دننگرهاروالی محمد گلاب منگل نه لويه گيله

0 766

دننگرهاروالی محمد گلاب منگل نه لويه گيله !
نن مې ديوه کتاب په هکله په ننگرهارکي يوې کتاب پلورنځۍته ددې لپاره تليفون وکړ چې نوموړی کتاب تراوسه دوي دپلورلو لپاره لري اوکنه ؟ که یې لري هلته زلمو ته ووايم چې راته رايې نيسی ، دپلورنځۍ د نامه له ليکلو نه ځکه ډډه کوم ،وېرېږم چې دابېچاره کتاب پلورونکی پدې نامه دا دځنگل دقانون پلی کوونکي ونه زوروي .
دکتاب پلورنځۍ څښتن راته وويل،بلې هو دا کتاب لرم ،ماورنه پوښتنه وکړه ددې کتاب قيمت څودی ترڅوزه یې بيا هغه چاته پيسې ورکړم کوم چې ماته یې رالېږي ،پلورونکی راته وويل ((۲۰۰)) کالداري . ماورباندي په زوره ږغ کړ شرم ندي چې تراوسه په افغانستان کي په کالدارو رانيول اوخرڅول کوی ؟ پلورونکي راته وويل ،دلته په ننگرهارکي کالداره چلېږي ،خوته افغاني راکولاي سي چې ۱۳۰ افغانی کيږي .
دمنگل صاحب نه مې گيله داده چې نوموړی خودقومونو اوقبايلوچارو وزير وو ،هلته بايد هرڅه ورته معلوم سوی واي اودبلې خوا دډاکتر صاحب اشرف غني له لوري دولايت ارزښت ته په کتوسره دجمهوررئيس دمشاوروزير دمقام په ساتلوسره دننگرهار دوالی په توگه وټاکل سو . ارزوداوه چې منگل صاحب به دډيرو ناخوالو پرخلاف بربنډه مبارزه وکړی ،خو اوس چي ورته گورم متاسفانه تراوسه یې زموږ له کورنی بازارنه دپاکستان داقتصادي يرغل اوتېری مخه نده نېولې اوپه ننگرهارکي دافغانيو پرځاي راکړه ورکړه زموږ تاريخي دښمن هيواد پاکستاني کالداروکيږي چې دا دشرم اوعار خبره ده .
که موږ دامنو چي پاکستان زموږ تاريخي دښمن دي چې لېونی یې هم مني ، نو بياولی ددوي پيسې زموږ په خپل هيواد کي داسي چلند ولري چي راکړه ورکړه پرې په درب روانه ده . ځکه خو پاکستاني هرتورلينگی جنرال موږ ته وايي ،تر تازه په افغانستان کي برلاسی يم .

 

ليکوال : حبيب الله غمخور
۲۰۱۸ز کال دجنوري ۱

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply