د کابل فاجعه/اېمل پیاوړی

0 712

 

 

 

د روان کال د سلواغې په ۷ نېټه غرمه مهال کابل د وسله والو طالبانو د جنایت او بوږنونکې فاجعې شاهد وو. ترهګرو ډلو صدارت څلور لارې ته ورڅېرمه د جمهوریت روغتون تر څنګ له چاودېدونکو توکو ډک امبولاس ته د چاودنې په ورکولو سره سلګونه هېوادوالو ته د سر او مال درانده زیانونه واړول.

د افغانستان دښمنان چې د جګړې په ډګر کې یې له اتلو او زړورو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مخامخ جګړې همت او جرئت له لاسه ورکړی، نو په ښارونو کې د جنایتونو او فجایعو رامنځته کولو ته یې مخه کړې ده.

دا سمه ده چې د افغانستان دښمنان په دغه ډول تروریستي بریدونو کې موږ ته د سر او مال زیانونه اړولی شي، خو موږ له خپلو ملي هیلو او ارمانونو څخه نشي شاته کولی، ځکه موږ په هر حال کې د خپل هېواد په راتلونکي او پرمختګ باور لرو او د همدې لپاره شپه او ورځ هلې ځلې کوو،

زموږ هېوادوال چې د جلا وطنۍ او کډوالۍ ترخې خاطرې یې لا په ذهن کې دي، دې نتیجې ته رسېدلي دي چې د دوی ابرو او عزت په خپل وطن کې خوندي دی، ځکه دوی چې په هېواد کې د کوم روحي سکون احساس کوي، نو هغه سکون په پردیو هېوادونو کې نشته او نه هم په دغومره عزت ورته کتل کېږي.

موږ له همدې امله په هر قېمت هم د خپل هېواد دفاع کوو او هم د خپل هېواد د ابادۍ، پرمختګ او ښه راتلونکي لپاره ګډې هلې ځلې کوو، موږ د همدې لپاره د نړۍ له هېوادونو سره ښه مناسبات غواړو او د دوه اړخیزه همکاریو د هڅونې لپاره حکومت هلې ځلې کوي، دلیل یې دادی چې موږ خپل هېواد خپل عزت ګڼو او د خپل عزت د ساتنې لپاره خپل ځان له هیڅ ډول ستومانۍ او قربانۍ نه درېغوو.

خو د افغانستان دښمنان برعکس د پردیو د شومو موخو لپاره خپل هېواد ویجاړوي، خپل هېوادوال وژني او په ښارونو کې فجایع رامنځته کوي، ځکه دوی د هېواد د ابادۍ پلان او پروګرام نه لري. خو هغوی د دغه ډول فجایعو په رامنځته کولو سره د ځان پر وړاندې د خلکو نفرت او کرکه راپاروي.

موږ د افغانستان دښمنانو ته د هېواد د بربادۍ او ویجاړولو اجازه نه ورکوو. دوی به د خپلو ناوړه اعمالو له امله له ذلت سره مخ شي. دوی به د ولس په منځ کې خپل ځای ونه لري، ځکه چې زموږ د مېړنیو خلکو خاصه او ځانګړنه داده چې دوی یوازې خپلو خواخوږو او خدمتګارانو ته په زړونو کې ځای ورکوي، خو هغوی چې زموږ د هېواد او خلکو بدبینه وي، هغوی ته د دښمن په سترګه ګوري او د ځپلو لپاره یې ټول په یو صف کې ودرېږي، لکه نن سبا چې ګورو د هېواد په تاریخ کې په بېسارې توګه زموږ هېوادوال د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو تر شا ودرېدلي او د افغانستان د دښمنانو د ځپلو په برخه کې د هغوی تینګ ملاتړ کوي.

د کابل فاجعه او دېته ورته د دښمن نور ناوړه بریدونه او تروریستي پېښې د هېواد د دفاع او د خپلو خلکو د ساتنې، هوساینې او سوکالۍ لپاره زموږ لوړې ارادې او عالي مورال نه شي کمزوری کولی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply