د راستنېدونکو میلیونونو افغان کډوالو په اړه اندېښنې او هیلې. ودان روښان

0 873

افغان کډوالو ته د پاکستاني چارواکو ورکړل شوي ضرب العجل پوره کېدو ته بیخي لږ وخت پاتې دي. شاوخوا یوه میاشت وړاندې د پاکستان کابینې برېکړه کړې وه چې افغان کډوال باید د روانې جنوري میاشتې په پای کې له هغه هېوادو وتلو ته چمتووالی ونیسي چې دغه وخت نور په پوره کېدو دی خو افغان چارواکي وایي هڅه کوي چې دا موده یوه میاشت نوره هم وغځېږي چې دا هم زیات وخت نه دی.
دا اوس لکه لمر روښانه شوې چې پاکستان د امریکې د فشارونو غچ له بې ګنا افغان کډوالو اخلي هغه چې وایي: «په تامې زور نه رسي مړ به دې ابا کړم» ټول پردې پوهیږي چې د پاکستاني چارواکو دا ډول پرېکړه د انساني، اسلامي، بشري او نورو ټولو ارزښتونو خلاف ده او موخه یې یوازې او یوازې د افغانانو او افغان حکومت خلاف رواني جګړه ده او بس چې په دې توګه غواړي افغانان او افغان دولت له بشري ناورین سره مخ کړي خلک او دولت له ذهني ګډوډي سره مخ او دغلته اقتصادي، سیاسي، ټولنیز او رواني توله له منځه یوسي. که نه وي په کوم دین او کتاب کې راغلي چې میلیونونه کډوالو ته سره کرښه راکش کړه چې په یوه میاشت کې خپلې کډې بار کړﺉ په داسې حال کې چې دغه کسان څولسیزې هلته اوسېدلي، کار وبار لري، ماملې لري، پېر او پلور یې کړی، هټې او سوداګري لري، ښایي ځینو کرکېله کړې وي کښت یې وي … او نور خو په دې سره ژمي ډانګ پسې راواخله چې نور ووزه په داسې حال کې چې په هیواد کې یې هم ناامني، جنګ جګړې، وزګارتیا، اقتصادي ستونزې او نورې او نورې شته، په دغه لنډ وخت کې به دومره زیات شمېر کسان څه ډول او چېرته ځای پرځای کېږي؟ او دې ورته نورې ډېر پوښتنې!
له تردید پرته په یو ځلي په دومره لویه شمېره کې د کډوالو جذب اقتصادي، ټولنیزې، بشري، روغتیایي او نورې ستونزې رامنځته کولی شي، افغانستان خو لاڅه چې ښایي له هره اړخه ځواکمن هیوادونه هم په دومره لنډ وخت کې دا چاره په سمه توګه سمبال نه شي کړی.
دغه حالت په رښتیا سره اندېښمنونکی دی خو که سم مدیریت شي ښایي ګټې هم ولري چې که ځای یې راغی وروسته به پرې خبرې وکړو.
په هر حال اوس چې دغه حالت راغلی او هغه چې وایي«آمد بر سرم ازانچه که میترسیدم» به اړه یې څه کول په کار دي؟
زما په اند خو لومړی افغان دولت باید سره له اوسه په لوړه کچه د کډوالو راستنولو او ځای پرځای کولو له پاره لنډ مهاله کمیسیون یا کمېټه جوړه کړي چې په هغه کې د اړوند ملي او نړیوالو بنسټونو لوړ پوړي چارواکي ګډون ولري نه ټیټ پوړي ماموران د استازو په توګه، دا ډېره اړینه ده او که دغه کار نه وي شوې له ځنډپرته باید وشي. د دا ډول کمېټې یا کمېسیون جوړول ځکه اړین دي چې له تردید پرته د کډوالو او راستنېدونکو چاروزارت نه دومره ظرفیت، نه هم دومره شونیاوې او نه دومره بشري ځواک لري چې په دومره لویه شمېره کې کډوال په سمه توګه ځای پرځای او اړین خدمتونه ورته وړاندې کړي. دا کمیټه باید له ځنډ پرته داسې یوه اټکلیزه ارزونه وکړي چې څومره کډوال او کومو احتمالي ولایتونو ته راستنېږي؟
په دویم ګام کې ټول هغه ملي او نړیوال بنسټونه چې ان لږ مرسته هم کولی شي په نښه شي او سر له اوسه دې له کډوالو سره د مرستې ځانګړي بانکي حسابونه د هېواد دننه او د نړۍ ګوټ ګوټ کې پرانیستل شي او په دې برخه کې دې د پراخ تبلیغ او مرستې جلب کړای شي. له راستنو شویو کډوالو سره د مرستو جلب له پاره دې په کور دننه، سیمه ییزه او نړیواله کچه پراخې هلې ځلې وشي د خیر ښیګېنې هر بنسټ او هر خیر غوښتونکو کس دروازه باید وټکول شي په تېره اسلامي هېوادونو کې.
د کډوالو ځای پرځای کولو لنډ مهاله پنډغالو ته باید ځای بیل او په هغو کې دې د امنیت، روغتیا او نورو اړینو خدمتونو وړاندې کولو تدبیرونه ونیول شي.
په دې کې شک نه شته چې د دومره لوی شمېر کډوالو ځای پرځای کولو له پاره زیات شمېر کارکونکو ته اړتیا ده، چې په لومړي ګام کې دغه کار ته خپله د کډوالو له منځه دغه کسان وګومارل شي البته زده کړو او ډاډمن ضمانت ته په کتو باید کسان وګومارل شي دا ځکه چې هم د کډوالو په ستونزو او حالت ښه پوهېږي او هم به که لږ او لنډ مهاله هم وي له راستنو شویو ځینو کسانو سره مرسته وشي او که په کډوالو کې دومره کسان نه پیداکېږي نو بیا دې دا تشه د هغې سیمې په اوسېدونکو ډکه شي چې کډوال ورته راستانه شوي دا ځکه چې د سیمې خلک به د نورو ځایونو په پرتله ګټور دي.
یاده کمیټه دې تر هغو چې راستانه شوي کډوال د ځانونو له پاره سرپنا پیدا یا جوړوي اړ دي چې یوه موده په پنډغالو کې واوسېږي نو ځکه خو باید د راستنو شویو کډوالو په پنډغالو کې له ځای پرځای کېدو سره هم مهاله د هغوی سروې بشپړه او له اړتیا سره سم دې د امنیت او اړمنو کډوالو د خوړو، څښاک پاکو اوبو، سونګ توکو، روغتیایي او نورو خدمتونو له ځنډ پرته وړاندې کولو ته چمتووالی ولري او یاد خدمتونه دې وړاندې کړي په تېره روغتیایي خدمتونه ډېر اړین دي په ځانګړې توګه د ماشومانو له پاره چې د اقیلم، چاپیریال او هوا بدلون پروړاندې ترډېره زیانمنونکي دي، ډېر ځله لیدل شوي چې کډوال په ډاګ پراته او چیغې وهي خو د مرستې درک هم نه وي او که خدمتونه پر وخت وړاندې شي په دې سره پر دولت د کډوالو باور زیاتېږي او په هره برخه کې د دولت ملاتړ ته چمتو کېږي او دا لږ خلک نه دي نو ځکه خو یې ملاتړ خورا زیات ارزښت او غیز لري.
یاد کمېسیون یا کمېټه د نورو خدمتونو ترڅنګ باید د عامه پوهاوي څانګه هم ولري او د راستنو شویو کورنیو ذهنونو روښانولو له پاره پراخ پروګرامونه ولري دا ځکه چې دغه وطنوال له یو بل ډول چاپیریاله راځي هلته بل ډول ذهنیت او روحیه ورکړل شوې نو اړینه ده چې هغه بدل کړای شي، راستانه شوي کډوال باید د اوسني نظام او دولت کړنو او کړنلارو په اړه وپوهول شي.
سره له دې چې په لنډ او تنګ وخت کې ددومره زیات شمېر کډوالو راستنېدل او د هغوی ځای پرځای کول به ستونزې ولري خو زیاتې ګټې هم لري، لنډه مهاله ګټه یې داده چې د ددولت وسله والو مخالفینو د لیکو اکمال مهمه سرچینه به وچه شي او هم به د بدنیته ګاونډیانو له لاسه د رواني جګړې اوزار واخیستل شي او هغوی به نور افغان کډوال د ناسور تپ په توګه نه کاروي چې هره شیبه یې غوښتي وي دغه ټپ تازه کړي. په اوږدمهاله کې چې دغه ستر بشري ځواک ترکومه بریده د هیواد په ودانولو، سیاسيي، اقتصادي او ټولنیزو چارو کې اغیزمن اوګټور تمامېږي؟ دا بیا بله مسله ده!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply