طالبان سوله کوي که یې نکوي؟ / ن. شمیم

0 1,016

په قطر کې چې د طالبانو له کسانو سره هر چا کتلي دي، دا خبره یې کړې ده چې هغوی سولې او د سولې لپاره مذاکراتو ته تږي دي خو هر وخت چې د سولې لپاره جدي هڅه پیل شوې ده، د طالب ویاند په نوم یو مرموز اواز اوچت شوی دی چې طالبان دا هڅه نه تاییدوي.

  د دې تکرار شوې تجربې وروستی مثال د استانبول د غونډې په اړه د هغه چا عکس العمل و چې طالب ویاند بلل کیږي او د ذبیح الله مجاهد نوم ورباندې ایښودل شوی دی.

 د استانبول په غونډه کې وویل شول چې د قطر د دفتر په استازیتوب رحمت الله وردګ برخه واخیسته او ملا عبدالروف او عبدلحلیم د ملا رسول د ګروپ نماینده ګي کوله.

 مولوي عبدالروف چې د طالبانو د واکمنۍ په وخت د خوست والي و، د استانبول په ناسته کې د ټولو طالب ډلو د استازيتوب ادعا کوله. ده رسنیو ته وویل چې د استانبول غونډه مهمه وه او ټاکل شوې ده چې له دې وروسته د طالبانو او حکومت د استازو تر منځ رسمي غونډې هم وشي.

 خو له بلې خوا د ذبیح الله مجاهد له قوله وویل شول چې د استانبول غونډه یوه استخباراتي هڅه وه او د طالبانو استازي پکې نه و.

 طالبانو تر اوسه پورې صرف یو ځل د سولې لپاره مذاکرات نه دي رد کړي او دا اسلام اباد ته نژدې د مري مذاکرات و چې آی، ایس، آی پکې اصلي نقش درلود. البته، هغه مذاکرات هم چې کله جدي مرحلې ته ورسیدل او له مقدماتي پړاوه راووتل، ناڅاپه متوقف شول. وروسته بیا یو بل تریخ حقیقت هم معلوم شو چې راغلیو طالبانو ځانونه د ملا عمر استازي معرفي کول، حال دا چې د ملا عمر په مړینه باندې کلونه تیر وو. مطلب دا چې که د مري مذاکراتو ادامه هم موندلې او توافقات هم شوي وای، په اخر کې به معلومیده چې دا خو له یوه مړه سره خبرې وې او هر څه به په اخر کې په صفر ضرب کیدل.

 طالبان ولې هم سوله غواړي او هم یې نه غواړي؟

 دوی د سولې د مذاکراتو کامل مخالفت په څلورو دلایلو نه کوي: یو دا چې په خپله په طالبانو کې داسې کسان ورځ په ورځ ډیریږي چې جنګ په تکلیف کړي دي او د افغانستان تباهي یې وجدان ځوروي، نو د دې لپاره چې دغه ډول کسان یې نه وي مایوس کړي، د سولې د مذاکراتو ښکاره او قاطع مخالفت نه کوي.  د  سولې له خبرو سره د قاطع مخالفت د نه کولو بل دلیل دا دی چې په پاکستان باندې باید فشار کم شي. که طالبان ووایي چې په هیڅ وجه خبرې نه کوو، نو بیا به د داعش او طالب توپیر ختم شي او پاکستان باندې به نړیوال فشارونه لا زیات شي. د سولې د مذاکراتو د بیخي نه ردولو بل دلیل دا دی چې طالبان غواړي په دې ډول په خپلو جبهو فشار کم کړي. په افغانستان کې عام نظر دا دی چې که طالبان سوله کوي او له نورو افغانانو سره ژوند کول غواړي نو ولې دې خونریزي وشي او هغه غوټه چې په لاس پرانیستل کیږي، خولې ته حاجت نشته.

 او بالاخره طالبان په دې دلیل هم د سولې د مذاکراتو پریکنده مخالفت نه کوي چې که دغسې وکړي نو په هغه ورځ به د قطر د دفتر ضرورت ختم شي. د قطر دفتر که له یوې خوا یو شمیر طالب مشرانو ته په شخصي لحاظ د اسوده ژوند زمینه برابره کړې ده ، له بلې خوا طالبانو ته د یوه سیاسي امتیاز حیثیت هم لري. طالبان د دې دفتر د دوام لپاره هم دا لازمه ګڼي چې د سولې د خبرو ټولې دروازې بندې نکړي.

 طالبان که څه هم اوس ښه پوهیږي چې د جنګ ګټل ورته ناممکن دي او د وخت په تیریدو سره د دوی ملامتي زیاتیږي خو بیا هم د سولې د مذاکراتو د واقعي پیل په درشل کې مخ په وړاندې ګام ورته خورا سخته دی او معلومه نه ده چې دا حالت به تر کومه دوام کوي.

 د ځینو صاحب نظرو په اند د طالبانو واګې د آی، ایس، آی په لاس کې دي او تر هغو چې پاکستان د جنګ اوږدول او د افغانانو قتلول غواړي، طالب بیچاره به همداسې د ذبیح الله مجاهد په نوم د یوه خیالي کس له خوا د سولې له مذاکراتو جدا ساتل کیږي. البته، یو بل نظر هم شته او هغه دا چې طالبانو په کلونو کلونو د خپلو کسانو د جنګولو لپاره هغوی ته ډیره تونده او افراطي مفکوره ورکړې ده او اوس که یې مشران په رښتیا هم په سوله کې خیر ګڼي، خپلو کشرانو ته دا نه شي ویلای چې سوله پکار ده. دوی خپلو کشرانو ته د حورو او غلمانو دومره خوږ تصور ورکړی دی چې له هغه تصوره یې اوس په اسانه راجدا کولای نه شي.

 طالبان د سولې د مذاکراتو د واقعي پیل په لاره کې یو بل مشکل هم لري او هغه دا چې د دوی په منځ کې د هیروینو قاچاقبران او یو شمیر نور جنایتکاران ډیر لوی قدرت لري او هغوی په سوله کې تاوان ویني او طالب مذاکره چیان او سیاسیون د هغو له ویرې هم د سولې اواز په ښکاره نه شي اوچتولای.

 د سولې له مذاکراتو د طالبانو د ویرې یو بل دلیل دا دی چې په خبرو کې توره نه بلکې منطق چلیږي او طالب د جنګ لپاره تقریبا هیڅ دلیل نه لري. دی که وایي چې د امریکایي عسکرو د شتون په خاطر جنګ کوي نو ځواب یې دا دی چې امریکا خو په صراحت سره وایي چې څو پورې ته جنګ کوې او له شرارته لاس نه اخلې، زه به په افغانستان کې یم. له دوی سره دا استدلال هم کیږي چې کله اوباما وویل چې د دوه زره شپاړلسم کال تر پایه به ټول عسکر باسم، طالب خو له هغه اعلانه وروسته هم د افغانانو له وژلو او له جنګ او تروره لاس وا نه خیست او بلکې جنګ یې زیات کړ. طالب مشران ان په خوله باندې حاضر نه شول چې د اوباما د اعلان هرکلی وکړي. دغه راز که واقعا د امریکایي عسکرو له شتون سره د طالب ورانه وي او په همدې خاطر جنګونه کوي نو لطفا دې په هغو ولسوالیو او ولایتونو کې جنګ نکوي او بغاوت دې بس کړي چې هلته امریکایي عسکر نشته. که چیرته واقعا د امریکایي عسکرو وتل د طالب مقصد وي نو د دې وتلو لپاره خو یو مهالویش او پروګرام پکار دی چې د مذاکراتو په نتیجه کې جوړیدای شي.

 طالب چې د خبرو د میز په سر منطق نه لري، جدي خبرې ورته سخته دي او تر نامعلوم وخته پورې به د ذبیح الله مجاهد په نوم د یوه خیالي کس خیالي اواز د آی، ایس، آی له زیرزمینو بیا بیا د سولې د واقعي خبرو د پیل پټ او غیرمستقیم مخالفت وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply