غوږ يې ګټه، سر يې پکشې بایلوه!/ ډاکتر ګل مرجان منګل

0 749

کله چې تیرې  ټاکني جنجالي شوی، عبدالله عبدالله دواړه پښې پر یو پایڅه غوښتل د ننه کړي، ځان یې په خړو ولړه، یوه کومه یې نه منله ، ورسره عطا ممد په شمول د یو تعداد نورو لنډغرو په غورو پشو پیل وکړ، زموږ ښه په یاد دي همهغه وخت هم عطا ممد لکه اوس یې چی وايې د سرو, شنو او نارنجی حرکتونو خبرې کولی، د وینو او مرګونو ګواښونه يې کول، اشرف غنی بیچاره چې  په ټول عمر کې يې   یوه مرمۍ هم تر غوږونو نه وه تیره شوی، جګړه يې نه وه لیدلی، خو په تلویزیونو کې یې د جګړو بدختۍ لیدلی وي، د یو اکاډومیک ماحول څخه راغلي د داسي کسانو سره يې سر شوی وو چې لس پنځلس کاله يې ټوپک په اوږه ګرځولي وو ټول د غرونو څخه راغلی وو،  خواره ډیرې يې کونډې او یاتیمان کړي وو،  ځکه خو د عطا او نورو لنډغر تر ژور تاثیر لاندې راغلی وو، د هغه ډول  ذهن په لرلو سره چې د جګړې څخه  يې درلود  او بل خوا یې د عبدالله، عطا او نورو لنډغرو د میلیونې حرکتونو خبرې اوریدلې یو څو ورځې خو بلکل خاموش او چپ وو، دغه چپتیا داسې وه لکه د لوی طوفان وړاندې خاموشي، بلاخره یو څو ورځې وروسته  لومړۍ ځل د تلویزیون پر پرده راښکاره شو، زموږ ښه په یاد دي کله چې یې خبرې پیل کړې د  خبرو په منځ کې یې یوه ډیره غړتښي یا په بل عبارت ډارنه او بې زړه  خبره وکړه، داسې خبره یې وکړه لکه هیڅ چې په افغانستان کې هډو نه وي، بلکی په غرب کې د کوم پوهنتون محصيلينو ته لکچر ورکوي ویې ویل 《زه د یو افغان یو څاڅکی وینه پر ټول افغانستان نه ورکوم》 {اوس  چې د ورځې په لسهاوو کله کله حتا په سلهاوو مړه کیږی هیڅ خبره هم نه ده}.
کله چې موږ د اشرف غني همدغه جمله واوریده او شین چراغ يې لنډغرو لکه عطا ممد نور دوی  ته ورکړ، په همهغه لحظه موږ د ځانه سره وویل چې  (اشرف غني  بای د کړه) رښتیا هم هغه ډول وشول ځکه کله چې عبدالله او ډلې یې د اشرف غنی لخوا شین چراغ ولید غوښتنې یې له ورځې بلې ته پسې ډیریدلی، چې ورځ به تیریدله یوه نوی بله غوښتنه به يې زیاته کړی وه چې ورپسې نتجه د یو تفاهم لیک او بلاخره د دوه سرې حکومت یا په بله وینا  د سهامی شرکت په جوړولو چې هر  ونډه وال به پنځوس پنځوس پکشې  سهم لري هوکړې ته سره ورسیدل، خدای حاضر دی چې دوه سری حکومت لکه څنګه چې اوس روان دی همدغه قسم یې په همهغه لومړۍ ورځ موږ فکر کړی وو، لکه چې دی.
راځم اصلې موضع ته هغه دا چې اشرف غنی اوس بیا د همهغه ډول یو حالت سره چې يوازې عطا یې پر وړاندې ولاړ دی مخامخ شوی دي، عطا  ممد ته د اشرف غني د ضعف نقته  یا ټکی  همهغه د ټاکنو له وخته   مالومه ده، چې هغه  شان غورې پشې دي، لکه د سرو شنو حرکونه په کار اچول ، د دفترونو بندول، په ټول هیواد کې د  لاريونونو راباسل، اوس خو یو څو نوی شیان هم پکښې زیات شوی چې هغه د غاښونو باسل همدارنګه خپله استعفا د اشرف غنی او عبدالله د استعفا سره مشروطه کول او بلاخره د غني او عبدالله  سرنویشت د لیبیا د مشر محمد قضفې په سرنویشت اخته کول یعنې د عبدالله  او غني وژل دي، دا په هغه صورت کې  که دوی دواړه يې غوښتنو ته غاړه کینږدي، ځکه خو عطا ممد کله  هټۍ وال، کله سګبازان، شپانه راغونډ کړی وی او کله ناکله خو د خوست، مشرقی او کندهار څخه هم دوه دری کسان چې یو څو ډالر تر لاسه کړی ورسره ناست وي همدارنګه  په ورځ کې دوه لا درئ واره دهمدغه  راغليو کسانو ته  بیانیې ورکوی همدغه هوايې جازونه دي چې یو پورته کوي بل کشینوي داسی ژبه کاروی لکه په هندي فلمونو کې يې چې کوڅه ډبي او بدماشان کاروی، خو مقابله خوا یعنې اشرف غنی او عبدالله چې ښه زور هم ورسره دی ځکه د دولت په ځانګړی توګه د اجرايه قوې په سر کې ځای لري هیڅ لفظې  عکسلعمل يې   هم پر وړاندې نه ښکاره  کوی  زور یا قوه خو پر خپل  ځای پریږده، يوازې کله ناکله ورته دوړې جینګې کړی.
وايې چې په ونه باندې نه شې پورته کیدلای نو سیورې ته یې ارام کشینه.
ایا اشرف غني به دا پریکړه په یوازې ډول کړی وي چې د عطا ممد استعفا  يې لاسلیک کړه؟
ایا اشرف غنی به B پلان د ځان سره درلود په هغه صورت کې چې که عطا ممد مقاومت کوی دنده نه پریږدې، څه يې باید پر وړاندې وشي؟
نه، اشرف غنی دا کار په یوازې توګه نه دی کړی نوموړی ته  دا مشاویره حتماً  د هغه ټیم چې پر شاوخوا يې راتاو دي ورکړي ده او ورپسې يې همدغه خبره د امریکایانو سره هم شریکه کړی هغوی هم ورسره ښه کړی ده، دا چې اوس امریکا  د سوليز قدرت لیږد خبره کوي هم د ځانه سره پوښتنې پیدا کوی، دغه  موضع ته بیا راګرځم.
که یو وار بیرته تیرو ټاکنو ته لاړ شو نو هم هغه وخت همدغه کسانو چې اوس ورسره له نږدې کار کوی همدغه د دوه سری حکومت  دراګرځم جوړلو مشاوره ورکړل شوی وه، همدغه کسانو وو چې د اشرف غنی خواوشا يې د ټاکنو په وخت کې د ځان لپاره خالي کړه، ځکه ټول هغه کسان چې  اشرف غني ته یې کمپاین کړی  وو او پاک خلک وو د  همدغه ټیم  د چل او پریب  له مخې له سنې وباسل شول ځان ته یې لاره پاکه کړه،   د اشرف غنی همدغه ټیم وو او په خوا کې بهرنیان یعنې امریکا وه  چې اشرف غنی يې  د دوه سری حکومت جوړولو ته مجبور کړ چې اوس اشرف غنی له  سر څخه تر پښو پورې پکشې بند دی نه یې سر ځينې خلاصیږی او نه هم پښې.
که د تیرو ټاکنو او د عطا ممد  د استعفا دواړو جنجالونو نتجه راوباسو نو ویلای شو چې دا د اشرف غنی شاوخوا کسان دی چې هر وخت دوی غوښتي، غوږ وګټې دواړه واره يې سر پکشې  بایلودلی دي یعنې د ټاکنو نتجه یو ناکام دوه سری حکومت او د عطا ممد د استعفا په مسله کې ولایت خو لاړ په سر د هغه يې دولس مادې نورې هم ورباندې ومنلې یا غواړی چې ورباندې يې ومنی، دې ته وايې مشاورې!، دې ته وایې ماملې ! همدارنګه دې ته وایې سیاست.
وړاندیز:
اشرف غنې ته  پکاره ده چې د عطا  پر مسله باندې یو وارې ځان سره ژور فکر وکړی، پیدا کړی چې  تیروتنه یا خالیګه په کوم ځای کې وه چې غشی یې پر نښه ونه لږید ختا شو، نه تنها چې نښه یې ختا کړه بلکې نور تاوان یې هم ورباندې وشو.
_ ایا دا تیروتنه د هغه خپله وه او کنه مشاورينو  جمع  امریکایانو دغه کار ته وهڅوه؟
_ ولې یې د همدغې مسلې لپاره پر B  پلان باندې فکر نه وو کړي؟ چې اوس لس وارې حکومت ورسره خبرو ته کښیناست او امریکا سوليز حل غواړی.
د امریکا سفارت ورستیو څرګندونو ته په کتو او د ټاکنو په وخت کې د امریکا مداخله په ټاکنو کې موږ دغه نتجې ته رسوی چې امریکا د افغان حکومت پر وړاندې صادقه نه ده، ځکه همدغه امریکا وه چې د پردې تر شا يې پر عبدالله لاس تیروه ورته يې ویل چې پښې ټينګي کړه مه يې منه، اوس هم همهغه خبره ده اشرف غنی ته د عطا د لرې کولو سر خوځوی مستقیم یا د پردې تر شاه پر عطا ممد باندې لاس تیروی، که داسې نه وی نو د امریکا سفیر یا د ټرامپ مرستيال ولې دا خبره وکړی چې په سوليز ډول،  د عطا سره د قدرت د انتقال مسله تر سره شي.
ایا دغه عطا د قانون څخه پورته دی؟ ایا دا عطا دومره قوه لری چې د حکومت رښتیا زور ورباندې نه رسیږي؟
او کنه خبره بله ده هغه دا چې افغانستان بیا د روس او امريکا د مستقیمې جګړې د ډګر خواته روان دی او  د عطا تر شا  مسقیم د روسانو لاس دی غواړی د حکومت بلاخره د امریکا پر وړاندې ترینه ګټه پورته کړي!؟
ښاغلي اشرف غنی او عبدالله چې د حکومت مشران ځانونه بولی باید د ولس انديښنې له پامه ونه غورځوي، ځکه ولس په رښتیا چې د ډیر تشويش سره مخامخ دی، که حکومت وی او قدرت لري  پکار ده چې لومړۍ د عطا مسله یوې خواته کړی عطا د حکومت یو مامور دی ورسره مامله ونه کړی قانونې چلند ورسره وکړی، دا ځکه چې د عطا ممد یا په ټوله کې د جمعیت  سره هر ډول مامله د افغانستان د پاتې ولس سره خیانت دی، دا هیواد یوازی د عطا او جمعیت نه دی او که جمعیت یا عطا دا داعوا لری چې ولس ورسره ولاړ دی نو یو کال د نور هم صبر وکړی ولس ته د صندوق کيږدي مالومه به شی چې ولس ورسره دی او کنه.
ورپسې د اشرف غنی او عبدالله لپاره پکاره ده چې خپل منځي اختلافونه او شخړې یوې خواته کړی یو لاس شی  د امریکایانو سره سپينې خبرې وکړي ورته ووايې چې دغه ډول حالت کوم چې اوس افغانان ورسره مخامخ دی هیڅ افغان ته د منلو وړ نه دی، همدارنګه  له امریکا وغواړي چې  افغانان د متقابل احترام پر بنیاد غواړی د امریکا سره اړيکې ولری نه د غلام او بادار په صفت.
تر ټولو مهمه، د اشرف غنی او عبدالله لپاره لازمه ده چې افغانستان بیا د روس او امریکا د زور ازمويني ډګر ونه ګرځوي او د افغانستان څخه دوهمه سوریه جوړه نه کړی.
که د اشرف غنی او عبدالله په وس او قدرت کې دا یو هم نه وی بیا نو ورته لازمه ده چې لویه جرګه چې د ټول هیواد استازې پکشې کې وې راوغواړی دا ټولې شته ستونځې د دوی پر وړاندې کيږدي تر څو ټولو ستونځو ته حل لارې ولټول شی ځکه دا هیواد او پدې هیواد کې کم زیات دیرش میلیونه انسانان د غني او عبدالله شخصي ملکیت نه دی چې هر څه دوی دوه کسان وغواړي هغه ورباندې وکړي.
مننه
ډاکتر ګل مرجان منګل
23/1/2018

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply