د ناکاره قوماندان له بې‌کفايتۍ؛….. له پښتنو خالي شوه

0 817

د ناکاره قوماندان له بې‌کفايتۍ؛ د غزني ولسوالۍ له سرتېريو او قومانداني له پښتنو خالي شوه

د تېر کال د اګسټ پر شپږويشتمه د پېژنتون د احتياط يو افسر مل پاسوال محمد زمان د غزني د امنيه‌ قوماندان په توګه وګومارل شو او په دې ډول د غزني په امنيتي ادارو کې د بې‌کفايتۍ، فساد او تعصب يو نوی باب پرانيستل شو.
له بلې خوا په اجراييه رياست کې شته همګرايانو د غزني په ولسواليو کې خپل ځينې بړېڅي د قوماندانانو په توګه وګومارل او په دې توګه بيا هلته په لېرې پرتو سيمو کې پر ولسواليو او پوستو د سقوط نوې څپه راپورته شوه.

د غزني لويه بدمرغي دا ده چې حتا په امنيتي ارګانونو کې يې هم څوکۍ د استعداد او وړتيا په اساس نه، بلکې د ژبې، قوم او سيمې په اساس وېشل کېږي.
که والي پښتون وي، مرستيال به يې حتمي هزاره او تاجک وي، که قوماندان پښتون وي، بايد د امنيت امر يې هزاره وي، نور دې ته نه کتل کېږي چې د قوم په اساس راغلی کس وړتيا لري، که نه.
اوس په همدې اساس، د غزني امنيه قوماندان پښتون ټاکل شوی او د امنيت امر يې هزاره دی.

پښتون قوماندان د خپلې بې‌کفايتي له امله حتا د يوه پوليس هومره واک نه لري او د امنيت امر يې د دې پر ځای چې سيمې له ترهګرو پاکې کړي، د تعصب لمن نيولې او ارګان له پښتنو خالي کوي.
د غزني د امنيت امريت له کلونو راهيسې د هزاره‌ګانو په پچه ختلی او په همدې اساس ورته د پښتانه امنيه قوماندان په خوا کې هزاره رمضان علي د امنيت د امر په توګه ګومارل شوی دی.

د امنيت امريت بيا په کابل کې، په کورنيو چارو وزارت کې دننه له ځينو کسانو سره ګوتې پټې کړې او د دې پر ځای چې سيمه ارامه کړي او ترهګر وځپي، په قومي ناندريو، کشالو، تعصب او نورو فسادو کې ډوب دي.
سرخط ته په لاس ورغلي مالومات ښيي چې په دې وروستيو څو مياشتو کې، په غزني کې د ترهګرو پر ضد دومره عمليات او پلانونه نه دي جوړ شوي، څومره چې د غزني له امنيه قومانداني، د ښار له حوزې او د ولسواليو له قوماندانيو څخه د پښتنو د شړلو له‌پاره جوړ شوي دي.

سره له دې په دغه ولايت کې غوڅ اکثريت د پښتنو دی او له نولسو ولسواليو يوولس يې په پښتنو ابادې دي، بيا هم د يوه اقليت هومره په واک کې نه دي پرېښودل شوي.
سرخط ته په لاس ورغلی لېسټ په ډاګه کوي چې په وروستيو مياشتو کې يوازې له څو تنو پرته، نور ټول پښتانه يا د دسيسو او د نورو پلمو په اساس له دندو ګوښه کړل شوي دي.
۱ـ امنیه قوماندان، پښتون محمد زمان
۲ـ د امنيت امر هزاره، رمضان علي
۳ـ د پلان امر او اوپراسیون، پښتون
۴ـ د دفتر امر تاجک او پرسونل یې مکمل هزاره
۵ـ د بشري حقوقو امر هزاره
۶ـ د پېژن مدیر هزاره، محمد ابراهیم
۷ـ د همغږي امر هزاره، رفعت
۸ـ د ډياګ امر هزاره
۹ـ د احصايې امر هزاره
۱۰ـ ملکي معاون هزاره
۱۱ـ د افسرانو امر هزاره
۱۲ـ د ساتنمنانو امر هزاره، محمد اصف
۱۳ـ مالي امر هزاره
۱۴ـ د پولیس مردمي امر هزاره
۱۵ـ عقدتي او فرهنګي امر هزاره، شاپور
۱۶ـ د هويت د کارټ امر هزاره
۱۷ـ د مخدره موادو د کشف امر هزاره
۱۸ـ د ښار دويمه حوزه، په بشپړه توګه هزاره
۱۹ ـ جنايي مدیر پښتون، د کنټرول امر پښتون او پاتې يې ټول هزاره.
۲۰ـ د جلب او جذب امر پښتون
۲۱ـ د ټروریزم پر ضد د مبارزې امر پښتون
۲۲ـ استخبارات پولیس پښتون، خو پرسونل یې تاجک او هزاره
۲۳- د تعليم او تربيې امر هزاره
۲۴۴- د ښار لومړۍ حوزه، په بشپړه توګه هزاره

په غزني کې د همدې تعصبي هڅو، د امنيه قوماندان د بې‌کفايتي او په امنيتي برخه کې د پراخ فساد له امله د ولايت ډېری ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ دي.
په ښار کې دننه له دوکاندارانو، کمپيوټر پلورونکيو، ښوونځيو، ښوونکيو، دولتي مامورانو او حتا له سيمه‌ييزو راډيوګانو څخه طالبان د هرې مياشتې په پای کې باج ټولوي.

د ښار هره کوڅه په حساب درې هدفي وژونکي لري چې په رڼا ورځ سړي وژني او بيا په ډاډه زړه د پېښې له ځايه ځي.

په ولسواليو کې يوازې هغه دوې درې خونې او ودانۍ چې پوليس پکې پراته وي، د حکومت تر واک لاندې دي، نور نو له مخې سره پکې طالبان ازاد تګ راتګ کوي.
د همدې بې‌کفايتيو، فساد او تعصب له امله حتا د غزني د شيلګر هغو سلو کليو هم سقوط وکړ چې په تېرو کلونو کې د پاڅون جنګياليو د خپلو وينو او سر په بدل له طالبانو پاک کړي وو.

دا دوه درې شپې وړاندې د ښار په منګور سيمه کې پنځه شپېته موټر سايکلونه او پر هر موټر سايکل او درې سپاره طالبان په ګزمه اخته وو، خو د امنيت امر په مخابره کې عسکرو ته وايي چې طالبان نږدې دي، فکر تان باشه.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply