د افراطیت مخنیوی. محمد بشیر یوسفزوی

0 615

 

 

افغاني ټولنه تل د بېلابېلو افرادو او اشخاصو د افراط او تفریط له امله زیاته متضرره شوېده، کله چې چپیان یا کیڼ اړخي په افغانستان کې د کودتاه له لارې واک ته ورسېدل، نو په خلکو یې چپه مېچنې وګرځولې. د هېواد د ابادۍ، پرمختګ او سوکالۍ پرځای زیات تمرکز په پردۍ ایډیالوژۍ، بهرني موډ او فېشن راټول وو.

هغه مهال به چې پخواني شوروي ته په بېلابېلو برخو کې د مسلکي او لوړو زده کړو په موخه افغان ځوانان واستول شول، نو اکثر یې د اړوند مسلک او زده کړو، پوهې او تجربو پرځای له یوې پردۍ ایډیالوژۍ، فرهنګ، موډ او فېشن سره هېواد ته راستانه شول، نو له همدې امله هېواد ورځ تر بلې بحران ته لاړ او لا هم په بحران کې دی.

همدارنګه کله چې مجاهدین او له هغوی وروسته طالبان د هغوی ځایناستي شول، نو دوی هم تفریط ته مخه کړه، خلکو ته د ارام او هوسا ژوند برابرولو په موخه په عادي، سلیقوي او داسې مسایلو سره اخته شول چې له امله یې نه یوازې دوی، بلکې هېواد او ټولنې ته زیات زیان واوښت.

د افراط او تفریط دغې سابقې ته په کتو سړی دې ته فکر یوسي چې موږ د افراط او تفریط تر منځ د منځني حالت اختیارولو بخت نه لرو او که دا هنر مو نه زده چې څنګه یو منځنی حالت غوره کړو. داسې حالت چې هېواد او ټولنې ته د زیان اړولو پرځای نورو ته خیر او ګټه ورسوو.

افراطیت زموږ په ذهن او زړه کې ځای نیولی دی، زموږ اکثره کړنې او اړیکې په افراط ولاړې وي. حتی له خپلو اولادونو او د کورنۍ له غړو سره هم افراطي، توند او زشت چلند کوو. همداسې که زموږ وړکتونونو، ښوونځیو، پوهنتونونو، رسمي او علمي مراکزو ته سر ور اېسته کړئ، نو د افراطیت ډېرې داسې ژوندۍ بېلګې به وګورئ چې غوني به مو زیږه شي.

تر هغو چې زموږ په زړه او ذهنونو کې د افراطیت نوغی ونباسو، نو تر هغو به همداسې د افراطیت له پلوه زیان ګالو. دا نو په حکومت او کورنیو پورې اړه لري چې د افراطیت د ریښو د ختمولو لپاره ګټورې طرحې او لارې چارې تشخیص کړي، تر څو له هغو څخه په ګټه اخیستنې زموږ ټولنه د افراط له زیان څخه وژغورل شي.

په دې کې شک نشته چې د افراطیت له منځه وړل اسانه او لنډمهاله چاره نه ده، دا هم زغم او هم اوږدمهاله مبارزې ته اړتیا لري، خو په دې شرط چې کورنۍ یې پرځان الزامي کړي. مګر ټول باید پر دې باوري واوسي چې د افراطیت ضد مبارزه ناشونې نه ده.

د افراطیت ضد مبارزې د موثریت لپاره پراخ عامه پوهاوي ته اړتیا ده، خو داسې پوهاوی نه چې د پروژې په بڼه پلان او ډیزاین شي، د دې لپاره پروسې ته اړتیا ده، دوامداره پروسه، تر څو د هغې له برکته افغانستان د افراطیت له خطر او زیان څخه د تل لپاره خوندي شي.

بله مهمه خبره د افراطیت ضد مبارزې په برخه کې داده چې د ټولنې د بېلابېلو اقشارو رول او ارزښت باید درک شي او د منظم سیستم له لارې باید د هغوی له رول څخه ګټه واخیستل شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply