ټلواله چاړه په اوبو کې ويني ځکه نو تر ټاکنو وړاندې پر وسله لاس وهي

0 1,341

افغانستان چې نه د سوېلي اسیا او نه د مرکزي اسیا شو، داسې ډېموکراسي تجربه کوي چې یو شمېر سیاستوال یې پر ټاکنو د خلکو د باوري کېدو پر ځای، د هغوی ذهنونه د دغه ډېموکراټیک بهیر په اړه له ذهرو ډکوي.

په جګړه‌ییزه مفکوره دغه را لوی شوي پروني قوماندانان چې نن یې د الیسې، کرملین او سپینې ماڼۍ تر سیاستوالو ګران بیه نيکټایانې تړلې، ځانونه په نړۍ کې تر ټولو مظلومان او برحقه ښيي.

له بده مرغه دغه ډله واکمن او ځواکمن هڅې کوي چې د افغانستان د لوی او خاموش اکثریت زړه له هغې رایې ور تور کړي چې دغه سیاست وهلي په‌کې خپل زوال ویني.

همدغو سیاستوالو د یوه منظم پلان پر اساس په رسنیو کې تر عمل وړاندې قضاوت ته ملا تړلې. دوی خپلې مخې ته په درول شوې ایينې کې خپل راتلونکی نه ویني او له کبله یې هره ورځ په رسنیو کې بغارې پیل کړې چې که داسې او داسې و نه شي، نو راتلونکې ټاکنې نه مني.

له څه مودې راهیسې د دوی دغه پلان ته په رسنیو او ناستو کې هوا ورکول کېږي او د خلکو په ذهنونو کې سر له اوسه د ټاکنو په تړاو داسې منفي تصویر وړاندې کوي چې ګنې ملت د دوی په باور دوکه کېږي، په حقیقت کې دوی پر ټاکنو د خلکو باور خرابوي او د ډېموکراسي د عملي کېدو مخه ډب کوي.
پخواني جنګسالاران چې لاهم د ټوپک ژبه واکمنه ګڼي، غواړي چې ټاکنې د دوی له فرمایش سره سمې تر سره شي او که داسې و نه‌شي، نو ګنې دوی ته د منلو نه دي.

دوی چې په خپله هر څه ته شوم پلانونه لري، هره ورځ د ټاکنو د مهندسي کېدو نارې وهي او د ډېرو ناخبره افغانانو ذهنونو ته له اوسه زهرجن او کرکجن تبلیغات ورپېچکاري کوي.

همدا د سیاست شمال وهلي چې په ملت باور نه لري او خپل تیاره راتلونکی ورته روښانه دی، وېره لري چې که د ټاکنو په تړاو له اوسه ناسمه ډنډوره و نه غږوي، نو راتلونکی یې بایللی دی.

د دوی موخه یوه او روښانه ده چې که یې له پلان سره سم ټاکنو کې د ځان په ګټه سیسټم او لار جوړه نه‌شوه، نو ټاکنې له درغلیو ورته ډکې ښکاري.

دوی د دې پر ځای چې پر دغه برخلیک ټاکونکي بهیر د خلکو د باور له‌پاره کار وکړي، برعکس د خلکو شته باور له منځه وړي او موخه یې د دغه بهیر او افغانستان د پرمختګ مخنیوی او د ملت یرغمل کول دي.

دوی په خپله تر اوسه د ټاکنو د روڼتیا په تړاو هیڅ ډول عملي پلان نه دی مخکې کړی او ټولې نارې یې په افوهاتو او د خلکو د ذهنونو په خرابولو را څرخېږي.

د نړۍ په دغه برخه کې د ټاکنو د تر سره کېدو پر ځای د پرونۍ جګړې سرلاري په نويو جامو کې ځپل شویو ولسونو ته د رایې مرکزونه او بکسونه د هغو باروتو په څېر معرفي کوي چې د دوی خونې یې وسوځولې.

دوی له ټاکنو دومره وېره لري چې د سیسټم جوړونې او اصلاح پر ځای یې پر نه تر سره کېدو ټینګار کوي.

په تېرو ۱۵ کلونو کې د ټاکنو له برکته د پرونیو جګړو سرلاري چې نن یې لوکسې درېشۍ کړې دي، تر ډېره پیکه شوي او روان وضیعت د داسې په هره خبره پوه او اګاه نسل په ګټه او د ځان په زیان ګڼي چې د دوی بابولالې په‌کې نه چلېږي.

افغانستان کې د ټاکنو بهیر له ټولو ناخوالو سره سره هغه کاغذي پړانګان څنډې ته کړل او لا یې منزوي کوي چې ۴۰ کاله یې د دې ځورېدلي ملت پر ستوني پښه ور ایښې او خپل راج پرې چلوي.

څلوېښت کلنو ناخوالو داسې خپل‌سرو ته د ځواکمنېدو او واکمنېدو زمینه برابره کړه چې ټاکنې یې کفر ګڼلې او ځان یې د خدای پاک پر ځمکه د هر څه وارث ګاڼه.

دوی د خدای پر ځمکه خپلې تورې او سپینې ټاپې درلودې او تر اوسه هم له بده مرغه په ځینو سیمو کې چلېږي.

دوی په تېرو ۵۱ کلونو کې په بېلابېلو برخو کې ماتې خوړلې او ملت د ټاکنو په برکت له سیاسي چاپېریال څخه د دغو څېرو د لېرې کولو هوډ ښوولی.

د ۲۰۰۴ د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ګڼو جهادي کاندیدانو له ډلې ولس حامد کرزی غوره کړ چې ډېرو لوېدیز پلوی باله او د ډېموکراسي د پلي کولو او د جنګسالارانو د ګوښه کولو تمه یې درلوده.

سره له دې چې ښاغلي کرزي دغه ډول څه و نه کړل، خو بیا هم خلکو ورته په ۲۰۰۹ کال کې دويم ځل رایې ورکړې او پخوانیو جنګ سالارانو ته یې بیا نه ووایه.

د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې فضا ډېره بدله شوې او یو نوی په هر څه پوه ځوان نسل د سیاست میدان ته را وتلی وو او د پخوانیو جنګي ملېشو له ملاتړه برخمنو ځواکمنو مشرانو ته یې خپلې غوښتنې په ډاګه کړې.

په افغانستان کې د نوي سیاست انډول په خورا چټکۍ سره بدلېدونکی دی او د هر کال په تېرېدو سره یو هېښ او په هر څه پوه ځوان نسل د واک او ځواک تر لاسه کولو په درشل کې دی چې ډېر کاغذي پړانګان او زمریان به دتل له‌پاره سیاسي کندې ته ټېل وهي چې نه له ناروا لارو د شتمنیو د ډېرولو امکانات ولري او نه هم پر مظلوم ولس د واک چلولو جوګه وي.

په دې ډله کې د شمالي ټلوالې ښکرور تر نورو ځکه ډېر وارخطا دي چې د افغانستان د قدرت په مرکز کابل کې نوي تحصیل کړي نسل ته د سیاسي ډګر د بایللو تصویر په‌کې له یوې خوا ویني او پخواني جنګي او سیاسي سیالان یې بیا د پلازمینې سوله ییز سیاست ته را میدان ته شوي چې په سر کې یې ګلبدین حکمتیار دی چې فکر کېږي د راتلونکيو ټاکنو موازنه بدلولای شي.
په عربي کې یوه مقوله ده چې کل جدیدا لذیذ (هر نوی شی خوندور وي) نو د حزب اسلامي د مشر په تړاو دغه خبره د راتلونکيو ټاکنو پر مهال صدق کوي او پخواني سیالان یې چې ښه په غوښو پټ دي، فکر کوي چې دا ځل یې بڼکې په وتو دي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply