پر کانټيننټل له دننه شوی برید؛ چې نه یې طالبانو د کولو….

0 838

پر کانټيننټل له دننه شوی برید؛
چې نه یې طالبانو د کولو او نه یې حکومت د مهارولو وس درلود

سرخط ته په لاس ورغلي مالومات ښيي چې د کابل پر انټرکانټيننټل هوټل په بريد کې ځانمرګيو لومړی د شپې پر نهه بجې ډزې پيل کړې، خو وروسته پر هوټل برق قطع شوی او ځانمرګي هم د هوټل په خونو کې تر سهاره پټ وو، وژل شوي کسان ټول د سهار په رڼا کې ويشتل شوي دي.

د بريد پر ورځ د هوټل دواړه سکنر ماشينونه له فعاليته غورځول شوي وو او چې څوک به هم ورڅخه تېرېدل، د ساتونکيو له خوا ورته ويل کېدل چې دا ماشينونه خراب دي.

په بريدونو کې د هوټل هيڅ ساتونکی او مسوولان نه دي په نښه شوي، يوازې مېلمانه ويشتل شوي دي.

وړمه شپه نهه بجې يوې ډلې ځانمرګيو د کابل په څلورمه امنيتي حوزه کې پر انټرکانټيننټل هوټل بريدونه پيل کړل چې د پرون ورځې تر ماسپښينه روان وو.

بريد څنګه کېږي؟
سرخط ته په لاس ورغلي مالومات ښيي چې له بريدګرو سره د هوټل له دننه مرسته شوې، چاودېدونکي مواد او وسلې وار له مخه په هوټل کې ورته ځای پر ځای شوې، دوه تنه بريدګر څو ورځې وړاندې لا په هوټل کې ځای پر ځای شوي او پاتې درې تنه يې د بريد په شپه هوټل ته تللي دي.

د تر لاسه شويو مالوماتو په اساس، لومړی د شپې پر نهه بجې ځانمرګيو ناتار ډزې پيل کړې، سيمې ته د سرتېريو له رسېدو سره د دواړو خواوو تر منځ جګړې شدت اخيستی، خو دغه مهال پر هوټل برېښنا قطع کېږي او په تياره کې ځانمرګي هم ډزې بندوي.

تر سهاره پورې کانټيننټل په تيارو کې ډوب دی او ځانمرګي هم نه‌شي کولای چې څوک پيدا کړي، نه هم پر چا ډز کوي، خو سهار چې لمر راخېژي او رڼا خپرېږي، ځانمرګي وسلو ته مرمۍ ورتېروي او پر مېلمنو ډزې پيلوي.

ټول کسان د ورځې په رڼا کې ويشتل شوي دي، خو سوال دا دی چې ولې د شپې په تياره کې سرتېري هوټل ته داخل نه‌شول او ځانمرګي يې و نه ويشتل؟

ملي امنيت وار له مخه خبر و چې په دغه سيمه کې بريد کېږي، خو دا ورته مالومه نه وه چې بريد به پر کانټيننټل کېږي، که پر کوم پوهنتون يا بل ځای، خو له خبرداري سره سره بيا هم د هوټل امنيتي تدابير نه سخت شوي او نه هم امنيتي ارګانونو په دې پسې سر ګرځولی چې د دې هوټل ساتنه د چا لاس ته لوېدلې؟
د امريکا سفارت هم تر بريد لس ورځې وړاندې خبرداری ورکړی و چې امکان شته ترهګر په دغه سيمه کې بريد وکړي.

د مرګ‌ژوبلې ضد و نقيضې شمېرې
که څه هم د دې برید د مرګ‌ژوبلې په اړه بېلابېل ارقام خپرېږي، خو سرخط ته کره امنیتي سرچینو ویلي، پر انټرکانټينيټل هوټل برید کې ۱۸ تنه شهيدان او وژل شوي چې ۱۴ تنه یې بهرنیان دي.

یوې امنیتي سرچینې سرخط ته د نوم نه ښوولو په شرط وویل، په وژل شویو کې ۱۴ بهرنیان دي چې ۱۲ يې د کام‌اییر هوايي شرکت کارکوونکي دي.
د کام‌ايير په وژل شويو کارکوونکيو کې ښځې هم شاملې دي.

يوه امنيتي سرچينه وايي، پنځه بریدګر له مخامخ دروازو هوټل ته ننوتلي، له ننوتلو سره سم یې ډزې پیل کړې او څو تنه ملکیان یې شهيدان کړي، مګر وروسته برېښنا پرې شوې او وسله‌والو تر سهاره جګړه و نه کړه، خو د روښنايي له لګېدو سره سم یې د هوټل هرې خونې ته سر ور ښکاره کړی او تر ډېره یې بهرني وګړي هدف ګرځولي.

سرچینه وايي، وروسته افغان کمانډو ځواکونه هوټل ته دننه شوي، خو د ملکي خلکو د ساتنې په خاطر یې عملیات نه دي کړي. سرچینه وايي، امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې د وسله‌والو مخه ونیسي او د تلفاتو شمېر را کنټرول کړي.

د پنځو بريدګرو له ډلې څلور تنه پېژندل شوي، خو يو يې لا هم نه دی پېژندل شوی چې څوک و او د کوم ځای اوسېدونکی و.

د کام‌اییر شرکت چې د برید پر مهال یې ۴۲ تنه کارکوونکي په هوټل کې وو، خپلې ټولې کورنۍ الوتنې ځنډولې دي. د دې شرکت يوه مسوول هېواد وردګ سرخط ته وویل، په برید کې د دوی ۹ تنه وژل شوي چې ټول یې بهرنیان او ۴ تنه یې مېرمنې دي.

ښاغلي وردګ زیاته کړه، په پېښه کې د دوی د ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ، خو رواني وضعیت چندان جوړ نه دی.

په دې برید کې نږدې ۱۰ تنه نور ټپیان شوي چې ۵ تنه یې د عامه نظم د پولیسو سرتېري او پاتې ۴ تنه یې ملکي وګړي دي.

په شهیدانو کې یو شمېر مهم افغان چارواکي هم شامل دي، د سولې عالي شورا غړی مفتي احمد فرزان، په پاکستان کې افغان ډپیلوماټ احمد پویان، افغان ډیپلوماټ حارث مومند او د فراه د مخابراتو او مالوماتي ټیکنالوجي ريیس جمال الدين پاچاخېل د شهېدانو په ډله کې دي.

خو د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند بيا په بريد کې د شپږو تنو مرګ او د لسو تنو ټپي کېدل مني.
دی وايي، په وژل شويو کې يو بهرنی او په ټپيانو کې پنځه پوليس او پنځه عام وګړي دي.

د بريد له منلو لېرې مسوولت
که څه هم د دغه بريد پېچلتيا ته په کتو سره هيڅ فکر نه کېږي چې طالبانو دې کړی وي، خو ذبيح الله مجاهد چې ځان د طالب اورپکو وياند بولي د بريد تر پيل دوولس ساعته وروسته د بريد مسووليت ومانه.
اما د کورنيو چارو وزارت بيا د بريد پړه پر حقاني شبکه اچوي.

د ملي یووالي حکومت مشرانو برید غندلی او دا یې د جګړې په کرښو کې د طالبانو د ماتې په مانا بللی دی.
په کابل کې د امریکا سفارت، د غوڅ ملاتړ ماموریت، جرمني، بریټانیا، هند او فرانسې هم دا برید غندلی دی.

 

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply