افغان علما ولې غلي دي؟/اېمل پیاوړی

0 504

افغانستان چې په خپل څو زره کلن تاریخ ډېرې سختې پېښې تجربه کړي او له ډېرو لویو یرغلونو بریالی راوتلی، عمده دلیل یې د افغانانو وحدت او ښه رهبري وه، ځکه دلته چې هر چا شوم نیت لرلی او د هغه له مخې یې پر افغانستان بلوا وروړې، نو د افغان ولس مشران او کشران، دیني علما، متنفذین او ټول اقشار د لاس د ګوتو په څېر د یرغل پر وړاندې په واحد صف کې ودرېدلي.

زموږ مشرانو او په ځانګړي ډول دیني علماو د هغوی پر ضد ولسونه ملي پاڅون ته هڅولي او د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې یې خلکو ته د مبارزې فکر، انګېزه او حوصله ورکړې ده.

مګر له تېرو شلو کالو راهیسې افغانستان له ډېر بد بحران سره مخ دی، د ترهګرو د تروریستي فعالیتونو له امله هره ورځ زموږ هېوادوال وژل کېږي او بدمرغه کېږي، خو د دې ټولو باوجود هم زموږ دیني علما غلي دي او ځانونه یې داسې نیولي لکه یا چې هیڅ نه وي او یا یې دوی نه ویني.

د افغانستان پر بحران د افغان علماو خاموشي سړي ته دوه شکه پیدا کړي. لومړی دا چې یا موږ علما نه لرو او دویم دا چې زموږ علما خدای مکړه زموږ په بده ورځ او بحران خوشاله دي.که چېرې افغان علما د روان وضعیت د مخنیوي او غندلو په خاطر خپله خاموشي ماته نه کړي، نو باور دی چې د ولس په منځ کې به خپل درنښت او محبوبیت له لاسه ورکړي.

موږ له افغان علماو دا نه غواړو چې ګردنۍ دې وتړي او د جګړې لومړۍ کرښې ته دې لاړ شي. موږ له علماو یوازې همدا غواړو چې الهي احکام دې خلکو ته تشریح کړي او د هغو په رڼا کې دې اوسنی روان بحران خلکو ته واضح کړي.

افغان علما دې په وضاحت او جرئت سره ووایي چې نه یوازې په افغانستان، بلکې په هر هېواد کې او هر چېرې انسان وژنه او د ترهګریزو فعالیتونو او بریدونو ترسره کول د اسلام د اصولو خلاف عمل او فتنه ده.

افغان علما زموږ په ټولنه کې تر ټولو اقشارو زیات نفوذ او ځانګړی ځای لري، ځکه چې زموږ هېوادوال په غوڅ اکثریت مسلمان دي او په اسلامي ټولنه کې علما له ځانګړی ارزښت او درنښت برخمن وي. خلک د دوی سپارښتنو او لارښوونو ته ارزښت ورکوي او عمل ورباندې کوي.

نو هیله ده چې دوی له خپل دغه نفوذ څخه د اسلامي ارشاداتو او ملي ارزښتونو په رڼا کې د خپل هېواد، ولس او ملي ګټو لپاره استفاده وکړي. پښتو متل دی وایي چې توره غویه په لوړه وخېژه څار وکړه، څنګه چې نور کوي هغسې ته هم وکړه.

زموږ علما دې له پاکستاني علماو زده کړي، هغوی درګرده اسلامي ارشادات د خپلو ملي ګټو په خاطر په غلطۍ تعبیروي او د ځان په ګټه یې تفسیروي، خو زموږ علما دې مهرباني وکړي اسلامي ارشادات دې په خپله اصلي بڼه بیان کړي، ځکه د مسلمانانو په توګه موږ په دې باوري یوو چې دیني ارشادات د هیڅ لوري او بشر پر ضد نه دي، بلکې په هغو کې د بشریت خیر او فلاح نغښتې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply