د ډک او تش جېب توپیر په عمل کې دی/ ژ: حمیدالله حمیدي

0 882

مشهور لیکوال زیګ زیګلار وایي، پيسې هر څه نه دي،خو د پیسو اهمیت د اکسېجن په کچه دی. کله، چې خبره د پیسو کېږي، ډېر خلک د معنویت خبره مطرح کوي. سمه ده، چې معنویات تر مادیاتو غوره دي، خو معنویات خپل ځای لري او مادیات خپل. هڅه وکړئ چې دوه بېلا بېل موضوعات سره ګډ نه کړی.

دا سمه ده، چې پیسې نېکمرغي نه شي راوستی، خو نه شتون یې سل بدبختۍ زيږولی شي. که مو له یوې خوا جېب خالي وي او له بلې خوا در پسې د اوبو او برېښنا پیسې او د کور کرایه را وځي، هغه ده چې ملا مو کړوپوي او ژوند مو ورځ تر بلې ترخېږي. بلې! پیسې د ژوند یوه مهمه او اړینه برخه ده.

له بېځایه شعارونو لرې اوسئ. ډېر خلک په دې اند دي، چې پیسې د فساد رېښه ده، شتمن خلک حریص وي، پیسې نېکمرغي نه شي راوستی او… دا ټولې هغه کلیشه یي او تکراري جملې دي، چې د هرې یوې د نقد لپاره سلګونه دلیلونه شته.

په نړۍ کې ډېر داسې شتمن کسان شته، چې خپلې شتمنۍ یې د استعدادونو په غوړولو، د بېمارانو په درملنې، د کاري فرصتونو په رامنځته کولو، بیارغونې او ګڼو نورو داسې کارونو لګولې دي، چې عامو خلکو ته یې ګټه رسېدلې ده. نو پیسې په خپل ذات کې بد شی نه دي، بلکې له هغو څخه د ګټې اخیستنې ډول توپیر کوي.

موږ ټول په یوه شپه او ورځ کې ۲۴ساعته وخت لرو، خو ولې ځینې کسان ورځ تر بلې شتمن کېږي او ځینې نور بیا داسې وي، چې د یوې ګولې ډوډۍ پیسې هم ور سره نه پیدا کېږي؟

دا چې څه ډول کولی شو خپل ورځني عواید زیات کړو، د دې لیکنې لوستل در سره مرسته کولی شي.

۱- هغه دنده پرېږدئ، چې نه مو خوښېږي

که مو له دندې سم عواید نه لری، درته په زړه پورې نه وي او د ژوند له سبک سره مو اړخ نه لګوي، ښه ده چې دنده مو پرېږدی. دا سمه ده چې نن سبا د عادي دندې پیدا کول هم څه اسانه کار نه دی، خو یوه څه ته مو باید پام وي، چې کله مو دنده په زړه پورې نه وي، هغه ده چې ښه لاسته راوړنه هم نه شی ترې لرلی. خو که په یوه داسې کار بوخت شی، چې ستاسو د خوښې وړ وي، د پام وړ عواید به لاس ته راوړی.

۲- پیسې ستاسو ارزښت نه شي لوړولی

مالي مسایل ستاسو په ارزښت پورې هېڅ اړه نه لري. اجازه مه ورکوئ، چې په بانکي اکونټ کې مو د شته پیسو د صفرونو شمېر د شخصیت او احترام دلیل وي. هڅه وکړئ په ژوند کې له دې هم د ارزښت وړ ټکي پیدا کړی. که مو جېب خالي دی، کېدای شي دلیل يې اوسني شرایط او یا هم ستاسو کم کاري وي. خو که د کار په لټه کې  شی او هڅه وکړی خپل ژوند بدلولی شی. یوازې ستاسو د ژوند لیدلوری کولی شي ستاسو ژوند بدل کړي او بس.

۳-  د عوايدو لوړولو ته مو لومړيتوب ورکړئ

کله، چې تاسو د یوې اونۍ لپاره کاري پروګرام جوړوی، هڅه وکړئ هغه څه ته لومړیتوب ورکړی، چې کولی شي ستاسو د عوایدو کچه لوړه کړي. کومې کړنې په ورځني ډول ستاسو عواید زیاتولی شي؟ که کوم ښه کار په لاس درغلی وي، مه پرېږدئ چې کوم څه مو د دې کار خنډ شي.

۴- د وخت ارزښت وپېژنئ

وخت د طلا په څېر او له پیسو یې هم ارزښت زیات دی. کېدای شي له لاسه وتلې پیسې بېرته لاسته راوړی، خو په هېڅ قېمت له لاسه وتلی وخت نه شی اخیستلی. نو د وخت ارزښت ته په کمه سترګه مه ګوری.

له خوبه سهار وختي پورته شئ او د ورځنیو کارونو لپاره مو دقیق مهالوېش جوړ کړئ. که مو کاري مهالوېش دقیق جوړ کړی، کېدای شي له نورو څو ګامه مخکې اوسی او په یوه شپه او ورځ کې تر نورو ډېر کارونه تر سره کړی. د نن کار سبا ته مه پرېږدئ. مه وایی چې سبا یې پیلوم، تر اوسه وخت شته او… په تېره بیا په نننیو بازارونو کې، که مو لږ هم ځان وخوځاوه، ګټونکي تاسو یاست.

۵- د (نه) ویل زده کړئ

سټیو جابز وایي: «د اپل شرکت د بریا راز په (نه) ویلو کې و». د نه ویلو تمرین وکړئ. که پوهېږی، چې د زیاتو مسوولیتونو در په غاړه کول ستاسو په عوایدو کې زیاتوالی نه را ولي، (نه) ورته ووایئ. په هغه څه پانګونه وکړئ، چې ستاسو د عوایدو د زیاتوالي لامل ګرځي. په موقع (نه) ووایئ او له بېځایه وخت تېرولو ډډه وکړئ.

۶- له کاروباريانو سره ناسته پاسته زیاته کړئ

یوه څه ته مو باید پام وي، چې ستاسو کړنې ډېری وخت هغه چاته ورته کېږي، چې ناسته ولاړه ور سره لری. که خپل ډېر وخت له کاروباري خلکو سره تېر کړی د هغوی فکر په سم ډول درک کولی شی. تاسو په دې پوهېږی، چې دوی څه ډول توانېدلي، چې تر دې کچې شتمن شي. له دې ډول رازونو څخه ځان خبرول د دې لامل کېږي، چې ستاسو په عوایدو کې هم زیاتوالی را شي.

۷- پلمې مه کوئ

له بېځایه پلمو او له دې ګیلو، چې ګواکي عواید مو لږ دي، ځان وژغورئ. د دې ډول کړنو پر ځای عملاً لاس پر کار شئ. خپله انرژي پر منفي بافۍ مه ضایع کوئ. هڅه وکړئ خپل تمرکز او قوت موخې ته پر رسېدو ولګوئ. پیاوړې اراده ولرئ او په پوره قوت سره مخ ته ولاړ شئ.

 ۸- لید لوری مو بدل کړئ

سمه ده، چې نن سبا په ټوله کې اقتصادي وضعیت سم نه دی او زرګونه ستونزې موجودې دي؛ خو هڅه وکړئ د دې ډول شیانو پر وړاندې مو لیدلوری بدل کړئ او هر څه ته له مثبت اړخه وګورئ. داسې فکر مه کوئ، چې د دې هر څه قرباني تاسو یی. که هڅه وکړی کولی شی خپل ځان رهبري کړی او اوسني وضعیت ته بدلون ورکړی. خپلې پخوانۍ تېروتنې له یاده وباسئ او  چا ته د پړې ګوته مه نیسئ. نړۍ ته د مهربانۍ په سترګه وګورئ.

پایله:

د لږو او ډېروعوایدو تر منځ توپیر په عمل کې دی. پر شتمن کېدو فکر وکړئ او هڅه وکړئ، چې عواید مو ورځ تر بلې زیات شي. منفي افکار مو له پامه وغورځوئ او له ځانه مثبته انرژي خوره کړئ. بې له شکه، چې د پرمختګ لارې شتون لري، خپله یې پیدا کړئ. د دې لپاره، چې عواید مو زیات شي، سخت او دایمي کار ته اړتیا ده. مهمه نه ده، چې ستاسو د سواد کچه څومره ده، خو بیا هم د شتمن کېدو هیله ولرئ. د خپلو وړتیاوو او مهارتونو په اړه فکر وکړئ او که اړتيا وه زیات یې کړئ. په هڅې او هاند سره ورځ تر بلې ستاسو د کار محیط پراخېږي. د کار د محیط پراخوالی ستاسو د عوایدو د زیاتېدو لامل ګرځي. له وېرې او ټنبلۍ ځان وژغورئ، ځکه ډېر کله د کار په پیل کې دغه دوه څيزونه ستاسو د بریا مخه نیسي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply