کې د افغانستان د خلکو ډېر ښه استازیتوب وکړ، ځکه د افغانستان مسلمان ولس په بشپړ اکثریت د بیت المقدس په موضوع کې د فلسطین د حقه حقونو ملاتړی دی او دوی ته په هېڅ قېمت دا د منلو وړ نه ده چې د مسلمانانو لومړنۍ قبله دې د اسرایلو د پلازمېنې په توګه وپېژندل شي.

افغان حکومت په پوره خپلواکۍ او جرئت نه د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو اخطارونو پروا ولرله چې ویل یې که هر هېواد د ده د نظر خلاف بیت المقدس ته مثبته رایه ورکړي، نو امریکا به خپلې مرستې ورباندې بندې کړي.

افغانستان چې دا مهال یې د ملي اردو د سرتېرو د تمویل او تجهیز په ګډون د حکومت اکثره چارې امریکا متحده ایالتونو په مالي ملاتړ ترسره کېږي او د نړۍ د بل هر هېواد په پرتله افغانستان په اوس وخت کې د امریکا متحده ایالتونو ملګرتیا او مالي ملاتړ ته زیاته اړتیا لري، مګر د دې ټولو باوجود افغان حکومت ډېر معقول دریځ اختیار کړ.

د نړۍ اکثره هېوادونو او حتی په هېواد کې داخلو ځینو حکومت مخالفو ډلو ټپلو سل په سلو کې دا فکر کاوه چې افغان حکومت به د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر په خلاف خپله رایه ونه کاروي او ډېرو همدغې شیبې ته ځکه انتظار کاوه چې غوښتل یې که افغانستان په دې برخه کې منفي رایه وکاروي، نو دوی به د حکومت پر ضد د خلکو د راپارولو لپاره د سوژې په توګه ورڅخه ګټه پورته کړي.

خو له نېکه مرغه چې افغانستان د بیت المقدس په اړه د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې نه یوازې دا چې د القدس په اړه پرېکړې ته مثبته رایه ورکړه، بلکې د دې مسودې کلک ملاتړ یې هم کړی و. د غونډې سکرتریت په اشتباه اعلان وکړ چې افغانستان د مودې له حمایت ځخه منصرف شوی دی خو د رایو اچولو په جریان کې یې خپله اشتباه سمه کړه. یو شمېر کړیو هڅه وکړه چې د ملګرو ملتونو د دارالانشاء سهوه د افغانستان د حکومت پر ضد وکاروي.

د افغانستان له دغه معقول دریځ څخه افغان ولس او په ځانګړي ډول دیني علماو پراخ ملاتړ او تود هرکلی وکړ او همدارنګه یې د نړۍ په کچه ځینې هېوادونه هک پک کړل او افغان حکومت یو ځل بیا ټولو ته خپل استقلال او خپلواکي وښودله او دا یې ثبات کړه چې افغانان د نورو د مرستو او همکاریو قدرداني کوي، خو دغه مرستې د دوی په دریځ په ځانګړي ډول د اسلامي او ملي ارزښتونو د پاللو په برخه کې نه د دوی فکر بدلوی شي او نه هم د دوی پرېکړه.

ملي یووالي حکومت د افغان ولس استازی حکومت دی. که چېرې وسله والې ډلې او داخلي مغرضي کړۍ د حکومت د انکشافي برنامو او ملي پروژو پر وړاندې خنډونه ایجاد نه کړي او حکومت پرېږدي چې خپل پروګرامونه پر وخت ترسره کړي، نو باور دی چې ډېر ژر به افغانستان د نورو له احتیاج څخه خلاص کړي او په خپلو پښو به یې ودروي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply