وخت څنګه مدیریت کړو؟ / محی الدين دليل

0 1,130

لیدلي به مو وي چې ځینې خلک خپلو ټولو غوښتنو ته د رسېدو له‌پاره کافي وخت لري، ولې ځینې نور له ډېرو هڅو سره سره بیا هم خپلو موخو او غوښتنو ته د وخت د نه‌شتون له امله نه‌شي رسېدای. پام مو کړی چې توپیر چېرې دی؟ پوهېږم، ذهن ته به مو ډېر عاملونه راغلي وي، ولې؟ یو اصلي عامل دا دی چې لومړۍ ډله خلک د خپل وخت د سمبالولو او مدیریت کولو هنر لري او کولای شي له کم وخته په موثر او مثمر ډول ګټه واخلي او په پایله کې ډېرې لاس ته راوړنې ولري. دويمه ډله خلک له دغه هنره یو څه بې‌برخې ښکاري. د وخت سمبالول او مدیریت کول هنر دی، موږ کولای شو دغه هنر زده کړو او د بریالیو خلکو په کتار کې ځان ودروو.

په دغه لنډه لیکنه کې به وښیو چې د وخت مدیریت څه او څنګه کولای شو، دغه هنر په خپل ځان کې وروزو یا په بله اصطلاح د سخت کار پر ځای هوښیار کار وکړو چې خپلو موخو ته په اسانۍ سره ورسېږو.

د وخت مدیریت
ځینو ته ښایي دغه اصطلاح «د وخت مدیریت» یو څه ګونګه خبره ښکاره شي چې وخت خو تېرېږي، موږ نه‌شو کولای هغه مدیریت کړو، هو تاسې ریښتيني یاست، د وخت مدیریت په دې مانا دی چې خپل کارونه او کړنې د وخت له غوښتنو سره سمې برابرې شي، یانې په حقیقت کې موږ خپل کارونه او کړنې د وخت مطابق برابروو او په دې سره له یو ځانګړي وخته موثره او مثمره ګټه اخلو، دغه عمل ته بیا د وخت د مدیریت نوم ورکولای شو؛ نو که لنډه یې کړو د وخت مدیریت د پلان جوړولو او عمل کولو یوه پروسه ده، د کومو پر مټ چې موږ خپل کارونه او کړنې د مثمریت، موثریت او لاس‌ته‌راړونو د لوړوالي په موخه د ځانګړي وخت مطابق برابرو.

د وخت د مدیریت پروسه
• د خپلو موخو ټاکل؛ د وخت د مدیریت د پروسې لومړۍ او اړینه برخه د خپلو موخو او اهدافو ټاکل دي. موخه عبارت له هغه پایلې یا لاس ته راوړنې څخه ده چې یو کس یې د یوې کړنې له تر سره کولو څخه وروسته غواړي. کله چې یو څوک موخه و نه لري؛ نو په حقیقت کې د کړنې او عمل انګېزه نه را منځ ته کېږي، کله چې عمل را منځ ته نه‌شي، ښکاره ده چې له وخته ګټه نه‌شو اخیستلای. په بله وینا، خپل وخت نه‌شي مدیریت کولای، د دې له‌پاره چې وخت مو ښه مدیریت کړئ، اړینه ده خپلې ټولې موخې پر کاغذ ولیکئ.

• د خپلو موخو ترتیبول؛ وروسته له دې چې خپلې موخې مو وټاکلې د وخت پر بنسټ یې ترتیب کړئ. په دې مانا چې لنډمهاله، منځ‌مهال او اوږدمهاله موخې مو له یو بله بېلې کړئ.

• لومړیتوب ټاکل؛ وروسته له دې چې موخې مو وټاکلې او ترتیب مو کړئ، په درېیم ګام کې لومړیتوبونه را منځ ته کړئ. وګورئ کومې موخې باید په کوم وخت کې تر لاسه شي.

• د ځنډ له منځه وړل؛ د وخت د مدیریت تر ټولو سخته برخه په اصطلاح د ځنډ را منځ ته کول دي. که چېرې درې لومړني ګامونه په بریالیتوب سره تر سره کړئ او څلورم ګام عملي نه کړئ، هم به خپل وخت مدیریت نه‌شئ کړای. د کارونو او پلانونو ځنډول ډېری موخو ته د نه رسېدو بنسټي عامل ګڼل کېږي. په ځنډ باندې د برلاسي کېدو ښه لاره دا ده چې خپلو لومړیو ګامونو ته ور وګرځئ او د هغو مطابق مزل وکړئ. پونډیرا پویکیلوس وايي، ځنډ د ټولو ناخوالو او ستونزو د بنسټ ډبره ده.

• که چېرې مو دغه څلور ګامونه عملي کړل، کولای شئ چې له خپله وخته په موثر او مثمر ډول ګټه پورته کړئ. له هغه وروسته به ځان د بریالیو خلکو په هينداره کې وګورئ. بحث به د مایکل الټشور په دې وینا راغونډ کړو، «بد خبر دا دی چې وخت پرواز کوي، خو ښه خبر دا دی چې موږ يې پیلوټان یو.»

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply