عطا وارخطا دی! / زمریال اشنا

0 910

په تېرو ۴۰ کلونو کې د حکومتونو او دولتونو د ناکامیو ستر لامل دا و چې د یوشمېر ګوندونو او ډلو له خوا حکومتونه او دولتونه یرغمل نیول کېدل او د دغو ګوندونو او ډلو د ګټو لپاره د ډال په توګه کارېدل.

د لومړي ځل لپاره د غويي له کودتا وروسته د خلکو د دموکراتیک ګوند دولتي واک او حکومت د هغه ګوند د ګټو لپاره استخدام او د خلکو په وړاندې يې د ډال په توګه وکاراوه. دغه کار هېواد ته دوه تاوانه ورسول، له یوې خوا یې دولت له خلکو منزوي کړ او له بلې خوا يې حکومت او ولس له بالفعل ټکر سره مخامخ کړل.

د واک د انحصار دویمه هڅه بیا په ۱۳۷۱ کال کې د اسلامي جمعیت له خوا وشوه چې په ظاهره یې د اسلامي دولت تر نامه لاندې یو بشپړه یرغمل شوې واکمني رامنځته کړه.

که موږ د حکومت اصلي جوهر ته ځیر شو، نو داسې حکومتونه په حقیقت کې حکومتونو ته ورته نه وي او د یوه ارتجاعي واک او ځواک په توګه د یوشمېر کړیو او ډلو د ګټو ساتلو او خوندي کولو لپاره د ډال کار ترې اخیستل کېږي او د ظلم او بېعدالتۍ سټک د نورو پر سر وهي.

که تاسو د کابل تېرو تنظیمي جګړو او د جمعیت واکمنۍ ته کتنه وکړئ، نو لیدل کېږي چې نوموړې واکمنۍ د جمعیت د یوشمېر اشخاصو او کړیو له ګټو پرته نور هېڅ نه دي خوندي او تضمین کړي او د حکومت له موقفه او دریځه يې یوازې د خپلو مخالفانو د وژلو د جواز ناوړه ګټه پورته کړې ده.

یا په بله وینا، اصلاً هغه مهال حکومت موجود نه و او هغه څه چې د واک په توګه تمثیلیدل د مستو جګړه مارو د طغیان یوه بدبخته ننداره وه، چې په سلګونو ملیاردونو ډالر یې هېواد ته زیان واړوه او په لسګونو زره کسان او د کابل ښاریان یې د خاورو مړۍ وګرځول.

هغه مهال د جمعیت نوموړې الیګارشي او ناوړه سیاسي سلوک و چې په خلکو او هېواد کې يې د یو سخت چلنده او پیاوړي حکومت سخته اړتیا رامنځته کوله او د ولس لپاره دا مهمه نه وه چې د دې کار لپاره دې څو انتخابه ولري، همدا و چې د طالبانو په رامنځته کېدو سره یې د هغوی ملاتړ وکړ او طالبانو هم له ۹۵ فیصده خاورې د جمعیت ټغر ورټول کړ.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته په هېواد کې د نړیوالې ټولنې په مداخلې د حکومتوالۍ نوی پړاو پیل شو، خو د خواشینۍ ځای دا دی چې په هېواد کې د نړیوالې ټولنې په شتوالي سره سره بیا هم د واک د انحصارګرانو او زورمندانو دغه زوړ عادت ورک نه شو او لاهم دوی هڅه کوي چې د ولس او حکومت ترمنځ پولې ړنګې وساتي او حکومت د ځاني ګټو د رامنځته کولو او خوندي ساتلو لپاره د ډال په توګه وکاروي.

له کرزي صاحب نه خو ورخ اوبو وړی و، د هغه له حکومت نه په ګټه عطا او ده ته ورته د جمعیت نور زورمندان او زورګویان د ملیارډونو ناروا ډالرو څښتنان شول او تر اوسه په چا کې دا متره هم پیدا نه شوه چې له دوی وپوښتي چې دغه بلا ناروا ډالرې او شتمنۍ یې له کومه کړې دي او ولې يې واک او حکومتي څوکۍ د ناروا ګټو لپاره کارولي او ډال ګرځولې دي.

که پر دې سترګې پټې کړو چې د کرزي صاحب واکمني په ځانګړې توګه د جمعیت پر زورمندانو د ډالرو د باران او مېلې یوه بېلګه وه او که دا هم ومنو چې بالاخره دغه باران به پر یو چا ورېده، خو په دې هېڅکله سترګې پټېدای نه شي چې دغه باران اوس ډېرې لېونۍ څپې تر شا پرېښې دي او دا څپې به د نورو لسګونو کلونو لپاره هم هېواد د بربادۍ او بېعدالتۍ پر اوبو لاهو وساتي او ولس به پرېنښودل شي چې خپل د خوښې دولت او حکومت رامنځته کړي، که بیا هم د حکومت په نوم کوم څه رامنځته کېږي، نو هغه به د زورمندانو د جېبونو د ډکولو یوه ارتجاعي او ولس زبېښونکې دستګاه وي، چې په وارداتي او یا هم مصنوعي نومونو سره به ولس ځپي، د هغوی جېبونه به لوټي او په هېواد کې د ظلم، تېري او بېعدالتۍ اور به تازه ساتي.

د فساد پرضد د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې وروستیو هڅو په خلکو کې یو څه هیلې راټوکولي او په خلکو کې دغه واقعیت نور خپل ځای موندلی چې فاسدان او د نارواوو زورمندان نور نه شي کولای قومي تعصبونو او الفاظو شا ته په پناه وړلو سره خپلې اصلي څېرې له خلکو پټې وساتي او یا هم عامو ټولنیزو او حکومتي مسایلو ته په قومي او سیاسي رنګ ورکولو سره د یوشمېر قومونو احساسات تخریش او دغه احساسات د ځانونو د بیا مطرح کولو لپاره وکاروي. د مایوسۍ دغه اثار اوس د ډېری زورمندانو په څېرو کې تر بل هر وخته ښه جوت دي، ځکه په دې وروستیو کې یوشمېر له حکومته عزل شوي زورمندان دلته او یا هلته له یوشمېر سپارښتیزو او پر زرو د رابلل شویو غونډو له ګرېوانه سر راوباسي، د پخوا په څېر هڅه کوي چې پر احساساتي او زهرو ککړو خبرو سره د خلکو اذهان مغشوش کړي، خو د تلویزیونونو له سکرینونو خلک ویني چې د دوی د فریادونو او شکایتونو په وړاندې د خلکو غبرګون ډېر بې تفاوته وي او د دوی له آشفته څېرو د دوی مایوسي له ورایه ښکاري، وار پار ترې خطا دی، ضد او نقیضې خبرې کوي، خپل فکري ثبات یې له لاسه ورکړی دی، کله زور ښيي او کله بیا د مدارا خبره کوي، کله په کور دننه او کله بهر د چا د دروازې په لټه کې وي چې د واک د ادامې لپاره يې وټکوي، خو دغه دروازه موندل ورته اوس ناشوني شوي او دا ځکه چې په هېواد کې وضعیت او حالت نور داسې یو پړاو ته رسېدلي چې د هر ډول فساد او بېغورۍ په وړاندې د نړیوالې ټولنې، افغان  دولت او بل هر چا تمکین کول د جګړې پر وضعیت او د سیمې پر امنیت نېغ منفي اغېز پرېباسي او نه جبیره کېدونکې پایلې رامنځته کولای شي. په دا ډول شرایطو کې هېڅوک نه شي کولی چاته کوم څه د خلیفه له کیسې وبښي، د تمې پرخلاف دا کار نور نه د نړیوالې ټولنې په وس پوره دی او نه هم د اجراییه ریاست په وس، له همدې کبله ده چې عطا له ټولو اړخونو او په تېره بیا د خپل کمپاین له یارانو او له اجراییه رییس عبدالله عبدالله نه ډېر مایوس شوی او نو ځکه ورته د غاښونو ماتولو ګواښ کوي.

په بل اړخ کې بیا د زورمندانو د فساد او شقاوت په وړاندې د جمهور رییس وروستي اقدامات او د حکومت ټینګ عزم په خلکو کې خوشبیني زیاته کړې او ملاتړ یې رامنځته کړی، که چېرې دغه اقدامات او پالیسۍ په خپلې څوکۍ کېني، نو خلک به د فساد پرضد د دولت پر مبارزې نور هم ډاډمن او دولت ته ورنږدې کړي.

افغان دولت او نړیوالې ټولنې نور موندلې ده چې په افغانستان کې د زورمندانو د واک د۴۰ کلن انډوخر او فساد پای په افغانستان او نړۍ کې د امنیت او ثبات اصلي کېلي ده.

لنډه دا چې کېدای شي په دا منځ کې تقصیر د عطا نه وي، بلکې د ډالرو د هغو ناروا بارانونو وي چې زموږ ولس یې له دا څو کلونو د بېوزلۍ، بېعدالتۍ، ظلم او فقر په سېلاب لاهو کړی و او اوس د دغه کړېدلي او ځورېدلي ولس د دعاګانو له برکته وي چې الله ج د خپل قدرت ننداره ښيي او هغه زورمندان په همغو سېلابونو ډوبوي چې دوی د خپلو جېبونو د ډکولو لپاره پر خپلو ولسونو ورتپلی و.

د ځینو د وارخطایۍ د لامل او پای د تحفې په توګه د یوه شاعر دغه بیت دلته رانقلوم:

از حادثه ترسند قصرنشینان

ما خانه بدوشان غم سیلاب نداریم

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply