د پیدایښت غلطه نیټه او ستونزې / سید حبیب صمیم

0 1,081

افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې تر دا مهاله والدینو پکې د خپلو اولادونو د زیږون نیټې ته پاملرنه نه ده کړې او هیڅ ارزښت یې نه دی ورکړی او په دې برخه کې یې لوی غفلت او بې پروایی کړي ده او د اولاد د پیدا کیدو پرمهال یې د هغه دقیقه نيټه نه ده يادښت کړې لا تراوسه هم هغه نوي زیږیدلي ماشومان چې د دولتي روغتون یا نورو رسمي زیږنتونو پرته په کلیو او بانډو کې په کورونو کې پیدا کیږي مور او پلار یې چندانې د پیدایښت د نیټې په غم کې نه دي او تر ډیره داسې کسان چې بې سواده دي له نورو کسانو څخه هم د خپل اولاد د زیږون نیټې د لیکلو د مرستې غوښتنه نه کوي.

دوی د خپل اولاد د زیږون همغه ورځ او کال په یاد کې نیسي چې په کومه ورځ یې ځوی یا لور پیداشوي دي او یا هم هغه موسم یې په یاد کې نیولی وي لکه ژمۍ ، اوړۍ یا پسرلی یا منۍ خو دې ته یې پام نه دی چې د کال دغه موسمونه خو دوراني دي او هر کال دغه موسمونه ځي او راځي چې په نتیجه کې څو کاله وروسته د خپل اولاد د زیږون دقیقه نیټه هیره کړي وي او حتا د خپلو اولادونو عمرونه هم ورته نه معلومیږي.

کله چې ماشوم لوی شي او د ښوونځی د شامیلیدو وخت ته ورسیږي او پلار یې ښوونځی ته بوځي تر څو په مکتب کې یې

داخل کړي خو کله چې د ښوونځی مدیر یا سرمعلم یې د شمولیت فورمه ډکوي چې له پلار څخه یې د عمر یا د زیږیدو د نیټې غوښتنه وکړي نو پلار ته یې دقیقه نیټه نه وي معلومه او وایي چې والا رانه هیره شوې ده نو مدیر یا سرښوونکی یې یوه تخمیني نيټه په سوانحو کې ولیکي چې په دې سره یې په راتلونکي تحصیلي اسنادو کې یو لوی جنجال او سر خوږی پیل شي.

له دې وروسته کله چې ځوان شي او غواړي چې د خپل ضرورت پر بنا چې اوس لوی شوی دی او د تابعیت تذکرې ضرورت دی چې باید ترلاسه یې کړي کله چې د ثبت نفوس احوال ادارې ته مراجعه وکړي او د ټولو پروسیجرونو وروسته کله چې په تذکره عمر ورته لیکل کیږي نو په دې صورت کې یې بیا هم نه ده ته په خپله او نه یې پلار او مور ته د زیږیدو دقیقه نيټه معلومه وي چې له مخې عمر وټاکي نو په خپله خوښه او یا هم د اړوند مامور لخوا ورته یوه نیټه لیکل کیږي چې په دې سره په دغه لوی او مهم سند کې چې تابعیت دی نقض پیدا شو چې د راتلونکو تحصیلي اسنادو سره یې یو لوی تضاد رامنځ ته کیږي چې حل کول یې اوږد پروسیجر غواړي چې اوس هم ډیری ځوانان ، محصلین فارغان او زده کوونکي په وزارتونو او یا نورو اړونده تحصیلي ادارو کې ګورو چې په همدغه موضوع سرګردانه او لالهانده وي او خپل اسناد اصلاح کوي.

زما یو ملګری چې له پوهنتون فارغ شوی وو په امنیه قوماندانۍ کې په ملکي بخش کې په دنده وګمارل شو د وظیفې یې شپږ میاشتې تیرې شوې وې چې چې د رسمیاتو په برخه کې یې په اسنادو کې ستونزه را څرګنده شوه چې د تولد نیټه یې غلطه وه نو بیرته یې پوهنتون ته راجع کړ چې له هغه ځایه بیا لوړو زده کړو وزارت او کورنیو چارو وزارت ته یې موضوغ لاړه چې ډیر یې ستومانه کړ ده راته وویل چې په دنده کې ګمارل کیدو دومره نه وم ستومانه کړی لکه څومره چې د سوانحو اصلاح کولو ستړی کړم ده ویل چې ټوله غلطي زما د تذکرې وه چې د تولد نیټه مې دقیقه نه وه پکې لیکل شوي.

د پیدایښت د غلطې نیټې بله ستونزه دا ده چې په رسمي وظیفه کې د بې وخته تقاعد یا له دندې څخه د لیرې کیدو سبب کیږي ډیری داسې رسمي کارکوونکي یا پوځي منصبدران مې ولیدل چې عمرونو به یې د تقاعد اصلي معیاد ته نه وو رسیدلي خو د خپلو اسنادو له رویه به تقاعد شوي وو په داسې حال کې چې دوی به لاهم ځوان وو او د کار او خدمت کولو به یې ښه انرژي درلوده چې د سوانحو له مخې به عمر خوړلي ښکاریدل خو دولت به تقاعد ورکړی ؤ چې دوی له دې کاره ډیر ځوریدل، برعکس ځني به داسې هم ؤ چې له جسمي پلوه او د خپل اصلي عمر له مخې به تقاعد ته برابر ؤ خو د تذکرې او سوانحو پر بنسټ به تقاعد نه ورکول کیده او خپله دنده به یې د ستونزو او فشار لاندې پرمخ بیوله.

یو بل ژوندۍ مثال یې د هغو مسافرو افغانانو بیر ته هیواد ته رالیږل دي چې په بهرنیو هیوادونو کې یې د ګوتو په شمیر یو څو کاله  کارونه او وظایف اجرا کړل خو د خپلو تذکرو او یا هم پاسپورټونو له مخې د دوی د قوانینو له مخې ۶۵ پنځه شپیته کالنۍ ته رسیدلي ؤ نو له کاره یې لیرې کړل او خپل هیواد ته یې راولیږل.

نو د ا چې د پیدایښت  د نیټې غلطي مو د خپلو اولادونو راتلونکې کې سترې ستونزې او مشکلات رامنځ ته کوي په کار ده چې د ماشوم د پیدایښت سره سم یې نیټه په یوه منظمه کتابچه کې یاداښت کړو او خوندي یې وساتو او یا هم د زیږون هغه تصدیق چې په زیږنتون او یا رسمي روغتونو کې ورکول په پوره پاملرنې سره خوندي وساتو او په دې برخه کې بې غوري به مو له خپلو اولادونو سره لویه جفا وي.

سید حبیب صمیم – خوست 2018- January-11

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply