په افغان پارلمان کې دایران نفوذ

0 757

په افغان پارلمان کې دایران نفوذ
سرچینه: The Guardian

یوې څارګرې امریکایی ادارې داسې پټ اسناد تر لاسه کړي، چې په افغان پارلمان کې د ایران د نفوذ څخه پرده پورته کوي. د لاسوندونو له مخې تهران له وړاندې یو شمېر افغان چارواکو سره اړیکې ټینګې کړي ، چې په افغان پارلمان کې د امریکا په اړه د افغانستان ائتلافي دریځ شنډ کړي او د بحثونو پر مهال په پارلمان کې امریکا ضد مسئلې راپورته کړي. په پارلمان کې یو شمېر لویدیځ پلوه افغان وکیلان وایې ، چې ځینې وکیلان ایران سره نږدې اړیکي نیسي او د پيسو او سیاسي ملاتړ په بدل کې په افغان پارلمان کې د ایران سیاسي اجنډا پلي کوي . د افغان پارلمان ځینې غړي په دې باور دي چې ایراني څارګرو په افغان پارلمان کې د تکنالوژۍ او حقوقي مسایلو اړوند دفترونو ته لار پيدا کړې.
د پارلمان ډیری وکیلان په دې باور دي ،چې په کابل کې د ایران سفارت چارواکي د یو شمېر افغان وکیلانو سره د اړیکو لرلو څخه ګته اخلي او هڅه کوي په پارلمان کې ایران پلوه کړیو ته د پښو خښولو زمینه برابره کړي. لاسوندونه او د افغان پارلمان یو شمېر کارکوونکي زیاتوي چې، د تهران زیاته پاملرنه په هزراه توکمه وکیلانو ده، ځینې وکیلان په دې باور دي چې سید حسین عالمي بلخي (پخوانی وکيل) ، احمد علی جبرایلي او محمد اکبري هغه هزاره توکمه وکیلان دي چې ایران یې ملاتړ کوي. په دې سربیره، ایران سفارت د یو شمیر اپوزیسیوني ډلو او د افغان په لویدیځ کې د تاجک مذهبیانو سره هم اړیکې غځولې دي.
د پارلمان یو څارونکی وایې چې پخوا به د ایران سفارت چارواکو افغان پارلمان ته منظم تګ کاوه مګر په عمومي کړیو او بحثونو کې یې له ګډون ډډه کوله، څو کاله مخکې چې د پارلمان یو شمیر وکیلانو سره د اړیکو موضوع افشا شوه نو پس له هغه ایراني چارواکي د یو شمیر وکیلانو سره د پردې تر شا د پیسو او خلتو په بدل کې معامله کوي. د افغان وکیلانو او ایراني چارواکو له یو شمیر اړیکو داسې بریښیي چې ایران په افغان پارلمان کې لاندې موخې تر لاسه کوي:
د ایتلافي ځواکونو له لورې د ملکي وګړو د وژنې په اړه ناندرې رامنځته کول، د شیعګانو د حقوقو لپاره مبازره کول، ایراني کلتور ته د پراختیا زمینه برابرول، او افغان رسنیو سره د لویدیځ د ملاتړ کمول. کله کله په پارلمان کې د بحث موضوع بیخي بدلوي مګر پورته موضوعات همیشه د پارلماني بحثونو ستره برخه جوړوي.
ځینې وخت، ایراني چارواکي د پارلمان ویاندویانو د خبرو موضوع سپاري. د تیرې فبرورۍ میاشت کې ایراني څاګروداسې مهال د ولسی جرګې دویم مرستیال میرویس یاسیني دفتر ته ورغلي و، چې د ایران مرستیال ولسمشر په کابل کې و، ایراني څارګر له میرویس یاسیني غوښتي و چې په همدې ورځ په پارلمان کې د بحث موضوع په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شتون او پاتې کیدوو په اړه وټاکي، ایراني څارګر ددې په بدل کې میرویس یاسیني ته د ملاتړ او مرستې ژمنه وکړه مګر میرویس یاسیني د ایراني څارګر غوښتنه رد کړه، په همدې ورځ په پارلمان کې یو شمیر تهران پلوه وکیلانو (بلخي او اکبري) هڅه وکړه چې یاده موضوع د بحث وړ وګرځوي، میرویس یاسیني، نورو وکیلانو ته وړاندیز وکړ چې د بهرنیو ځواکونو موضوع به په خپل وخت تر بحث لاندې ونیسو، له دې وروسته بلخي او اکبري میرویس یاسیني ته د لویدیځ ګوډاګي خطاب وکړ، یاسیني وروسته وویل چې د ایراني څارګر او یادو وکیلانو خبرې سره ورته وې.
ځینې وکیلان په دې اند دي چې د ایرني سفارت څارګر کارکوونکي د پخواني ولسمشر کرزي له نږدې کړیو کار اخلي او هڅه کوي د ملکي مرګ ژوبلې په اړه د یو شمیر وکیلانو غبرګون راوپآروي. په دې سربیره، د ټولنیزو موضوعاتو په اړه د ایران سفارت یو شمیر وکیلانو ته پيسې ورکوي تر څو په افغانستان کې د ایران کلتوري پراختیا ته کار وکړي او افغاني رسنۍ د لویدیځ له ملاتړه بې برخه کړي. له دومره هڅو سره بیا هم ایران و نه توانيده چې خپلې موخې ته ورسیږي؛ تیر نومبر دافغانستان اوبه د افغاني پارلمان د بحث موضوع ګرځیدلی وه، د پارلمان سترې برخې ،ایران د افغاني اوبو په غلا تورن کړ، مګر ایران پلوه وکیلان یې په اړه خاموش وو.
د پارلمان یو شمیر کارکوونکي باور لري چې د ایران سفارت د افغانستان د پارلمان په حقوقي او اداري دفترونو کې خپل کسان ځای پر ځای کړي، په پارلمان کې د حقوقي څیړنو اړوند دفتر یو کارکونکي یوې رسنۍ ته ویلي چې د یادې ادارې یو تازه ګومارل شوی چارواکی د وکیلانو او حکومتي چاروکو تر منځ د پوښتنو او ځوابونو جریان ایډيټ کوي او هڅه کوي ځینې قوانین د ایراني تعبیر له زاویې تر پارلمان تیر کړي. په ولسي جرګه کې یو کارکونکي (جنرال غلام حسن ګران) وایي چې په پارلمان کې د مالوماتي تکنالوژۍ د برخې ډيری کارکونکو په ایران کې روزل شوي او په دې موخه ګومارل شوي ،چې د ایران سفارت ته د ټولو الکترونیکي اړیکو په اړه خبر مالومات ورکړي، جنرال ګران له همدې امله د پارلمان یو شمیر کارکونکي د افغان پارلمان اړونده برېښنالیک نه کاروي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply