اېمل پياوړې/استخبارات او کشفي ارګانونه دې لږ ویښ شي!

0 739

 

 

په دې کې شک نشته چې په هېواد کې روانې بدمرغې جګړې پېچلې استخباراتي بڼه خپله کړې او د پاکستان د ای ایس ای په ګډون د سیمې استخبارات په دغه جګړه کې مستقیم ښکېل دي. استخباراتي سازمانونه او شبکې ترهګر او وسله وال طالبان د خپلو پټو معلوماتو پرمټ په افغانستان کې پر نرمو موخو بریدونو ته لمسوي او د دې لپاره استخباراتي چلونه او مهارتونه هم ورښیي.

موږ په هېواد کې د روانې بدمرغه تحمیلي جګړې او په ښارونو کې د ترسره کېدونکو ترهګریزو بریدونو پېچلتیا درک کوو، خو ترڅنګ یې هم د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځانګړي ډول د استخباراتي او کشفي ارګانونو په وړتیا او مهارتونو باور لرو، نو ځکه وایوو چې که دوی لږ ځانونه ویښ کړي، نو باور دی چې د دښمن ټولې دسیسې او ناوړه پلانونه به په نطفه کې او یا هم هدف ته له رسېدو دمخه خنثی کړي.

ځینې تروریستي بریدونو ته چې سړی ځیر شي، نو له بده مرغه د کشفي، جنایي او امنیتي ارګانونو د منسوبینو غفلت او بې پروایي په کې له ورایه برېښي، د دوی دغه ډول غفلت تاوان تر ټولو زیات په خپله همدوی ته اوړي، ځکه چې یو خو د خپلو هېوادوالو ترڅنګ د دوی د سنګر ملګرو ته هم په کې مرګ ژوبله اوړي او بله دا چې د دوی پر وړتیا او مهارتونو د ولس او خلکو باور کمېږي.

حتی ځینې مغرضې ډلې او ټپلې په لوی لاس د دوی صداقت او وطندوستي له پوښتنې لاندې راولي او د خلکو په منځ کې داسې تبلیغوي چې امنیتي او کشفي ارګانونه هدف ته په رسېدو کې له دښمن سره مرسته کوي. چې د دښمن دغه ډول تبلیغات زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو باور او حیثیت ته ضرر رسوي.

په دې کې شک نشته چې د هېواد امنیتي، کشفي او استخباراتي ارګانونه شپه او ورځ د امنیت د تامین په برخه کې د قدر وړ کوښښونه کوي او په دې برخه کې سخت تکلیفونه ګالي، خو پکار دی چې د هېواد کشفي ا واستخباراتي ارګانونه لا ویښ شي او خپل فعالیتونه داسې په ځیرکۍ او هوښیارۍ ترسره کړي چې دښمن د هېواد په هیڅ ځای کې ځان خوندي حس نه کړي او په زړه کې یې داسې وېره ور پیدا شي، چې هیڅ ځای او سیمه هم د ځان د پټولو لپاره خوندي ونه ګڼي.

که چېرې زموږ کشفي او استخباراتي منسوبین هدف ته له رسېدو دمخه هم د دښمن پلان خنثی کړي، هم دوی له منځه یوسي او یا یې ونیسي، نو باور دی چې دښمن به هیڅ وخت د اوس هومره په اسانۍ په ښارونو کې نه یوازې د ترهګریزو بریدونو ترسره کولو ته زړه ښه نه کړي، بلکې په کلیو او غرونو کې به هم په ډېره وېره او احتیاط تګ راتګ وکړي او زموږ د ځواکونو وېره به یې په زړه کې وي.

موږ په خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ویاړو، د دوی په صداقت او وطندوستۍ ټینګ باور لرو او د خپل هېواد او ولس د امنیت او ثبات په برخه کې د دوی د هلو ځلو او سرښندنو قدرداني کوو او د دې ټولو باوجود ورته د لا ویښتیاو هوښیارتیا او ځیرکتیا سپارښتنه کوو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply