پریانکا، کرن جوهر ونازاوه

0 942

د هندي سېنما مشهورې ستورې پریانکا چوپړا دا ځل داسې کار وکړ چې کرن جوهر به یې تر ډېره یاد ساتي.
پریانکا چې دا ورځې په رخصتۍ له امریکا هند ته راغلې او په ډېری ټولنیزو او ایوارډ ورکولو پروګرامونو کې یې ونډه اخیستې، دا ځل د روهیټ شيټي «د هندوستان راتلونکي ستوري» پروګرام کې ګډون وکړ، خو پوهېږئ هلته څه وشول؟
کیسه داسې ده چې روهيټ شيټې له کرن جوهر او پریانکا چوپړا وغوښتل چې د شاه‌رخ خان دل والے دلهنیا لې جايین گې فلم یوه صحنه په ژوندۍ بڼه نندارې ته وړاندې کړي.

هماغه و چې پریانکا د شاه‌رخ خان او کرن جوهر په خپل رول کې هغه صحنه نندارې ته وړاندې کړه.
په دغه صحنه کې کرن د امرېش پوري دوکان ته په څښاک پسې ځي، مګر نه یې ورکوي، خو کله چې بېرته راځي، شاه رخ خان «پريانکا» یې په څپېړه وهي.
پریانکا هم له دې وخته ښه ګټه پورته کړه او د کلونو زور یې له کرن جوهر څخه د یوې څپېړې په ورکولو سره ووایست.

د خپرونې په پای کې کرن لا هم په دې شک کې و چې پریانکا قصدا دومره په زور وواهه او که نه دا یو تصادف و.
اوس خبرې پرې دې روانې دي چې پريانکا په تمثيل کې نه، بلکې له غوسې څپېړه واره کړې ده.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply