په کريکټ بورډ کې بزکشي روانه ده / عرفات حليمي

0 975

افغانستان د کريکټ په ډګر کې کم‌ساری پرمختګ کړی او دا کابو هر چا ته څرګنده ده. په ۲۰۰۶۶ کا ل کې له ډويژن ون نيولې د ټيسټ لوبو د کولو تر حق پورې يې ډېره اوږده لار په ډېره چټکي سره وهلې. د افغانستان په امکاناتو دومره ستر او چټک سفر په دومره لنډ وخت کې تر معجزې کم نه دی.
د ټيسټ لوبو حق د افغان کريکټ له‌پاره يو ستر ازمايښت ګڼل کېږي. افغانستان بايد د کريکټ نړيوالې شورا ته دا په اثبات ورسوي چې افغانستان په رښتيا هم د ټيسټ لوبو کولو وړتيا لري.

تر هر څه وړاندې د افغانستان کريکټ بورډ بايد هڅې وکړي چې له نورو ټيمونو سره ټيسټ لوبې وکړي.
له نورو هېوادونو سره ټيسټ لوبې کول زحمت غواړي او هغوی ته بايد قناعت ورکړل شي چې افغانستان داسې لوبډله ده چې له هغوی سره سخته مقابله کولای شي.
افغانستان بايد خپلې ټيسټ لوبې له زمبابوې، ايرلنډ، بنګله‌دېش او سريلانکا سره پيل کړي. له پاکستان سره د لوبو کولو هم ښه چانس لري ځکه چې غربي لوبډلې پاکستان ته د تګ زړه نه ښه کوي.
افغانستان له سياسته ورها خوا کولای شي دا کار وکړي او دا به د کريکټ د لوبي له‌پاره يو ګټور ګام وي.

هغه څه چې د افغانستان کريکټ بورډ يې بايد ثابته کړي، هغه په هېواد کې د کريکټ اکاډميو جوړل دي.
اوس‌مهال په هېواد کې د کريکټ اکاډميو شمېر له نشت سره برابر دی. کله چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د کريکټ اکاډمي شتون و نه لري، د کريکټ د پرمختګ تصور نه‌شي کېدای. همدا د کريکټ اکاډمي ده چې په ايرو کې پټ غمي په‌کې ځلول کېږي او بيا به د کريکټ په نړۍ کې ځلېږي. په همدې اکاډميو کې به د دوی په تخنيکي نيمګړتياوو کار کېږي چې هغه اصلاح شي. د اکاډميو له‌پاره روزونکيو ته اړتيا ده چې تر اوسه يې شمېر ډېر کم دی.

د کريکټ د نړيوالې شورا يو عمده شرط چې افغانستان په دايمي غړيتوب کې پاتې شي دا دی چې افغانستان بايد ښځينه لوبډله ولري. د افغانستان کريکټ بورډ چارواکي د کريکټ نړيوالې شورا ته وايي چې په افغانستان کې دا شی کېدای شي د خلکو له نارضايتي سره مخ شي.
د کريکټ بورډ چارواکي وايي چې په کريکټ کې بايد يوازي پښتانه پاتې شي، ښځينه يې له دې لوبې بې‌برخې کړې، ځکه دوی دا فکر کوي چې ښځينه لوبغاړې به ډېری غيرپښتنې وي.

کريکټ بايد د لوبې تر حده پاتې شي او کريکټ بورډ بايد يو غير سیاسي او غير نژادي ارګان وي. څومره چې پښتانه د دې لوبې د کولو حق لري، د هېواد نور ميليتونه يې هم لري. که چېرې په پښتنو کې ښځينه کريکټ لوبډله نه‌شي جوړېدای، بايد د فوټبال په تعاقب د نورو ولايتونو نجونې چې کولای شي ولوبېږي، واخيستل شي او افغانستان بايد يوه ښځينه لوبډله ولري.
بله خبره دا ده چې کريکټ اوس هم د هېواد د څو ولايتونو تر منځ په ناندريو اوښتی. پکتياوال مشرقيوال نه په‌کې مني او مشرقيوال خوستوالو ته په تروه تندي ګوري.

کريکټ د ټول ملت ګډه لوبه ده. بايد داسې يوه لوبه ځنې جوړه شي چې د هېواد له هرې برخې چې څوک وړتيا ولري، هغه بايد د لوبډلې برخه وګرځي.
د سياست تر څنګ که لوبې هم ميراثي کړو، دا به د لوبې تر څنګ د هغه مستعدو ځوانانو په حق کې هم ستر تېری وي چې له ډېر ستونزو ګاللو وروسته تر يو ځایه رسېدلي او بيا يې هلته مخه نيول کېږي.

د کريکټ بورډ اداره په خپل منځ کې هم په يوه خوله نه ده پاتې شوې.
عاطف مشعل په اداره کې لګيا دی خپل کسان ځايوي او هغه کسان چې کلونه کلونه يې د کريکټ د پرمختګ له‌پاره زيار ايستلی، له دندې په يوه او بله بهانه لېرې کوي.
د کريکټ بورډ اجراييوي رييس او چېرمين تر خپل منځ په ژورو اختلافاتو کې را ګير دي.

د دې هر څه تاوان به يوازې کريکټ لوبې ته رسېږي او که دا غوبل همداسې روان وي، ډېره لېرې به نه وي چې د کريکټ نړيواله شورا له افغانستانه د بشپړ غړيتوب حق بېرته واخلي، ځکه چې افغانستان په امتحاني ډول بشپړ غړيتوب لري، خو که کريکټ بورډ همداسې مشعالي پاتې شي، ميدان لا پسې شغالي کېږي.
که موږ وړتيا لرو، د وړتيا ښوول هم وړتيا غواړي.

 

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply