د بیت المقدس په اړه د افغانستان دریځ/محمد بشیر یوسفزوی

0 750

جګړه ځپلی افغانستان چې د اوږدو جګړو له امله یې تاسیسات نړېدلي او نظام شړېدلی دی، جګړه لا هم په شدت جریان لري او تر بل هر وخت افغان ولس سختې شیبې ګالي، ځکه له یوې خوا یې هېواد له جنګ او ناامنۍ کړېږي. هره ورځ لسګونه کورنۍ د تپل شوې جګړې له امله د خپلو غړو د له لاسه ورکولو په خاطر د ویر په ټغر کېني.

ګڼې کورنۍ نه ټاکلی عاید لري او نه هم مشخص کار او شغل د هېواد اکثره وګړي په درې وخته کې یوازې یو یا دوه وخته خواړه لري او اکثر یې لا هم وږي ویده کېږي. د ژوند له لومړنیو اړتیاو لا بې برخې دي او د هېواد د حکومتولۍ چارې هم د بهرنیو په مرستو چلېږي.

په دغسې حالت کې واقعاً ډېره سخته وي چې یو څوک دې د هغه چا پر وړاندې (د امریکا د ولسمشر) د هغه د نظر خلاف رایه وکاروي. مګر افغانستان په دې برخه کې نه کوم مکث وکړ او نه هم دوه زړه شو، بلکې په پوره صراحت ، جدیت او جرئت یې هم د اسلامۍ هېوادونو د همکاریو سازمان کې افغان ولمسشر په خپله وینا کې د افغانستان معقول دریځ بیان کړ. هم افغان حکومت د یادې موضوع په اړه په خپله اعلامیه کې د امریکا د دریځ خلاف د فلسطین د ولس د برحقه غوښتنو او حقونو ملاتړ وکړ او هم د ملګرو ملتونو سازمان په عمومي غونډه کې افغانستان د بیت المقدس په اړه خپله مثبت رایه وکاروله.

ډېرو مغرضو داخلي کړیو او زموږ بدغونه ګاونډیانو د اسرایلو د مرکز په توګه د بیت المقدس د اعلان او هلته د امریکا د سفارت د انتقال موضوع د افغانستان حکومت لپاره یوه لویه ننګونه بلله او دوی باور درلود چې افغانستان حکومت به په دې برخه کې په جرئت سره نه خپل دریځ اعلان کړای شي او نه به هم په ښکاره د فلسطینیانو او د بیت المقدس په ننګه او ملاتړ خپله رایه وکارولی شي.

په رښتیا هم په اوسنیو حالاتو کې چې افغانستان د تروریزم له جدي خطر سره مخ دی او زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې له ترهګرو ډلو او وسله والو مخالفینو سره په جګړه او مبارزه اخته دي او په دغه مبارزه کې د امریکا متحده ایالات د افغانستان ټینګ ملاتړی دی چې نه یوازې د جګړې بلکې د اقتصادي او زیربنا پروژو په برخه کې هم د امریکا متحده ایالتونو حکومت له افغانستان سره مالي او تخنیکي همکاري کوي، نو له دې امله د افغانستان لپاره دا پرېکړه اسانه نه وه، چې د امریکا په مخالفت کې ودرېږي خو دلته د عقایدو او د افغان ولس د احساساتو موضوع مطرح وه او دا ټولو ته معلومه ده چې افغان ولس د شورویانو پر ضد جهاد کې د هېواد د دفاع او د اسلامي فرایضو د پرځای کولو په خاطر یو نیم میلیون شهیدان ورکړي او تر دوه میلیونه زیات معیوب او معلول لري، نو ولسمشر له تردید او تردد پرته د افغانستان د حکومت دریځ واضح کړ.

ځکه چې ملي ګټې او اسلامي ارزښتونه موږ ته تر هر څه لوړ دي او دا د افغان ولس او حکومت لپاره سرې کرښې دي چې په هر قېمت یې ننګه او دفاع کوي او په دې برخه کې د افغان حکومت معقول او پرځای دریځ نړۍ حیرانه کړه او د دوی استقلال او جرئت یې وستایه.

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply