پر کانټینینټل برید چا وکړ او پایلې یې څه دي؟/ محمود تکل

0 1,313

د کانټینینټل برید عاملین

د کانټینینټل پيښې داخلي عاملین نه افشا کوي؟

په ډې پوښتنو بحث کیږي.

د افغانستان دولت د دې پیښې وروسته څیړنه پیل کړه او له رسنیو سره یې په خبرو کې وویل چې ژر به ددې پیښې عاملین په ګوته کړي.

پوښتنه دا ده چې دولت ولې د دا ډول پیښو مخنوی نه شي کولای؟ که دوی دا خبره کوي چې موږ د دې هوټل د امنیت ساتلو مسوولیت نه درلود نو فکر کوم دا به یوه اشتبا وي.

ځکه کوم دولت پورې چې خلک، خاوره، ګټه او تاوان حسابیږي، اړتیا ده چې د هغې سیمې ساتنه په خپله دولت وکړي. کانټینینټل هوټل د افغانستان له مهمو ځایونو څخه شمیرل کیږي. کله چې دولت په دغسې سختو شرایطو کې د خپلو مهمو ځایونو ساتنه ونه شي کړای؛ دا مانا لري چې دولت مو کمزوری دی. د کورنیو چارو وزارت په داسې مهه مسله کې ځان نا خبره اچوي. په داسې حال کې چې د نوموړي وزارت عمده دنده د کورنیو ستونزو او بې امنۍ له منځه وړل دي. زه دا وایم : که پولیس مو کورنۍ امنیت ونه نیسي او د نه نیولو دلیل یې د موسسې مسوولیت اخیستل وبولي نو ایا پولیس به نور څه کارونه ترسره کوي؟؟

دا د کورنیو چارو وزارت مسوولیت و چې له داسې مسلو ځان خبر او تعقیب یې کړي. اړینه نه ده چې زموږ عسکر دې هلته نه وي، خو د نوموړي وزارت استخبارتي بورډ ته په کار ده چې د ښارونو له داخلي وضعیت ځان اګاه کړي او د مخنوي لپاره یې نورو ارګانونو ته خبر ورکړي.

بل خوا ملي امنیت د هیواد له مهمو ارګانونو څخه دی؛ د ملي امنیت له نامه په ډاګه کیږي چې د هیواد ټول امنیت د دوی مسولیت دی او په کار ده چې د هرې پیښې د تعقیب لپاره له نویو او عمیقو لارو کار واخلي. که ملي امنیت په دې ځای کې ځان ګوښه بولي نو د نورو مسلو په تعقیب کې دې هم ځان ګوښه وبولي. ځکه ملی امنیت نوم خپل ارزښت او مانا له لاسه ورکوي، نو بیا اړینه نه ده چې ناکه ځان ستړی کوي. زه دلته یو کوچنی مثال وړاندې کوم؛ کله چې د کابل په ښار په کوم کلي کې یوه کورنۍ نوې کډه کیږي نو د ملي امنیت مربوطه ریاست ورته د ثبت فورمې استوي. چې د پیښو مخنوی او د ناپیژانده خلکو اوسیدل په ډاکه شي. زه وایم دا د امنیت ډیر ښه کار دی. راځو دې ته چې ولې د  هوټل په مسله کې امنیت درک نه دی کړی، څه ستونزه وه؟ که کړی یې دی نو پایله یې ولې منفي وه؟ ولې خلکو ته د داسې لویو پیښو وضاحت نه ورکول کیږي؟ ځکه چې دولت کې ځینو مهمو خایینینو ته زیان نه دی رسیدلای؟

اوس خبره د څیړنې پایله ده، دولت د خپلو کره څیړنو په پایله کې ادعا کوي دا کار د پاکستان دی او هلته پلان شوی.

ښه دا خو سمه ده چې هلته پلان شوی، کله چې دلته هر کار کیږي هلته پلانیږي؛ دا به درسره ومنو. خو دا خبره مو ولې ګونګه کړه چې دلته په داخل کې د چا لاس دی؟ زه ټولو خلکو ته چلنج ورکوم چې زما کورته دې زما د رضا پرته را دننه شي! دا ممکنه نه ده چې زه ونه غواړم او زما کور ته بل څوک را دننه شي. هوټل هم داسې واز نه و پروت چې دومره وسله پرته له کومې پوښتنې ننه ایستل شي. بیا دا موسسه هم داسې عادي ادرس نه دی. بیا د امریکا دولت د پیښې څخه مخکې احتمالي وړاندوینه هم کوي. په دې ټولو قراینو سره دولت د دې پیښې مخنوي نشي کولای او د پیښې پړه په پاکستان اچوي او بس.

یوه ورځ د پاکستان یو ژورنالیست په افغاني رسنۍ کې میلمه و، زموږ چارواکي هم په همدغه بحث کې ناست ول. زموږ چارواکو په پاکستان پړه اچوله او ویل یې دا ټولې پیښې د پاکستان کار دی. هغه پاکستاني ژورنالیست یې په ځواب کې ویل: ښه سمه ده چې پاکستان په افغانستان کې لاسوهنه کوي نو ته څه کوې؟؟؟ ته یوازې نارې وهې؟ ته یې دفاع وکړه!!

نو دلته هم ویلی شو؛ چې ښه پاکستان داسې ډیرې نورې لاسوهنې دلته کړي او کوي یې نو موږ ته څه په کار دي؟؟ ایا همدومره ویلی شو چې دا کار د پاکستان دی!؟ دا شرم دی!

راځو دې ته چې دولت ولې د کانټینینټل پيښې داخلي عاملین نه افشا کوي؟؟؟

دلته څو پوښتنو سره مخ کیږو؛ لومړی دا چې، ایا په دې پیښه کې د کومو خارجي زورورو لاس دی چې افغان دولت یې د افشا کولو جرات نه لري؟

یا د افغانستان دولت دومره کمزوی دی چې د پيښې کره تحقیق نه شي کولای؟

که د افغانستان دولت ځینې سیاسيي مغریزې کړۍ ښکیلې دي چې دولت یې په څرګندولو له نوي ناورینه یریږي!؟

او که دا پیښه یو خدایي کار و، دې خلکو غفلت نه دی کړي، بس وشو، نصیب و. جالبه ده!

په پایله کې ویلای شو چې د خارجي لاسونو د لاسپوڅو چې عملا په دولت کې دندې لري او په فرصت سره ځینو سیاسي مخالفینو دا کار کړی. چې اوس یې دولت په محاکمه کولو څه چې په افشا کولو هم تر دې دمه ناتوانه پاتې شوی.

محمود تکل

کابل – کارته سه

۱۳۹۶/۱۱/۴

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply