د طالبانو د قطر دفتر باید وتړل شي / محمد هلال سمسور

0 939

د قطر دفتر په دې موخه جوړ شو، چې په افغانستان کې د سولې لپاره لار هواره شي او طالبان یو ادرس ولري. خو د څو کلونو له تېرېدو سره سره دغه دفتر د سولې په اړه هېڅ نه دي  کړي. بلکې دا دفتر د طالبانو استازولي نه بلکې مستقیما د اسلام آباد په اشارو اداره کېږي.

د طالبانو د باوري سرچینو له قوله د قطر دفتر او د کویټې شورا او طالبانو د مشرتابه ترمنځ اړیکې په مستقیم ډول نه ترسره کېږي. بلکې د دوی ترمنځ د اړیکو ساتل او د خبرو انتقال د ای آس آی له خوا صورت نیسي. د پاکستان آی اس آی د قطر دفتر ته وايي چې تاسې خو هسې مزې او چړچې وهئ. آرام ناست یاست، اصلي خلک خو هغه دي چې په جګړه کې اخته دي او جګړه رهبري کوي. نو تاسې باید د کوټې شورا، د کراچۍ میشتو مشرانو طالبانو خبرو ته غوږ ونیسئ او هېڅکله داسې اقدام ونه کړئ، چې په هغو کې د پاکستان میشتو طالبانو خوښه نه وي. برعکس، پاکستان میشتو طالبانو ته وايي چې تاسې څوک پيژني، اصلي سیاسي او خبرو څېرې خو په قطر کې ناستې دي، تاسې چې هرڅه کوئ پر تاسې څوک خبر نه دي بلکې که ځان وښوروئ موږ ته ستونزه پیدا کېږي. اصلي خبره خو باید قطر وکړي.

کرزي د خپل حکومت په وروستیو کې له ځینو طالبانو سره لین ټینګ کړئ ؤ او په همغه اساس یې قطر ته د تلو تکل وکړ، خو مخکې له دې چې ولسمشر کرزی قطر ته ورسېږي او له طالبانو سره وویني، د آی آس آی کس وار له مخه قطر ته رسېدلی ؤ او هغوی ته یې ګوت ځنډنه کړې وه، چې که مو له کرزي ولیدل خیر مو نشته. هماغه وو چې د کرزي سفر له سترو اعلانونو سره سره په چوپه خوله تېر شو.

په دومره وخت کې طالبانو یوازې یو ځل د پاکستان له خبرولو پرته یو افغان چارواکي (معصوم ستانکزي) سره وکتل چې پاکستان د قطر دفتر ته دومره غوسه شو، چې ان قطر میشتي یې د پرتوګ په ایستلو وګواښل، هماغه وو چې د طالبانو دری کسیزه ډله پاکستان ته راغله او له پاکستان څخه یې معذرت وغوښت او بانه یې دا وکړه، چې دوی له پاکستان سره د کډوالو او سرحدي چارو خبرې کوي.

قطر میشتو طالبانو څو کاله وړاندې یوه [ورسته و بې مانا] طرحه او شرطنامه لیکلي او چې هرڅوک ورته د خبرو ووایي دوی همغه شرطنامه پرې له تخرګ څخه پرې را وباسي: (ها دا دی، امارت اسلامي خبرو ته په دې شرطو حاضر دی).

سره له  دې چې قطر میشتي طالبانو رسنیو، مطالعې او پوهانو ته لاس رسی لري، خو په شرط سره هرڅوک چې له قطرمیشتو طالبانو سره خبرې کوي، د هغوی ټول معلومات د ای آس ای له خوا ورپیچکاري شوی دي. سترګي او زړونه یې مهر شوي، کټ مټ داسې خبرې کوي لکه آی اس آی چې خام زملکیان په درواغجنو فلمونو انتحاري حملو ته چمتو کوي.

په دې اساس د قطر دفتر باید څومره ژر چې کېږي باید وتړل شي، ځکه دا دفتر حد اقل دومره هم نه شي کولی چې خپلو جنګي طالبانو ته دومره توصیه وکړي، چې په بېګناه افغانان مه وژنئ، د افغان ولس ګټې مه پایمالوئ، په عامه تاسیساتو مه لګېږئ، سوله خو پر ځای پرېږده چې د همدې لپاره دا دفتر پرانېستل شوی ؤ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply