افغانستان ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پلاوي سفر

0 649

 

 

افغانستان ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پلاوي سفر

په تېرو څلوېښت کالو کې افغانستان داسې بدې ورځې هم ولیدلې چې حتی د نړۍ د دریمې درجې هېوادونو د سفارتونو دریم او څلورم درجه ډيپلوماتانو به هم له افغان مقاماتو سره یا په سختۍ، یا په ځنډ او یا هم هیڅ نه لیدل.

مګر له څلوېښت کاله جنګ او دربدرۍ وروسته چې لا هم افغانستان په بشپړه توګه د جنګ له تاو او لمبو نه دی راوتلی، داسې ورځې هم راغلې چې د ملګرو ملتونود سازمان د سرمنشي، د امریکا متحده ایالتونو د جمهور رئیس د مرستیال په ګډون د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا لوړ پوړی پلاوی پلازمېنې کابل ته راشي او د افغانستان د اړوندو مسایلو په اړه له افغان مقاماتوسره بحث او خبرې وکړي.

دا په دې مانا ده چې افغانستان په وروستیو درې کلونو کې د ملي یووالي حکومت او په ځانګړي ډول د جمهور رئیس محمد اشرف غني د فعالې او بریالۍ ډيپلوماسۍ له برکته ښه لورته روان دی او لا هم افغانستان د نړیوالو د توجه مرکز دی.

دا سمه ده چې د بهرنیو لوړ پوړو پلاویو تګ راتګ تر هغو چې موږ او تاسو یو لاس او یو زړه نشو او د ستونزو د حل او له ناورین څخه د راوتلولپاره په اساسي او ګټورو لارو چارو فکر ونکړو زموږ ستونزې نشي حلولی، مګر دا باید ومنو چې د افغانستان ستونزې څو بعدي دي، یانې د داخلي ابعادو ترڅنګ بهرني ابعاد هم لري، نو له دې پلوه د بهرنیو پلاویو راتګ، سفرونه او له افغانستان سره د دوی همکاري ګټوره ده.

خو د دې لپاره چې ستونزو سره مو د تل لپاره مخه ښه کړې وي او خپلې ناخوالې مو په اساسي توګه حل کړې وي دا ډېره مهمه ده چې موږ او تاسو ملي اجماع رامنځته کړو. څومره چې په داخل کې د ستونزو او مسایلو د حل په اړه موږ ګډ توافق او واحد نظرولرو، نو همغومره بهرنۍ پاملرنه او دلچسپي زیاتېږي.

د افغانستان لپاره یو ځل بیا طلایي فرصت او چانس برابر شوی دی او هیله ده چې له دغه فرصت څخه اعظمي ګټه واخیستل شي. لکه څنګه چې افغانستان د خپلې فعالې ډيپلوماسۍ له لارې تر بل هر وخت له یوې خوا پر پاکستان فشار ډېر کړی دی او له بلې خوا یې د منځنۍ اسیا او سیمې هېوادونو سره اقتصادي همکاریو او سوداګریزې راکړې ورکړې ته تر پخوا زیاته زمینه برابره کړې ده.

که چېرې په هېواد کې داخلي سیاسي ډلې ټپلې او بېلابېل جوړښتونه او بنسټونه د حکومت ټینګ ملاتړ وکړي، نو باور دی چې پر پاکستان به فشار دومره زیات شي، چې بالاخره به له افغانستان سره له نااعلان شوې جګړې لاس واخلي او همدارنګه به د افغانستان د انکشاف او نورو بېلابېلو برخو کې د نړیوالو همکاري زیاته شي.

افغانستان په لومړي ګام کې تر بل هر څه سولې او ثبات ته زیاته اړتیا لري. کله چې هېواد امن شي، نو بیا افغانستان د پانګونې او اقتصادي ودې ګڼې زمینې او فرصتونه لري چې د داخلي پانګوالو تر څنګ نړیوال پانګوال هم په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته لېواله دي.

 

محمد روښان ښاد

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply