قتل د شریعت او قانون په رڼا کې /قضاوتمند رحمت ګل حلیم

0 2,858

د قتل تعریف

قتل په اسلامي شریعت او وضعي حقوقو کې یوډول تعریف لري چې هغه داډول دی: قتل داسې کړنې ته وایي چې ژوند له مینځه وړي () یانې وژل دانسان دی د بل انسان لخوا.
د قتل حراموالی
قتل داسې یوه ناوړه کړنه ده چې یو ژوند له مینځه وړي او الله متعال د ژوند ساتلو لپاره ځانګړي احکام وضع کړي دي او د ژوند له مينځه وړل یې ستره ګناه بللې ده
الله تعالی په قرآنکریم کې فرمایلي دي:
وَلَا تَقْتُلُوا النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ وَمَنْ قُتِلَ مَظْلُومًا فَقَدْ جَعَلْنَا لِوَلِيِّهِ سُلْطَانًا فَلَا يُسْرِفْ فِي الْقَتْلِ إِنَّهُ كَانَ مَنْصُورًا ()
ژباړه: مه وژنئ تاسې هغه نفس چې حرام کړی دی الله (وژل دهغه) مګر په حقه سره (چې ارتداد، له واده وروسته زنا اوقصاص دی) اوڅوک چې ووژلی شو دمظلومیت په حال کې نوخامخا ګرځولی دی مونږ دهغه وارث لپاره زور(اوقوت چې له قاتل څخه انتقام اخیستی شي) نو اسراف دې نه کوي په قتل کې (چې غیرحق له قاتل پرته بل څوک ووژني) په تحقیق دغه (وارث) سره مدد شوی دی. وَالَّذِينَ لَا يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آَخَرَ وَلَا يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ وَلَا يَزْنُونَ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ يَلْقَ أَثَامًا (). ژباړه : او(بندګان درحمان) هغه څوک دي چې دالله سره بل معبود نه بولي، نه وژني دوی هغه نفس چې حرام کړی دی الله (وژل دهغه) مګر په حقه، اوزنا نه کوي، که چا ترسره کړل (ذکرشوي ګناهونه) نو وبه ویني سزا دګناهونو خپلو. وَلَا تَقْتُلُوا أَوْلَادَكُمْ خَشْيَةَ إِمْلَاقٍ نَحْنُ نَرْزُقُهُمْ وَإِيَّاكُمْ إِنَّ قَتْلَهُمْ كَانَ خِطْئًا كَبِيرًا ( ) . ژباړه : مه وژنئ اولاد خپل دفقر له وېرې، مونږ هغوی اوتاسوته روزي درکوو، بېشکه چې قتل ددوی ستره ګناه ده. قُلْ تَعَالَوْا أَتْلُ مَا حَرَّمَ رَبُّكُمْ عَلَيْكُمْ أَلَّا تُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا وَلَا تَقْتُلُوا أَوْلَادَكُمْ مِنْ إِمْلَاقٍ نَحْنُ نَرْزُقُكُمْ وَإِيَّاهُمْ وَلَا تَقْرَبُوا الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ وَلَا تَقْتُلُوا النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ ذَلِكُمْ وَصَّاكُمْ بِهِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ. () ژباړه : ووایه (ای محمده دوی ته) راشئ چې زه ولولم هغه څه چې حرام کړي دي رب ستاسې پرتاسې چې شریکان مه نیسئ تاسې له هغه (الله) سره هېڅ شی اوښېګڼه وکړئ له مور او پلار سره، مه وژنئ تاسې اولاد خپل دخوارۍ (له وېرې) مونږ تاسوته اوهغوی ته روزي درکوو، مه نژدې کیږئ فواحشو (بي حیایي،ناوړه کارونو) ته هغه چې ښکاره وي یاپټ اومه وژنئ هغه نفس چې حرام کړی دی الله وژل دهغه مګر په حقه (داڅلور نهې اویو امر) حکم کړی دی الله تعالی تاسې ته په دې سره لپاره ددې چې عقل وچلوئ پکې تاسو.
مِنْ أَجْلِ ذَلِكَ كَتَبْنَا عَلَى بَنِي إِسْرَائِيلَ أَنَّهُ مَنْ قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الْأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا. ()
ژباړه : په سبب ددې (قتل) لیکلي وو (حکم کړی و) مونږ پر بني اسراییلو چې بېشکه هر څوک چې ووژني یو نفس پرته (دبدل) د بل نفس نه (یا بې) له فساده په ځمکه کې نو ګواکې وژلي یې دي ټول خلک، اوکه چا ژوندی کړ دغه (نفس) داسې دی لکه چې ژوندي کړي یې وي ټول خلک.
همدارنګه د قتل د حرمت په اړه بې شمېره احادیث دي ، دخدای له رسول صلی الله علیه وسلم څخه روایت دی:
لا یحل دم امرئ مسلم یشهد ان الا اله الا الله و أنی رسول الله الا باحدی ثلاث الثیب الزاني ، والنفس بالنفس ، والتارک لدینه المفارق للجماعة ()
ژباړه : چې له درې حالاتو څخه دیوه حالت درامینځته کیدو پرته دمسلمان وژل روا نه دي: 1ــ له واده وروسته زنا 2ــ د قصاص قتل 3 ــ مرتدوالی ، ځکه چې مرتد له ټولنې جدا شوی دی .
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «اجْتَنِبُوا السَّبْعَ المُوبِقَاتِ»، قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ وَمَا هُنَّ؟ قَالَ: «الشِّرْكُ بِاللَّهِ، وَالسِّحْرُ، وَقَتْلُ النَّفْسِ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالحَقِّ … الحدیث ()
ژباړه : دابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې د الله استازي صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي : چې له اووه هلاکوونکو ګناهونو څخه ځان وساتئ چا پوښتنه وکړه چې ای د الله رسوله هغه ګناهونه څه او څه دي پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د الله سره شریک پیدا کول ، سحر ، قتل د انسان چې الله حرام کړی دی مګر په حقه ( دقصاص قتل ، د مرتد وژل…) د سود خوړل … په یوه بل حدیث کې له پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه روایت شوی دی چې: هغه څه چې لومړی د قیامت په ورځ یې په اړه پرېکړه کیږي هغه وینه (وژنه) ده (). همدارنګه پیغمبر صلی الله علیه وسلم دعرفات په خطبه کې فرمایلي دي: … خبر اوسئ چې ستاسو وینه، ستاسو مالونه په تاسو داسې حرام دي لکه څنګه چې درناوی (احترام) ددغې ورځې په دې میاشت کې ددغه ځای دی…()
هېڅوک د قتل د حراموالي په اړه مخالف نظر نلري ، د قتل (ناحقه وژنه ) د حراموالي په اړه د ټولو مسلمانانو اجماع ده .()

د قتل ډولونو ته یوه لنډه کتنه :
که څه هم زمونږ موضوع عمدي قتل دی نه د قتل د ټولو انواعو څېړل ، خو بیا هم د عمومي معلوماتو لپاره د قتل ډولونو ته یوه کتنه ضروري بولم .
قتل د قاتل د نیت په اساس په څو ډوله وېشل شوی دی چې ځينې اقسام یې اتفاقي او ځينې یې اختلافي دي .
عمد او خطا هغه اقسام دي چې ټول علماء پرې د نظر اتفاق لري . له عمدي او خطا اقسامو پرته د قتل په نورو ټولو ډولونو کې اختلاف دی چې په لاندې ډول یې تر څېړنې لاندې نیسو :
د امام مالک او ابن حزم اندلسي په آند قتل دوه ډوله دی : عمد او خطا . () د امام محمدبن حسن شيباني په ګډون اکثرو عالمانو قتل د قاتل د نیت په بنسټ په عمد ، شبه عمد او خطا وېشلی دی . () حنفي عالمانو دوه نور ډولونه لکه: جار مجری او قتل په سبب په پورتنیو اقسامو زیات کړی دی
قتل د حنفي مذهب فقهاؤو په پنځه ډوله ویشلی دی :
1ــ عمد 2ــ شبه عمد 3ــ خطا 4ــ خطاډوله 5ــ قتل په سبب()
عمدي قتل
عمدي قتل د جمهورو علماؤو له نظره :
د اکثرو علماؤو په آند عمدي قتل دمجرم هغه مرګوني عمل ته ویل کیږي چې دمجني علیه په وژلو سرته ورسیږي که هغه په څيروونکې آله وي لکه چاړه … یا څيروونکې نه وي لکه تیږه ، لرګی .
عمدي قتل د احنافو په آند:
امام ابوحنیفه رحمه الله یواځې هغه قتل عمدي بولي چې په تېره آله ترسره شي لکه توره ، چاړه او نور.
شبه عمد قتل:
د قصدي ډوله ) شبه عمد ) قتل په اړه هم علماء مختلف نظرونه لري امام ابوحنیفه رحمه الله هغه وژنه قصدي ډوله بولي چې له وسلې (اسلحې) پرته په بل څه ترسره شوې وي په داسې شي چې د وسلې په توګه هم نه استعمالیږي . جمهور علماء قصدي ډوله وژنه هغه وژنې ته وایي چې په داسې آلې ترسره شي چې مرګونې نه وي یعنې غالبا انسان نه وژنې. داسې هم ویلی شو چې قصدي ډوله وژنه هغې وژنې ته وایي چې مجرم د وهلو هدف ولري نه د وژلو هدف . () دوضعي حقوقو پوهانو دا ډول قتل ( شبه عمد ) وهل چې دمرګ لامل ګرځي ، تر عنوان لاندې څېړلی دی چې د افغانستان د جزا قانون د (۳۹۹) مې مادې په لمړنۍ فقره کې ورته اشاره شوې ده .
خطا قتل:
قتل په لاندې حالاتو کې خطا (تېروتنه) ګڼل کیږي:
1ــ دمجرم هدف عمل وي، نه مجنی علیه، لکه یوڅوک چې نښه ولي ګولۍ په سړي ولګیږي، دې حالت ته تېروتنه په فعل کې وایي.
2ــ جنایت والا دعمل اومجنی علیه دواړو قصد ولري، په دې ګمان چې دمجنی علیه وژل ورته روا دي، لکه یوڅوک په چا ددښمن دیوه سرتیري ګمان کوي او ولي یې، بیا وروسته څرګنده شي چې هغه مسلمان دی یا له هغې ډلې څخه دی چې مسلمانان ورسره تړون لري اویاهم ذمي دی. دې حالت ته تېروتنه په موخه کې ویل کیږي.()
خطا ډوله (جارمجری) قتل:
دا هغه ډول قتل ته وایي لکه: یو سړی چې په بل چا د خوب په حالت کې ولویږي او هغه ووژل شي .
قتل په سبب
دا هغه ډول وژنې ته وایي چې قتل د وژونکي په مستقیم عمل ترسره شوی نه وي بلکې د هغه د کړنې په پایله کې قتل ترسره شوی وي لکه یو څوک په لار کې کوهي وکيني او بل سړی پکې ولویږي او له همدې کبله مړ شي .()
دا چې زمونږ موضوع عمدي قتل دی او د قتل د ټولو انواعو تفصیل د یوې مقالې له شانه لوړ کار دی له دې کبله دلته یواځې د عمدي قتل په څېړنه او تفصیل پیل کوو :
د عمدي قتل عناصر دفقهاؤو له نظره
عمدي (قصدي) قتل چې سزا یې قصاص ده درې عنصره لري چې هغه : ۱ـ مقتول باید له وژلو مخکې ژوندی او معصوم انسان وي ۲ـ قتل د مجرم له فعل څخه رامینځته شي
۳ـ مجرم د قتل اراده یا موخه ولري .
دقتل لومړی عنصر: مجني علیه باید ژوندی او معصوم الدم انسان وي
قصدي وژنه (عمدي قتل) چې د قصاص سبب ګرځي هغه ډول وژنې ته وايي چې په ژوندي او تلپاتې معصوم الدم انسان ترسره شي () دا مهمه نه ده چې مجني علیه دې سالم الاعضاء وي که څه هم د مقتول دواړه لاسه یا دواړه پښې پرې شوي وي په قاتل یې قصاص لازمیږي . له انسان پرته د بل شي لکه د حیوان په وژلو یا په مړي د مرګونې کړنې په ترسره کولو همدارنګه د مرتد ، حربي ، محصن زناکار () او غیر دائمي معصوم الدم لکه د مستأمن () په وژلو کې قصاص نشته . داځکه چې د مستأمن عصمت دایمي نه دی د مستأمن عصمت په اسلامي هېواد کې تر اوسیدلو پورې تړلی دی.
احناف وایي چې د ذمي په وژلو مسلمان قصاصیږي د نصوصو په عمومیت استناد کوي او وایي چې هغه آیتونه چې د قصاص په اړه دي عام دي حکم یې خاص د مسلمانانو په اړه نه دی لکه :
كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِصَاصُ فِي الْقَتْلَى الْحُرُّ بِالْحُرِّ وَالْعَبْدُ بِالْعَبْدِ وَالْأُنْثَى بِالْأُنْثَى .
ژباړه : د وژل شوو په اړه په تاسو قصاص (لیکل شوی) فرض شوی دی چې اصیل به په اصیل ، غلام به په غلام او ښځه به په ښځه قصاصیږي . ( د بقره سورت ۱۷۸م آیت ) .
همدارنګه دا قول د الله تعالی چې د اهل کتابو په اړه وایي :
[وَكَتَبْنَا عَلَيْهِمْ فِيهَا أَنَّ النَّفْسَ بِالنَّفْسِ ]
ژباړه : اولیکلی ( فرض کړی وو مونږ په دغو (یهودانو) چې نفس به په بدل د نفس کې قصاص کیږي . ( د مائده سورت ۴۵م آیت ) . تقاضا د عمومیت کوي چې په کافر د مسلمان قصاصیدلو ته شامل دی دا ځکه چې پخوانی شریعت زمونږ لپاره هم شریعت دی تر څو چې الله تعالی د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په ژبه منسوخ کړی نه وي()
د یادلو وړ ده چې د مستأمن وژونکي ته تعزیري جزا ورکول کیږي ځکه چې د دولت د مصلحت خلاف کړنه یې ترسره کړې ده. ()
ډېری علما په دې نظر دې چې د هېڅ کافر په وژلو کې قصاص نشته دی () امام مالک رحمه الله وایي چې هغه وخت مسلمان د ‌‌ذمي په وژلو قصاصیږي چې د مال لپاره یې ووژني .()
دقتل دوهم عنصر : قتل د مجرم له فعل څخه رامینځته شوی وي
قتل هغه وخت عمدي ګڼل کیږي چې په مرګوني عمل ترسره شي . که چیرته د تورن کړنه مرګونې نه وي یعنې داسې فعل وي چې عادتا سړی نه وژني په داسې حالت کې تورن قاتل نه ګڼل کیږي لکه یو سړی یو څوک په لرګي ووهي او لرګی دهغه په مرګ ځای ولګیږي او له همدې کبله مړ شي په داسې حالت کې مونږ فاعل قاتل نه شو بللی . همدارنګه که چیرته مقتول په داسې کړنه ووژل شي چې تورن سره یې تړاو ناممکن وي لکه څنګه چې د هېواد د جزا قانون د (۲۸) مې مادې په لومړۍ فقره کې ورته اشاره شوې ده ، په داسې حالت کې هم تورن د دا ډول جرمي عمل مسؤولیت نلري چې ترسره کړی یې نه وي .
په دې رکن (عنصر) کې د قتل آلات چې کوم ډول یې د عمدي قتل لامل کرځي څېړو :
د قتل آلات
په داسې یوه تېره شي وژل چې په بدن کې داخلیږي لکه توره ، چاړه او برچه په اتفاق د علماوو عمدي ګڼل کیږي او موجب د قصاص ګرځي .
په درانه شي لکه په تیږه یا په څټک د وژلو په اړه علما دوه نظره لري :
۱ـ په داسې یوې وسیلې وژل چې په غالب ګمان د هغې وسیلې په استعمال سره انسان وژل کیږي د جمهورو علماؤو په نظر عمدي ګڼل کیږي . امام ابویوسف رحمه الله حنفي عالم هم د جمهورو علماؤو سره متفق دی. ()
که څه هم (هدایه) لیکلي دي چې د امام محمد او امام ابویوسف په آند په لویه تيږه او لرګي وژل عمدي دي یعنې امام محمد او امام ابویوسف دواړه د جمهورو علماؤو سره متفق دي خو امام محمدبن حسن شیباني د خپل په مبسوط کې په لویه تيږه او لرګي وژلو ته قصدي ډوله (شبه عمد) ویلي دي .
جمهورو علماؤو په یو لړ دلایلو استناد کړی دی چې په لاندې ډول دي :
الفـ عمومیت د دا قول د الله تعالی : كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِصَاصُ فِي الْقَتْلَى ( د بقره سورت ۱۷۸م آیت ) . ژباړه یې مخکې تېره شوې ده .
ب :ـ عمومیت د دا قول د الله تعالی چې فرمایي : وَمَنْ قُتِلَ مَظْلُومًا فَقَدْ جَعَلْنَا لِوَلِيِّهِ سُلْطَانًا ژباړه : هغه څوک چې د مظلومیت په حالت کې ووژل شول د هغه وارث ته مونږ ځواک ورکړی دی (چې له قاتل څخه انتقام واخلي) [ د اسراء سورت ۳۳م آیت ]
ج :ــ د انس بن مالک رضی الله عنه حدیث دی چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم یوه جینۍ ومونده چې سر یې په تیږو ټکول شوی و پیغمبر صلی الله علیه وسلم ترې پوښتنه وکړه چې دا کړنه په تا چا کړې ده فلاني ، فلاني؟ تر هغه یې چې د یوه یهودي یادونه یې وکړه هغې جینۍ سر وخوځاوه (هو) هغه یهودي ونیوه او اعتراف یې وکړ بیا د الله رسول صلی الله علیه وسلم امر وکړ چې سر یې په تیږو وټکوي ()
د:- د جهورو علماؤو بل دلیل دادی چې درنه وسیله (مثقل) ډېری وخت وژل کوي له همدې کبله داهم د څيروونکې وسيلې حکم لري .
۲ــ دوهم قول دادی چې په درنې وسیلې وژل عمدي نه ګڼل کیږي د هغوي په قول عمدي قتل چې د قصاص موجب کیږي هغه دی چې په تېره او څيروونکې وسیله لکه توره او چاړه یا دې ورته په بله وژونکې وسله ترسره شي چې بدن ته داخلیږي . دا نظریه د امام ابوحنیفه ، سعید بن مسیب ، عطا ، طاووس او نورو علماؤو – رحمهم الله – نظریه ده .( ) د امام ابوحنیفه په آند له وسلې پرته په بل څه وژل قصدي ډوله (شبه عمد) بلل کیږي چې د دیت موجب کرځي نه د قصاص . ( )
د احنافو دليل : قول د نبي صلی الله علیه وسلم : ألا إن قتيل خطأ العمد قتيل السوط والعصا و فيه مائة من الإبل ()
ژباړه : خبر اوسئ چې شبه عمد (خطا ډوله) وژل شوی هغه دی چې په دره یا همسا وژل شوی وي ، دیت یې سل اوښان دي .
نوموړی حدیث له عبدالله ابن عمر رضی الله عنه څخه په مختلفو سندونو روایت شوی دی چې یو سند یې صحیح ګڼل شوی دی .
حنفي عالمان استدلال کوي چې په نوموړي حدیث شریف کې په همسا چې لرګی دی دیت ټاکل شوی دی او همسا د قتل وسیله نه ده همدارنګه دا ډول قتل عمدي ګڼل شوی نه دی .
دریم عنصر : جرمي موخه (قصد)
د جمهورو علماوو (احنافو ، شافعیانو ، حنابله ) په آند قتل هغه وخت قصدي ګڼل کیږي چې مجرم د مجني علیه د وژلو قصد ولري یا یې په داسې یوې آلې ووهي چې مرګوني وي. که چېرې مجرم د قتل قصد ونلري وژنه یې قصدي قتل نه ګڼل کیږي بلکه دا ډول وژنه د جمهورو علماوو په آند قصدي ډوله (شبه عمد) ده .
یواځې وهل چې د مجني علیه په مړینه تمام شي د قتل په عمدي والي کې کفایت نه کوي د وژلو هدف ورسره شرط دي چې وژنه عمدي وګڼل شي .
د جمهورو علماوو په آند د وژنې هدف (قصد) ځانګړی اهمیت لري ځکه چې همدا قصد دی چې عمدي قتل ، عمدي ډوله (شبه عمد) او او خطا قتل سره بېلوي.
امام مالک رحمه الله په قصدي وژنه کې د وژنې موخه شرط نه ګڼي د هغه په آند کله چې مجني علیه د مجرم د وهلو له کبله مړ شي عمدي قتل ګڼل کیږي که مجرم د قتل قصد ولري یا یې ونه لري مهمه نه ده ترڅو چې د مجرم هدف لوبه یا تادیب نه وي .
دا ځکه چې د امام مالک او ابن حزم اندلسي په آند قتل په دوه ډوله دی عمد او خطا (). دویم ډول وژنه چې جمهور علماء یې قصدي ډوله بولي د امام مالک رحمه الله په نظر عمدي ګڼل کیږي چې د فاعل جزاء یې قصاص ده . ()
د قتل د جرم عناصر د قانون له نظره
د جرایمو عناصر په دوه ډوله دي ۱ــ د جرم مشترک متشکله عناصر ، چې په ټولو جرایمو کې مطلوب دي . ۲ــ د هر جرم ځانګړي متشکله عناصر ، چې یو جرم له بل جرم څخه بېلوي . دا چې زمونږ موضوع عمدي قتل دی نو د عمد قتل عناصر په لاندې ډول څېړو :
قانوني عنصر
د قتل د جرم قانوني عنصر په دوه ډوله وېشو :
۱ــ د قانون څخه د مخالف عمل ( قتل ) ترسره کول [ د قتل ارتکاب]
۲ــ د داسې یوې کړنې پرېښودل چې د جرم د واقع کیدو لامل وګرځي [ترک د فعل]
د قتل ارتکاب :
لکه څنګه چې اسلامي شریعت د عمدي قتل سزا قصاص ټاکلې ده ، د افغانستان د جزا قانون هم نه یواځې قصاص بلکې ټولې شرعي سزاګانې له پامه نه دي غورځولي . د افغانستان د جزا قانون په لومړۍ ماده کې راغلي دي چې دا قانون تعزیري جزا ګانې تنظیموي . د حدود ، قصاص او دیت د جرمونو ارتکاب کوونکي د اسلامي شریعت د حنفي فقهې د حکمونو سره سم مجازات کیږي . همدارنګه د جزاء قانون په (۳۹۴ یمه ) ماده کې د قصاص په اړه ځانګړې یادونه شوې ده . په یاده ماده کې راغلي دي : که په عمدي قتل کې قصاص په یوه ساقطوونکي سبب یا د شرطونو د نه یو ځای کیدو له امله ساقط شي د دې قانون د حکمونو سره سم په تعزیري توګه مجازات کیږي .
د عمدي قتل جزاګانې د قانون له نظره
د افغانستان د جزاء قانون د دویم باب ، لمړني فصل ته په کتو سره د عمدي قتل جزاء ګانې په لاندې ډول دي :
۱ــ اعدام
۲ــ دوام لرونکی حبس یا اعدام
۳ــ حبس چې له اووه کالو څخه زیات نه وي
۴ــ حبس چې له دوه کالونو څخه زیات نه وي
۱- اعدام :
د افغانستان د جزا قانون د ۳۹۵ مې مادې د لارښوونې سره سم د عمدي قتل ارتکاب کوونکی په یوه راتلونکي حالت کې په اعدام محکومیږي :
۱ـ په هغه حالت کې چې قتل د پخواني اصرار او ترصد سره یوځای وي .
۲ــ که قتل د زهرناکو بیهوشه کوونکو موادو د استعمال په وسیله صورت موندلی وي .
۳ــ که قتل په ټيټه انګیزه یا د اجوري په مقابل کې یا په وحشي توګه صورت موندلی وي .
۴ــ که مقتول د قاتل د اصولو څخه وي .
۵ــ که د قتل عمل د عمومي خدمتونو په مؤظف د وظیفې د اجراء کولو په وخت کې یا د هغې په سبب صورت موندلی وي .
۶ــ که قاتل د یوه نفر څخه د زیاتو د قتل قصد لرلی وي .
۷ــ که قتل د بل جنایت یا جنحې سره یو ځای صورت موندلی وي .
۸ــ که قتل د جنایت یا جنحې د تمهید ، آسانتیا ، تنفیذ قادریدلو د ارتکاب په منظور چې جزاء یې د یوه کال څخه کمه نه وي ټاکل شوې یا د جزاء څخه د فرار یا خلاصون په منظور صورت موندلی وي .
۹ــ که د عمدي قتل ارتکاب کوونکی په دوام لرونکې حبس محکوم وي او د حکم د تنفیذ د مودې په اوږدو کې د بل عمدي قتل ارتکاب کوونکی یا په هغه کې شروع کوونکی شي .
۲ــ دوام لرونکی حبس یا اعدام :
د هېواد د جزاء قانون د ۳۹۶ یمې مادې په لاندې حالاتو کې د عمدي قتل سزا دوام لرونکی حبس یا اعدام ټاکلې دی :
۱ــ په هغه حالت کې چې قاتل د یو شخص د قتل قصد ولري او فعل یې د یو نفر څخه د زیاتو قتل ته منجر شي .
۲ــ په هغه حالت کې چې قاتل د مقتول جسد مثله کړي .
۳ــ په هغه حالت کې چې مجرم د دې قانون د (۳۹۵) مادې د (۱،۲) فقرو د مندرجو حالونو په غیر د قتل ارتکاب کوونکی وګرځي .
۳ــ حبس چې له اووه کالو څخه زیات نه وي :
د جزاء قانون د (۳۹۷) مادې کې راغلي دي چې :
۱ــ که شخص بل څوک انتحار ته تحریک کړي ، یا په یو قسم د اقسامو د هغه په انتحار کې کمک وکړي د حبس په جزاء چې د اووه کلونو څخه زیاته نه وي محکومیږي .
۲ــ که د تحریک په اثر په انتحار کې شروع شوې وي تحریک کوونکی په لنډ حبس محکومیږي .
۳ــ په انتحار شروع کوونکی نه مجازات کیږي .
۴ــ حبس چې له دوه کالو څخه زیات نه وي
د هېواد د جزاء قانون په (۳۹۸) یمې مادې کې راغلي دي :
که شخص د خپلې ښځې یا د یوې خپلې محرمې ، ناموس څخه د دفاع په اثر د زنا کولو په حالت کې یا یې وجود د بل چا سره په یوې بستره کې مشاهده کړي او فی الحال دواړه یا یو د هغوی په قتل ورسوي یا یې زخمي کړي د قتل او زخم د جزاء څخه معاف مګر په تعزیري توګه د حالونو سره سم په حبس چې د دوه کلونو څخه زیات نه وي محکومیږي .
ترک د فعل
(د داسې یوې کړنې پرېښودل چې د جرم د واقع کیدو لامل وګرځي )
که څه هم د عمل پرېښودلو والا جرم چې د مرګ لامل ګرځي هر وخت قصدي نه ګڼل کیږي خو د افغانستان د جزاء قانون د (۳۵) مې مادې سره سم جرم په لاندې حالتونو کې عمدي ګڼل کیږي :
۱ــ جرم هغه وخت عمدي ګڼل کیږي چې د هغې د ارتکاب کوونکي سره جرمي قصد موجود وي .
۲ــ په لاندې حالتونو کې هم جرم عمدي ګڼل کیږي :
۱ــ په هغه حالت کې چې شخص د قانون یا موافقې په موجب د وظیفې په سرته رسولو مکلفیت ولری او د هغې د اداء کولو څخه څخه عمداً منع راوړي په دې ترتیب چې د هغه منع راوړل مستقیماً د جرم واقع کیدو ته منجر شي .
۲ــ په هغه حالت کې چې فاعل شخص د خپل عمل د جرمي نتیجې پخوا اټکل کړی وي خو سره د دې هم د ذکر شوي عمل اجرا کولو ته یې یواځې د جرم د واقع کیدو لپاره اقدام کړی وي .
که څه هم د جزاء قانون د پورتنۍ مادې لارښوونه د جرم ارتکاب او ترک د فعل چې د جرم لامل ګرځي دواړه حالتونو ته شامله ده ، خو د دوهمې فقرې لمړنۍ برخه یواځې ترک د فعل چې د جرم لامل ګرځي بیانوي .
مادي عنصر:
د افغانستان د جزاء قانون د (۲۷) مې مادې په بنسټ د جرم مادي عنصر د قانون څخه د مخالف عمل د ارتکاب یا منع راوړلو څخه عبارت دی په داسې ترتیب چې عمل په جرمي نتیجې منجر شي او د عمل او نتیجې تر مینځ د سببیت رابطه موجود شوې وي .
د جزا قانون له پورتنۍ مادې څرګندیږي چې جرم هغه وخت مینځته راځي چې چې درې برخې ولري : جرمي کړنه ، جرمي نتیجه او د سببیت رابطه .
جرمي کړنه :
په قتل کې له جرمي فعالیت څخه موخه داده چې د قاتل د جرمي کړنو په وسیله د انسان ژوند له مینځه ولاړ شي . همدارنګه جرمي کړنه د فعل د ترک په نتیجه کې هم مینځته راتللی شي لکه : یوه ښځه چې د خپل ماشوم ته شیدې ورنکړي او هغه ماشوم له لوږې مړ شي .
جرمي پایله ( نتیجه ) :
جرمي پایله د مجني علیه وژلو ته وایي په دې معنی چې د مجرم د قانون څخه مخالف عمل د ارتکاب یا له قانوني کړنې څخه د منع راوړلو په نتیجه کې مجني علیه خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .
سببیت :
په اکثرو جرایمو کې د سبب پیدا کول آسانه وي لکه بریالی توریالی په چاقو ووهي او توریالی له همدې چاقو وهلو له کبله مړ شي په دې مثال کې د سبب پېژندل آسانه دی ټولو ته څرګنده ده چې توریالی د بریالي د چاقو له کبله زخمي او بیا مړ شو .
خو په ځينو وختونو کې د عمل او جرمي نتیجې په مینځ کې نورې پېښې هم رامینځته کیږي چې دا ستونزمنه کوي چې جرمې کړنه د لومړي عمل څخه را مینځته شوې که له دوهمې پېښې څخه ؟ لکه توریالی د بریالي لخوا په چاقو وهل کیږي او ټپي کیږي خو توریالی روغتون ته د بیولو په مهال په لار کې د احمد لخوا په موټر وهل کیږي او مري . په دې ډول پېښو کې چې څوک مسئول دي پېژندل یې ګران دي . په دې اړه مختلفې نظریې دي چې دوه یې مشهوري دي . ()
لمړی نظریه :
د دې نظریې په اساس لمړی شخص مسئول دی دا ځکه چې که لمړنی پېښه رامینځته شوې نه وی نو دوهمه پېښه هم مینځته نه راتلله .
دوهمه نظریه :
د دوهمې نظریې په اساس هر شخص د خپل د کړنې مسئول دی یانې هر چا چې کوم عمل ترسره کړی دی د خپل د هماغه عمل مسئول دی چې زمونږ د هېواد د جزاء قانون هم له دوهمې نظریې پیروي کړې ده . د جزاء قانون د (۲۸مې ) مادې په لمړۍ فقره کې راغلي دي شخص له هغه جرم څخه چې د جرمي عمل نتیجه یې نه وي مسئول نه دی . ()
معنوي عنصر:
د قتل معنوي عنصر هغه وخت را منځ ته کیږي چې مجرم د قتل اراده ولري . که څه هم اراده یو پټ شی دی خو د قاتل د وسیلې له استعمال څخه د هغه اراده معلومیږي . یعنې که قاتل د مجني علیه په وژلو کې مرګوني وسیله کارولې وه او بل تأویل او دلیل هم موجود نه و نو له دې معلومیږي چې مجرم د قتل اراده درلوده

د عمدي قتل مجازات د شریعت له نظره
د افغانستان د جزاء قانون له مخې د قتل مجازات د قانونی عنصر تر عنوان لاندې و څېړل شول اوس دلته د شریعت په رڼا کې د قتل مجازات څېړو :
په اسلامي شریعت کې عمدي قتل د اخروي سزا سربېره درې ډوله سزاوې لري : اصلي جزاء ، بدلي (عوضي) جزاء او تبعي جزاء .
اصلي جزاء [ قصاص ] :
قصاص د ټولو فقهاؤ په اتفاق د عمدي قتل اصلي جزاء ده . شافعیان د قصاص سر بېره په عمدي قتل کې کفاره هم لازم بولي . ()
د قصاص تعریف :
قصاص د قصص کلمې یو مصدر دی چې د بل چا په پل ، پل اېښودلو ته وایي . ()
قصاص ته ځکه قصاص وایي چې د مقتول وارث د مجرم په پل ، پل ږدي او هغه څه ورسره کوي چې مجرم کړې وي . همدارنګه قصاص ورته والي ته هم وایي او له همدې معنی څخه د قصاص شرعي سزا اخیستل شوې ده ، یعنې مجرم ته د هغه د کړنې ورته سزا ورکول دي چې هغه قتل یا زخمي کول دي .
د قصاص مشروعیت :
د قصاص روا والی په قرآن ، حدیثو ، اجماع او قیاس ثابت دی .
قرآنکریم : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِصَاصُ فِي الْقَتْلَى د بقره سورت ۱۷۸یم آیت
ژباړه : ای مؤمنانو فرض شوی دی پرتاسو قصاص (برابروالی) په وژل شوو کې .
وكَتَبْنَا عَلَيْهِمْ فِيهَا أَنَّ النَّفْسَ بِالنَّفْسِ وَالْعَيْنَ بِالْعَيْنِ وَالْأَنْفَ بِالْأَنْفِ وَالْأُذُنَ بِالْأُذُنِ وَالسِّنَّ بِالسِّنِّ وَالْجُرُوحَ قِصَاصٌ د المائده سورت ۴۵ م آیت
ژباړه : لیکلی (فرض کړی ) وو مونږ په دغو ( یهودانو ) په دې ( تورات ) کې چې ودې وژل شي نفس په ( بدل د ) نفس کې او سترګه دې ( ړنده شي ) په ( بدل د ) سترګې کې ، پوزه دې ( پرې شي ) په ( بدل د ) پوزې کې ، او غوږ په ( بدل د ) غوږ کې ، غاښ په (بدل د) غاښ او په ټپونو کې قصاص ( برابروالی ) دی .
وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ د بقره ۱۷۹یم آیت
ژباړه : تاسو ته په قصاص کې ژوند دی ای د عقل خاوندانو .
احادیث : د قصاص په ثبوت کې ډېر احادیث راغلي دي چې د هغو له جملې څخه دلته د يو څو یادونه کوو :
لا یحل دم امرئ مسلم یشهد ان الا اله الا الله و أنی رسول الله الا باحدی ثلاث الثیب الزاني ، والنفس بالنفس ، والتارک لدینه المفارق للجماعة . ()
ژباړه : دخدای له رسول صلی الله علیه وسلم څخه روایت دی: چې له درې حالاتو څخه دیوه حالت درامینځته کیدو پرته دمسلمان وژل روا نه دي: 1ــ له واده وروسته زنا 2ــ د قصاص قتل 3 ــ مرتدوالی ، ځکه چې مرتد له ټولنې جدا شوی دی .
همدارنګه رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي : ومن قُتل له قتیل فهو بخیر النظرین اما آن یودی واما ان یقاد . () کلمات د بخاري دي .
ژباړه : که د چا يو څوک ووژل شول نو دوه اختیاره لري یا به دیت اخلي او یا به قصاص غواړي .
د قصاص په لازموالي د ټول اسلامي امت اجماع ده . همدارنګه سلیم عقل د قصاص مخالفت نه کوي ځکه چې قصاص د عدالت غوښتنه ده . مجرم سره باید هغه څه وشي چې ترسره کړي یې دي . د یوه مجرم په قصاصولو د بې شمېره وګړو د ژوند ټولنیز حفاظت دی . الله تعالی فرمایلي دي : وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ د بقره سورت ۱۷۹یم آیت
ژباړه : تاسو ته په قصاص کې ژوند دی ای د عقل خاوندانو .
د حدودو او قصاص ترمینځ توپير :
حدود لکه د زنا حد د شراب څښلو حد حقوق الله دي یعنې د ټولنې حقوق دي . قصاص د بندګانو حق دی . احناف او مالکیان په دې اند دي چې په قصاص کې د ټولنې حق هم دی . د قذف په حد کې د الله او د بنده دواړه حقوق شامل دي . ()
حنفي علماؤو د حدودو او قصاص تر مینځ اووه توپیره ذکر کړي دي :
۱- قصاص په ميراث وړل کیږي ، حدود په میراث نه وړل کیږي .
۲- قصاص بښل کیږي خو حدود نه بښل کیږي .
۳- د وخت تیریدل د قتل په اړه د شاهدي مانع نه ګرځي ، د قذف ( تورلګول ) حد پرته په نورو ټولو حدود کې د وخت تیریدل د شاهدي د اوریدلو مانع ګرځي .
۴- شفاعت په قصاص کې روا او په حدودو کې ناروا دی .
۵- قصاص د ګونګ په اشاره او لیکنه ثابتیږي او حدود په اشاره او لیکنه نه ثابتیږي .
۶- د قذف حد پرته نور ټول حدود د شخص لخوا دعوی پورې تړلي نه دي خو د قصاص په اړه د مقتول د وارث دعوی حتمي ده .
۷- د قصاص په اړه قاضي د خپل د علم په بنسټ حکم کولی شي خو په حدودو کې قاضي د خپل د علم په اساس حکم نشي کولی . () دا نظر د پخوانیو حنفي علماؤو دی اوسني علماء په دې آند دي چې قاضي هېڅ وخت د خپل د علم په اساس حکم نشي کولی . ()
د قصاص شرطونه :
د قصاص د و جوب لپاره شرطونه دي چې ځينې یې په قاتل ، ځينې یې په مقتول او ځینې یې په قتل کې اړین دي .
د قاتل شرطونه : هغه قاتل چې قصاصیږي باید لاندې څلور شرطونه ولري :
۱- مکلفوالی : یعنې قاتل باید د قتل په مهال عاقل او بالغ وي . په دې اړه ټول فقهاء متفق دي چې په ماشوم او ليوني حد او قصاص نشته دی . ()
د شرابي قصاصول : که قاتل په شرابو نشه و د څلور واړه مذاهبو په اتفاق سره قصاصیږي . ( که چېرې په شرابو نشه قصاص نشي نو به مجرمين لمړی په شرابو ځان نشه کوي بیا به په هر ډول جنایت لاس پورې کوي په یو جرم به د نورو جرایمو له جزاء څخه ځان خلاصوي ).
۲- د قتل اراده : قاتل هغه وخت قصاصیږي چې د خپل په جرمي کړنه کې د قتل هدف ولري . که په خطا ډول ترې څوک ووژل شول نو قصاص پرې نشته دی . () ( همدارنګه که چېرې د مجرم موخه یواځې وهل و ، وژل نه و ، نو دا جرمي کړنه یې عمدي قتل نه ګڼل کیږي مجرم پرې نه قصاصیږي مخکې یې بشپړ تفصیل ذکر شوی دی ) .
۳- بشپړ واک : که چېری څوک په چا د یو چا د وژلو امر وکړي ، امر کوونکی په امر کړی شوي واکمن نه وي یعنې اکراه ( په زور یو کار ته اړ کول ) تر مینځ نه وي په داسې حالت کې قاتل قصاص کیږي نه امر کوونکی ، ( امر کوونکي ته تعزیري جزاء ورکول کیږی ) . که چېرې څوک په قتل مجبور شي د حنفي فقهاؤو په آند نه قصاصيږي یعنې په مکرَه قصاص نشته دی . جمهور علماء وایې چې په مجبور او مجبوروونکي دواړو قصاص لازم دی .
د مقتول شرطونه : د قصاص د و جوب لپاره په مقتول کې لاندې شروط لازمي دي :
۱- معصوم الدم وي : یعنې د هغه په ژوند تېری حرام وي . ذمي او مسلمان د حربي ، مرتد ، له واده وروسته زنا کار ، زندیق په وژلو نه قصاصیږي ، ځکه چې هغوی د جګړې ، مرتدوالي او زنا له کبله مباح الدم بلل شوي دي . () په دې اړه زیات تفصیل د قتل په لمړي رکن کې تېر شوی دی .
۲- مقتول د قاتل له او لادې څخه نه وي : د پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه روایت شوی دی چې فرمایلې یې دي : لا یقاد الوالد بالولد () . پلار د اولاد په قتل نه قصاصیږي . همدارنګه بل ځای د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم څخه روایت شوی دی چې فرمایلي یې دي أنت ومالک لابیک ، ته او ستا مال د ستا د پلار ملکیت دی . که څه هم په دواړو ذکر شوو احادیثو په سند کې یو لړ ستونزې شته دې خو لږ تر لږه شبهه پیدا کولی شي او شبهه د قصاص مخه نیسې ځکه چې قصاص هم د حد په شان په شبهه ساقطیږي په همدې بنسټ د امام ابوحنیفه رحمه الله په ګډون د جمهورو علماؤو په آند که پلار یا نیکه … د خپل زوی یا مسی ووژني نه قصاصیږي . ()
امام مالک رحمه الله وایي که یې په توره ووهي نه قصاصیږي ځکه چې امکان لري د پلار یا نیکه هدف تأدیب وي نه وژل ، که چېرې یې په ځمکه څملوي او مري یې غوڅه کړي قصاصیږي.() د جمهورو علماؤو په آند مور او نیا هم د پلار او نیکه حکم لري یعنې د اولاد یا د مسي په وژلو نه قصاصیږي . () د پلار په وژلو کې د زوی د قصاصیدو په اړه د ټولو فقهاؤو اتفاق دی .
۳- مقتول باید د قاتل کفو (سیال) وي : جمهور فقهاء په دې آند دي چې ازاد (اصیل) شخص د غلام په وژلو نه قصاصیږي . احناف وایې چې کفائت یواځې په انسانیت کې معتبر دی . داچې یاده موضوع نن سبا پېښیدونکې نه ده له ډېر تفصیل څخه یې تیریږو .
د قتل شرط : د حنفي مذهب د فقهاؤو په آند د عمدي قتل شرط ، هغه چې موجب د قصاص ګرځي مستقیم والی دی . په دې معنی چې مقتول باید مستقیما د قاتل لخوا وژل شوی نه په کوم سبب . یعنې که چا په لار کې کوهي وکیندله او لاروی پکې ولویده او مړ شو په دې حالت کې کوهي کیندونکی نه قصاصیږي . همدارنګه که چا د قصاص په اړه شاهدي وویله او تورن د هغوی د شهادت له کبله قصاص شو ، له قصاص وروسته شاهدان د خپل له شاهدۍ وګرزیدل په دې دواړو حالتونو کې قصاص نه بلکې دیت لازم دی ځکه چې هغوی ( کوهي کیندونکو او شاهدانو ) مستقیما قتل نه دی کړی بلکه د قتل سبب کرزیدلي دي لکه څنګه چې مخکې د قتل د اقسامو په بحث کې یادونه وشوه چې احناف دا ډول قتل عمدي نه بلکې ، قتل په سبب بولي . () جمهور علماء په قتل کې مستقیموالی شرط نه ګڼي او په سببي قتل کې هم که د ضرر په موخه سبب ایجاد شوی وي قصاص لازم بولي . ()
د قصاص خنډونه (موانع) :
له پورتني عنوان څخه په ډاګه کیږي چې قصاص یو لړ موانع لري چې د قصاص خنډ ګرځي :
۱- د قاتل پلار یا نیکه والی : لکه څنګه چې مخکې یادونه وشوه د جمهورو علماؤو په آند که پلار ، نیکه … مور ، نیا … همداسې پورته شجره والا د خپل زوی ، لمسی همداسې ښکته شجره والا و وژني نه قصاص کیږي . د امام مالک رحمه الله په آند که په ډاکه شي چې پلار یا نیکه د خپل زوی یا مسی په عمدي ډول وژلی دی قصاصیږي .
۲- د قاتل او مقتول تر مینځ په اسلام او خپلواکۍ (آزادي یا حریت ) کې تو پیر :
د جمهورو علماؤو په آند مسلمان د ذمي په وژلو همدارنګه خپلواک (ازاد) د غلام په وژلو نه قصاصیږي . د حنفي مذهب فقهاء وایي چې مسلمان د ذمي په وژلو او خپلواک د غلام په وژلو قصاصیږي ()
۳- په قتل کې مستقیماً نه ګډون : یعنې په قتل اتفاق ، په قتل کې همکارې په داسې ډول چې په خپله حضور ونه لري نه قصاصیږي ، بلکې تعزیرې جزا ورکول کیږي . امام مالک رحمه الله وایې که څوک په قتل کې همکاري وکړي که څه هم پخپله حضور ونلري قصاصیږي . که چېرې یوه ډله په ګډه ، په مستقیم ډول په قتل کې برخه واخلي د فقهاؤو په اتفاق ټول قصاصیږي . ()
۴- قتل په سبب : لکه څنګه چې مخکې مو یادونه وکړه په هغه قتل کې چې په سبب وي یعنې مجرم پکې په مستقیم ډول ګډون نه وي کړی د احنافو په آند دا عمدي قتل نه بلل کیږي نو له دې کبله یې مرتکب نه قصاصیږي جمهور علماء دا ډول قتل عمدي بولي او قاتل یې د قصاص وړ ګڼي .
۵- د مقتول د ولي نامعلوموالی : حنفي فقهاؤو د قصاص په خنډونو کې یو د مقتول د ولي مجهولوالی بللی دی . ځکه چې د قصاص غوښتنه د نامعلوم شخص لخوا کیدلی نشي .
۶ــ قتل په دارالحرب کې : د احنافو په آند که چا په دارالحرب کې قتل وکړ نه قصاصیږي که څه هم مقتول په دارالحرب کې مسلمان شوی وي او لا تر اوسه د اسلامي نظام تر حاکمیت لاندې سیمې ته راغلی نه وي ځکه چې هلته اسلامي نظام حاکمیت نلري . ()
د قصاص جاري کول :
څرنګوالی : په هغه قاتل چې په قصدي ډول یې معصوم انسان وژلی دی قصاص جاري کیږي ، ترڅو چې د مقتول له ورثې لخوا ورته بښنه (عفو) شوي نه وي . قاتل ته بښنه کول د ټولو فقهاؤو په اتفاق رواده الله متعال په قرآن کریم کې فرمایلي دي : {فَمَنْ عُفِيَ لَهُ مِنْ أَخِيهِ شَيْءٌ فَاتِّبَاعٌ بِالْمَعْرُوفِ وَأَدَاءٌ إِلَيْهِ بِإِحْسَانٍ} د بقرې سورت ۱۷۸یم آیت . ژباړه : چاته چې بښنه وشوه د یو شي (قصاص) د ورور لخوانه نوشته په بښونکي د دیت غوښتنه په ښه وجه او ورکول د دیت دي هغه ( بښونکي ) ته په ښه وجه . همدارنګه له نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه روایت شوی دی چې فرمایلې یې دي : فَمَنْ قُتِلَ لَهُ قَتِيلٌ بَعْدَ مَقَالَتِي هَذِهِ فَأَهْلُهُ بَيْنَ خِيرَتَيْنِ: إِمَّا أَنْ يَقْتُلُوا، أَوْ يَأْخُذُوا الْعَقْلَ . () ژباړه : له دې وروسته که د چا څوک ووژل شول ورثه یې دوه واکه لري : یا به قصاص غواړي او یا به دیت اخلي .
د قصاص وسله : د احنافو په ګډون ځينې فقهاء په دې اند دي چې قصاص باید په توره ترسره شي که څه هم قاتل په قتل کې توره کارولې نه وي او قتل یې په بله وسیله ترسره کړی وي . هغوی د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په حدیث شریف استناد کوي چې فرمایلي یې دي : لاقود الا بالسیف . نشته قصاص مګر په توره دی .
مالکي او شافعیان فقهاء په دې آند دي چې که قتل په هره وسیله ترسره شوی وي باید قاتل په هماغه وسله قصاص شي . یاد فقهاء په لاندې دلایلو استناد کوي :
۱- قرآنکریم : الله تعالی فرمایلي دي : [ وَإِنْ عاقَبْتُمْ فَعاقِبُوا بِمِثْلِ مَا عُوقِبْتُمْ بِهِ ] د النحل سورت ۱۲۶م آیت . ژباړه : که تاسو سزا ورکوئ داسې سزا ورکړئ کوم ډول چې یې تاسو په زحمت کړي یاست . همدارنګه الله تعالی بل ځای په قرآنکریم کې فرمایي : ( وَجَزاءُ سَيِّئَةٍ سَيِّئَةٌ مِثْلُها فَمَنْ عَفا وَأَصْلَحَ فَأَجْرُهُ عَلَى اللَّهِ إِنَّهُ لا يُحِبُّ الظَّالِمِينَ ) د شورا سورت ۴۰م آیت . ژباړه : سزا د بد کارۍ بد کاري ده په شان دهغه ، که چا بښنه وکړه او سوله یې وکړه ثواب یې په الله دی ، الله ظالمان نه خوښوي .
احادیث: له نبي اکرم صلی الله علیه وسلم څخه روایت دی : {مَنْ حَرَّقَ حَرَّقْنَاهُ، وَمَنْ غَرَّقَ غَرَّقْنَاهُ} () . ژباړه : که چا څوک وسوزول سوزوو یې او که یې ډوب کړل ډوبوو یې . همدارنګه پیغمبر صلی الله علیه وسلم د هغه یهودي سر و ټکاوه چې د انصارو د یوې جینۍ سر یې په تیږو ټکولی و. ( )
په قصاصو کې د حق خاوند : په قصاصولو کې د حق خاوند د جمهورو علماؤو په آند هر وارث کیدلی شي که هغه ذوي الفروض وي یا عصبه ، ښځه وي یا خاوند ، نارینه وي او که ښځينه . د مالکي مذهب د فقهاؤو په آند د قصاص اخیستلو مستحق نارینه عصبه دي چې ، تر ټولو ډېر نژدې یې تر نورو زیات مستحق دی . نیکه او ورونه په قصاص او بښنه کې یو شان دي . لوڼې ، خویندې او مېرمنې په قصاص کې د هغوی په اند حق نلري .
د قصاص اخیستلو ولایت :
که چېرې د مقتول څخه یو وارث پاتې وي او هغه بالغ یا بالغه وي د قصاص اخیستلو حق لري په دې اړه الله تعالی فرمایلي دي: [وَمَنْ قُتِلَ مَظْلُومًا فَقَدْ جَعَلْنَا لِوَلِيِّهِ سُلْطَانًا فَلَا يُسْرِفْ فِي الْقَتْلِ إِنَّهُ كَانَ مَنْصُورًا ] د اسراء سورت ۳۳م آیت .
ژباړه : څوک چې ووژلی شول د مظلومیت په حالت کې ، ګرزولی دی مونږ د هغه وارث لپاره زور ( چې له قاتل څخه غچ اخیستی شي ) نو اسراف دې نه کوي په قتل کې په تحقیق سره دغه ( وارث ) دی مدد ورسره شوی .
که چېرې یې وارث صغیر و ، د هغه په اړه د حنفي فقهاؤو دوه نظره دي : ځينې یې په دې اند دي چې د هغه تر بالغیدو پورې دې انتظار وویستل شي او ځینې وایې چې قاضي دې د هغه په نیابت قصاص واخلي . امام الشافعي او امام احمد په آند د صغیر تر بالغیدو او د لېوني تر روغیدو پورې باید انتظار وویستل شي .
د مقتول د ورثې ډېروالی :
۱- که چېرې ورثه ټول بالغان وي ټول د قصاص د غوښتنې مستحق دي ، د قصاص د نافذولو په مهال باید ټوله ورثه حاضره وي ځکه چې د غائب وارث لخوا د بښنې احتمال دی . که چېرې یو وارث هم قاتل ته عفوه وکړي قصاص ساقطیږي . هغه وارث چې قاتل ته بښنه نه کوي او قصاص د بل وارث د بښنې له امله ساقط شي هغه ته د دیت په حساب د هغه د برخې سره سم مال ور کول کیږي . ()
۱- که په وارثانو کې بالغان او صغیران دواړه وي یا پکې کوم لیونی وي د امام مالک او امام ابوحنیفه په آند مشران ( بالغان ) کولی شي چې قصاص واخلي د کشرانو تر بالغیدو یا هم د لیوني تر روغیدو دې انتظار نه کوي هغوی د علي رضی لله عنه په قتل د ابن ملجم په قصاصولو استدلال کوي په داسې حال کې چې د علی رضی الله عنه په ورثه کې صغیران هم ول اما د هغوی تر بالغیدو چا صبر ونکړ . د احنافو په آند پلار او نیکه هم د صغیر لخوا ولایتاً د قصاص اخیستلو حق لري .
د امام ابویوسف ، امام محمد او شافعیانو په آند که چېرې د مقتول په ورثه و کې صغیر ، لیونی یا غایب وي د صغیر تر بالغیدو ، د لیوني تر روغیدو او د غایب تر حاضریدو باید انتظار وویستل شي . دا ځکه چې قصاص د ټولو ورثه و ګډ حق دی هېڅ وارث نشي کولی چې په یواځې ځان قصاص واخلي او د بل حق ضایع کړي . مغني د ابن قدامه د امام احمد بن حنبل څخه په دې اړه دو نظره نقل کړي دي : په یوه نظر کې د امام ابوحنیفه او امام مالک صاحب سره ورته نظر لري او په بل نظر کې د صاحبانو او امام شافعی رحمهم الله سره هم نظر شوی دی چې ابن قدامه په خپله هم په دې وروستي نظر دی .
د امام ابویوسف ، امام محمد ، شافعیان او حنابله و په آند ولي نه شي کولی چې قصاص واخلي یا یې وبښي .
د قصاص ساقطوونکي
قصاص د قاتل په مرګ ، په بښنه ، په سوله او په میراث وړلو ساقطیږي
۱- د قاتل مړینه : کله چې قاتل مړ شي ، دا مهمه نه ده چې د خپل په مرګ مړ شي که یا یې څوک ووژني ښکاره خبره ده چې قصاص یې ساقطیږي ځکه چې د قصاص لپاره محل نه پاتې کیږي . د څېړنې وړ خبره دا ده چې ایا د هغه له مال څخه د مقتول ورثې ته دیت ورکول کیږي که څنګه ؟
احناف او مالکیان وایي چې په داسې حالت د قاتل له مال څخه دیت نه ورکول کیږي ، دا ځکه چې قصاص عیني واجب دی کله چې قاتل مړ شو قصاص هم ساقط شو .
شافعیان او حنابله وایې چې کله چې قاتل له قصاصه مخکې مړ شي د هغه له مال څخه به دیت ورکول کیږي دا ځکه چې د هغوی په آند د مقتول ورثه د دیت یا د قصاص په ټاکلو کې پوره واک لري کله چې د قصاص محل له منځه ولاړ شي د هغه له مال څخه به د مقتول ورثې ته مال ورکول کیږي .
۲- بښنه ( عفو ) : د قصاص بښل نه یواځې روا بلکه یو نیک عمل بلل شوی دی .
د عفوې رکن : د بښنې رکن دا دی چې بښونکی ووایي : بښنه مې وکړه ، ابراء مې وکړه یا دې ته ورته نور الفاظ چې د عفوې معنی ترې اخیستل کیږي . د ولي مقتول کولی شي په محکمه کې په شفاهي توګه یا د یوې عرضپاڼې په مټ د ابراء خط د ترتیب غوښتنه کوي
د احنافو او مالکیانو په آند عفوه په وړیا ډول د قصاص بښلو ته وایي . له قصاص څخه دیت ته راښکته کیدل د هغوی په آند سوله ده نه بښنه . د احنافو او مالکیانو په آند له قصاص څخه دیت ته را ښکته کیدل د قاتل له رضا پرته نشی کیدای او د قاتل رضا لاس ته راوړل سوله ده نه بښنه .
د شافعیانو او حنابله و په آند عفوه په وړیا ډول د قصاص بښلو ته ، یا له قصاص څخه دیت ته راښکته کیدلو ته وایي . د مقتول ولي پوره واک لري چې قصاص اخلي یا دیت ، د قاتل رضا پکې شرط نه ده .
د بښنې شرطونه : په بښنه کې د دوه شرطونو اړتیا ده :
۱ـ بښونکی باید عاقل او بالغ وي . د ماشوم او لیوني بښنه سمه نه ده ، ځکه چې بښنه د طلاق او هبې په شان بشپړه مضره کړنه ده چې ماشوم او لیونی یې صلاحیت نلري .
۲- بښونکی باید د بښل شوي حق څښتن وي ، دا ځکه چې بښنه د خپل له حق څخه تیریدل دي ، د بل چا له حق څخه تیریدل د منلو وړ نه دي .
د جمهورو فقهاؤو په آند ټوله ورثه د بښنې حق لري که هغه نارینه وي یا ښځينه . د مالکي فقهاؤو په آند یواځې نارینه عصبه د بښنې حق لري او بس .
پلار او نیکه یواځې د قصاص اخیستلو ولایت لري ، له صغیر پرته چې بلوغ ته ورسیږي هېڅوک د صغیر د حق د بښنې صلاحیت نلري . د شافعیانو او حنابله و په آند پلار ، نیکه او حاکم یواځې د مال په بدل کې د بښنې واک لري .
۳- سوله : د قصاص په اړه سوله د ټولو فقهاؤو په اتفاق رواده . سوله له دیت څخه په کم مال ، د دیت په اندازه مال ، له دیت څخه په زیاته اندازه مال کیدلی شي او قصاص پرې ساقطیږي .
د سولې حکم : سوله او بښنه یو حکم لري هر څوک چې د بښنې واک لري د سولې واک هم لري . لکه څنګه چې بښنه قصاص ساقطوي همدا ډول یې سوله هم ساقطوي .
د ټولو فقهاؤو په اتفاق ، دولت او د صغیر او لیوني ولي له مال پرته د سولې واک نه لري . همدارنګه له دیت څخه په کم مال سوله نشي کولی . ځکه چې دولت او ولي د صغیر په زیان د سولې او بښنې واک نلري .
د بښنې او سولې توپیر : بښنه له بدلې پرته د خپل له حق څخه تیریدلو ته وايي او سوله د یوشي په بدل کې د دخپل له حق څخه تیریدلو ته وایي .
د امام مالک او امام ابوحنیفه رحمهما الله په آند د دیت په بدل کې د قصاص بښل سوله ده نه بښنه ، ځکه چې د نوموړو فقهاؤو په آند د قصدي وژنې سزا دیت نه بلکې قصاص دی ، او دیت هغه وخت لازمیږي چې قاتل رضایت ولري . د دیت په بدل کې د قصاص ساقطول د دواړو خواوو په رضایت کیدلی شی چې له همدې کبله سوله شوه نه بښنه .
۴- په میراث وړل د قصاص : یو له هغه مواردو څخه چې قصاص پرې ساقطیږي په میراث وړل د قصاص دي .
د بیلګي په توګه : یو سړی د خپل پلار ووژني ، دا قاتل ورور هم ولري ، مقتول له دوه زامنو پرته بل وارث ونه لري ، له قاتل پرته هغه بل زوی چې د قاتل ورور دی مړ شي په داسې حالت کې قصاص قاتل ته په میراث پاتې کیږي له همدې کبله ساقطیږي .
د عمدي قتل بدلي جزاء (دیت)
که چېرې قصاص په یو ډول ساقط شو دیت او تعزیز نافذیږي :
د دیت تعریف :
دیت په شریعت کې هغه مال ته ویل کیږي چې د ژوندي د وژلو په بدل کې ورکول کیږي .
د دیت د رواوالي دلایل :
د دیت رواوالی په قرآنکریم ، احادیثو او اجماع ثابت دی .
قرآنکریم : الله تعالی په قرآنکریم کې فرمایلي دي : [ وَمَنْ قَتَلَ مُؤْمِنًا خَطَأً فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُؤْمِنَةٍ وَدِيَةٌ مُسَلَّمَةٌ إِلَى أَهْلِهِ إِلَّا أَنْ يَصَّدَّقُوا ] د النساء سورت ۹۲م آیت . ژباړه : څوک چې یو مؤمن په خطا ووژني نو (شته په قاتل ) آزادول د مؤمن غلام او دیت دې ورکړل شي وارثانو د مقتول ته مګر دا چې و یې بښي ( وارثان قاتل ته ) .
که څه هم ذکر شوی آیت د خطا قتل په اړه دی خو ټول علماء د قصاص د ساقطیدو په حالت کې د دیت په لازموالي متفق دي .
احادیث : د دیت د مشروعیت په اړه ډېر زیات احادیث له پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه روایت شوي دي چې مشهور یې د یمن خلکو ته د الله د رسول هغه لیک دی چې پکې ډېرو احکامو ته اشاره شوې ده چې د لیک په یوه برخه کې راغلي دي : مَنِ اعْتَبَطَ مُؤْمِنًا قَتْلًا، عَنْ بَيِّنَةٍ فَإِنَّهُ قَوَدٌ إِلَّا أَنْ يَرْضَى أَوْلِيَاءُ الْمَقْتُولِ، وَأَنَّ فِي النَّفْسِ الدِّيَةَ مِائَةً مِنَ الْإِبِلِ … ژباړه : که چاه یو بې ګناه مؤمن وواژه نو قصاص دې کړی شي مګر نه دې قصاص کیږي که د مقتول وارثان د دیت په اخیستلو راضي شول بیا د نفس دیت سل اوښان دي .
اجماع : د دیت په رواوالي د ټولو علماؤو اتفاق دی .
د دیت د وجوب شرطونه :
د حنفي مذهب د علماوو په آند د دیت د وجوب لپاره دوه شرطونه ضروري دي :
۱- عصمت : مقتول باید پاک ( معصوم ) وي . د حربي او یاغي په وژلو دیت نه لازمیږي ، جمهور علماء هم د احنافو سره د دې شرط په اړه متفق دي یواځې د شافعیانو په آند یاغي معصوم الدم دی .
۲- تقوم : مقتول باید متقوم وي يعني که څوک په دارالحرب کې مسلمان شو او هلته د مسلمان یا د ‌‌ذمي لخوا په خطا ووژل شو په قاتل یې دیت نه لازمیږي . د جمهورو علماوو په آند تقوم په مسلمانوالي دی . دا چې وژل شوی دی مسلمان دی ، الله تعالی په قرآنکریم کې فرمایلي دي : وَمَنْ قَتَلَ مُؤْمِنًا خَطَأً فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُؤْمِنَةٍ وَدِيَةٌ مُسَلَّمَةٌ إِلَى أَهْلِهِ د النساء سورت ۹۲یم آیت . ژباړه : څوک چې یو مؤمن په خطا ووژني نو (شته په قاتل ) آزادول د مؤمن غلام او دیت دې ورکړل شي وارثانو د مقتول ته .
د احنافو په آند تقوم په دارالاسلام ( د اسلامي نظام سیمه ) دی نه په مسلمانوالي . الله تعالی فرمایلي دي : [فَإِنْ كَانَ مِنْ قَوْمٍ عَدُوٍّ لَكُمْ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُؤْمِنَةٍ ] د النساء سورت ۹۲م آیت .
ژباړه : که چېرې مقتول ستاسې د دښمن له قومه و ، په داسې حالت کې چې دا ( مقتول ) مؤمن و نو ( شته په قاتل ) آزادول د مسلمان غلام ( له دیت پرته ) .
په داسې حالت کې یې الله تعالی جزاء کفاره ټاکلې ده چې هغه د غلام آزادول دي .
د دیت ډولونه :
د دیت د اقسامو په اړه فقهاء واحد نظر نه لري . د امام ابوحنیفه ، امام مالک او امام شافعي په پخواني مذهب کې ویلي دي چې دیت درې ډوله دی : اوښان ، سره زر او سپین زر او د هر یو قسم څخه د دیت ورکول روا دي . د هغوی دلیل دا دی چې له پیغمبر صلی الله علیه څخه روایت شوی دی چې فرمایلي یې دي : وَإِنَّ فِي النَّفْسِ الدِّيَةَ , مِائَةٌ مِنَ الْإِبِلِ ژباړه : د نفس په وژلو سل اوښان دیت لازمیږي . همدارنګه روایت شوی دی چې عمر رضی الله عنه په سرو زرو والا باندې زر دیناره او په سپینو زرو والا باندې لس زره شرعي درهمه دیت لازم کړی و . فتوی هم په حنفي مذهب کې د امام ابوحنیفه په قول ده . د امام احمد او صاحبانو په آند دیت په لاندې شپږو شیانو کې لازم دی : اوښان ، سره زر ، سپين زر ، غوایان ، پسونه او جامې . که په دیت کې هر څه تیار شول د مقتول ورثه یې باید واخلي دا ضروري نه ده چې قاتل د هغه شي خاوند وي او که نه وي .
امام شافعي رحمه الله د خپل په وروستي نظر کې ویلي دي چې دیت په اصل کې سل روغ اوښان دي چې قاتل یې باید د مقتول ولي ته وسپاري ، که چېرې سل اوښان پیدا نشول نو باید د سلو اوښانو قیمت دې ورکړل شي . هغه په دغه حدیث استدلال کوي : روی عَمْرِو بْنِ شُعَيْبٍ، عَنْ أَبِيهِ، عَنْ جَدِّهِ، قَالَ كَانَتْ قِيمَةُ الدِّيَةِ عَلَى عَهْدِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: ثَمَانَ مِائَةِ دِينَارٍ أَوْ ثَمَانِيَةَ آلَافِ دِرْهَمٍ، وَدِيَةُ أَهْلِ الْكِتَابِ يَوْمَئِذٍ النِّصْفُ مِنْ دِيَةِ الْمُسْلِمِينَ “، قَالَ: فَكَانَ ذَلِكَ كَذَلِكَ حَتَّى اسْتُخْلِفَ عُمَرُ رَحِمَهُ اللَّهُ، فَقَامَ خَطِيبًا فَقَالَ: أَلَا إِنَّ الْإِبِلَ قَدْ غَلَتْ، قَالَ: فَفَرَضَهَا عُمَرُ عَلَى أَهْلِ الذَّهَبِ أَلْفَ دِينَارٍ، وَعَلَى أَهْلِ الْوَرِقِ اثْنَيْ عَشَرَ أَلْفًا، وَعَلَى أَهْلِ الْبَقَرِ مِائَتَيْ بَقَرَةٍ، وَعَلَى أَهْلِ الشَّاءِ أَلْفَيْ شَاةٍ، وَعَلَى أَهْلِ الْحُلَلِ مِائَتَيْ حُلَّةٍ
ژباړه : عمرو د شعیب زوی له خپل پلاره هغه د خپل له نیکه څخه روایت کړی دی چې د دیت ارزښت د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په زمانه کې اته سوه دیناره یا اته زره درهمه و . د اهل کتابو دیت هغه وخت د مسلمانانو د دیت نیمایي و . د حضرت عمر رحمه الله تر خلافته پورې همدا ډول و ، عمر رضی الله عنه خطبه وړاندې کړه او وې ویل : د اوښانو بیې لوړې شوي دي ، راوي وایي عمر رضی الله عنه په سرو زرو والا زر دیناره ، په سپینو زرو والا دولس زره درهمه ، په غوایي والاوو دوه سوه غوایان ، په پسه والاوو دوه زره پسونه ، په جامه والاوو دوه سوه جوړې جامې وټاکلې .
د دیت اندازه :
هغه څه چې مو د دیت په ډولونو کې بیان کړل د دیت اندازه هم ترېنه معلومیږي چې د سپينو زرو پرته په نورو ټولو اندازو کې یې د فقهاؤو اتفاق دی .
په سپینو زرو کې د فقهاؤو د اختلاف سبب د دینار اندازه ده چې د احنافو په آند یو دینار لس درهمه او د جمهورو په آند دولس درهمه دی .
دیت په اوښانو کې سل اوښان ، په سرو زرو کې زر دیناره ، په سپینو زرو کې زر درهمه د احنافو په آند او دولس زره درهمه د جمهورو فقهاؤو په آند دی . په غوایانو کې دوه سوه ، په پسونو کې دوه زره پسه او په جامو کې دوه سوه جوړې جامې دیت دی .
د افغانستان د سترې محکمې مقام هم د احنافو د رایې سره سم د دیت اندازه لس زره درهمه چې اووه زره مثقاله سپين زر کیږي ټاکلې ده . ستره محکمه هر کال له بانکونو څخه د سپینو زرو د بیې له پوښتنې وروسته د دیت اندازه په افغانیو ټاکي . همدارنګه د ۱۳۴۷ کال د سیمینار د لارښوونو سره سم په افغانستان کې په عاقله ( د قاتل قوم ) دیت نه کېښودل کیږي .
مغلظ او مخفف دیت :
دیت په مغلظ او مخفف ویشل شوی دی . په خطا ډوله (شبه عمد) وژنه کې مغلظ او په خطا وژنه کې مخفف دیت لازم دی . کله چې په قصدي وژنه کې د مقتول ورثه بښنه وکړي په داسې حالت کې د امام شافعی او حنابله وو په آند مغلظ دیت لازمیږي د امام ابوحنیفه رحمه الله په آند په عمدي وژنه کې دیت نشته بلکې د دواړو خواوو د موافقې پورې اړه لري .
د امام ابوحنیفه او امام ابویوسف رحمهما الله په آند مغلظ دیت پنځه ویشت بنت مخاضه ( پوره یوکلن یانې دوهم کال یې شروع شوی وي ) ، پنځه ویشت بنت لبون ( هغه اوښه چې دریم کال یې شروع شوی وي ) ، پنځه ویشت حقې ( هغه اوښه چې څلورم کال یې شروع شوی وي ) او پنځه ویشت جذعې ( هغه اوښه پنځم کال یې شروع شوی وي ) .
د امام محمد او امام شافعي رحمهما الله په آند دېرش حقې ، دېرش جذعې او څلوېښت بلاربې ثنیې دي .
( هغه اوښه چې شپږم کال یې شروع شوی وي ) ()
مخفف دیت په خطا وژنه کې د ټولو فقهاوو په اتفاق شل بنت مخاض ، شل ابن مخاض ، شل بنت لبون ، شل حقې او شل جذعې دي . ()
د احنافو په ګډون د جمهورو علماوو په آند د ښځې دیت د نارینه وو د دیت نیمایي دی . () په دې اړه له پیغمبر صلی الله علیه وسلم نه روایت شوی دی : عَنْ مُعَاذِ بْنِ جَبَلٍ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: ” دِيَةُ الْمَرْأَةِ عَلَى النِّصْفِ مِنْ دِيَةِ الرَّجُلِ ()
خاتمه :
د نړۍ بېلابېلو هېوادونو د قتل لپاره مختلف مجازات ټاکلي دي خو هغه مجازات چې ګټور ثابت شوي دي هغه د قتل شرعي مجازات دي . تجربې ثابته کړې ده چې چېرته د الله د حکم سره سم قاتل قصاص شوی دی او دالله شریعت نافذ شوی دی هلته د قتل د جرم تر ډېره مخنیوی شوی دی . که څه هم په ظاهره کې د قتل شرعي جزاء چې هغه قصاص دی سخته ښکاري خو الله جل جلاله حکیم او عادل دی الله متعال ځمکه او انسانان پیدا کړي دي ، الله ډېر ښه پوهیږي چې د انسانانو د هو ساینې لپاره کوم ډول ارشادات او قوانین را ولیږي الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایلي دي : وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ د بقرې سورت ۱۷۹یم آیت .
ژباړه : تاسې لپاره په قصاص کې ژوندون دی ای د عقل خاوندانو ، د دې لپاره چې تاسو ځان وساتئ (د ناحقو وینو تویولو څخه ) . الله جل جلاله په پورتني آیت کې ټولو شک اچوونکو او هغه خلکو ته ځواب ویلی چې د اللهی شریعت د قوانینو سره ذهني جوړجاړی نلري . د اولوالالباب له کلمې ښکاري چې د سلیم عقل له خاوندانو پرته د الله د احکامو په حکمت نور څوک نه پوهیږي .

20

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply