تل په تکراري تکتیک ګوزار خورو او له یوې سوړې څو ځله چیچل کېږو

0 724

ودان روښان  

په کابل، ننګرهار او کندهار کې وروستيو خونړيو بریدونو له دوه سوو  زیاتو افغانانو ژوند واخیست او له درې سوه زیات نور یې ټپیان کړل. د کابل پر انترانترکانتینینتال هوټل، په جلال اباد کې د ماشومانو ملاتړ موسسې، د کابل ښار صدارت څلور لارې او د کندهار ښار عینو مینه کې داسې مهال خونړي بریدونه وشول چې له دې شاوخوا یوه اونۍ مخکې اعلان وشو چې د همایون جریر او عباس بصیر په  مشري یو پلاوي په ترکیه کې د طالبانو استازو سره د سولې په  اړه خبرې کړي دي. سره له دې چې دغه کسان(همایون جریر او عباس بصیر) کومې د پام وړ حکومتي دندې نه لري خو د سولې عالي شورا ویلي و چې یاد کسان د حکومت په سلامشوره له طالبانو سره د خبرو له پاره ترکیې ته تللي دي. له دې سره جوخت کورنیو او بهرنیو معتبرو رسنیو خبر ورکړ چې د پیر سید حامد ګیلاني په مشري د محاذ ملي اسلامي یو پلاوي په اسلام اباد کې د طالبانو له هغه پلاوي سره خبرې کړي چې له قطره اسلام اباد ته ورغلي دی. تر دې مخکې ښاغلي ګیلاني په ډېر ویاړ او هسکه غاړه اعلان کړی و چې دده په غوښتنه او منځګړیتوب طالبانو په پکتیا کې هغه ۱۴ سرتېري بېرته خوشې کړي چې پخوا یې اسیر نیولي وو، ده (سید حامد ګیلاني) له دولته هم وغوښتل چې د ښه نیت ښودلو په توګه ځینې طالب بندیان خوشې کړي. دا داسې مهال و چې تردغه اعلان مخکې همدغه ښاغلي(سید حامد ګیلاني) ویلي و چې طالب مشران په افغانستان کې دي نه په بهر کې دا داسې مهال ده چې ټول افغانان لا څه چې ان نړیوال لا پر دې پوهېږي چې طالب مشران په پاکستان کې پټ دي.

خو د سولې په اړه له خبرو او ډرامې بیخي لږ ځنډ وروسته، په کابل او ولایتونو کې وروستي بریدونه وشول.

دغه راز، په ۲۰۱۵ کال کې چې په اوونۍ کې به یو یا دوه ځله د پاکستان پوځ مشر راحل شریف کابل ته راته، هغه د چا خبره لاره یې پوټی کړې وه او افغان چارواکو ته به یې ډاډ ورکاوه چې د خبرو میز ته د کینولو له پاره یې ملاعمر رضا کړی او نن ده، که سبا ده د خبرو میز ته به کیني، ان یو ځل یې ځینې طالبان پاکستان په مري ښار کې کې د سولې عالي شورا له یو پلاوي سره خبرو ته هم کینول. د مري له خبرو وروسته طالب پلاوی سعودي عربستان ته لاړ او له افغان چارواکو سره یې خبرې وکړې. د خپرو شویو رپوټونو پر بنسټ، د طالبانو واکمنۍ د بهرنیو چارو وزارت معین ملا عبدالجلیل او د کندهار والي ملا محمدحسن رحماني د پاکستان په مرسته سعودي عربستان ته تللي او د دغه هېواد له چارواکو سره یې لیدلي دي. د محمدابراهیم حقاني په ګډون یادو درې کسانو د مري په خبرو کې د طالبانو استازیتوب کاوه. هماغه وخیت وپتېیل شوه چې ډېر ژر به لوړ پوړي طالب مشران له افغان چارواکو سره خبرو ته کیني. په داسې حال کې چې افغان چارواکو د ۱۳۹۴ کال د زمري میاشتې په لومړیو کې له طالبانو سره د خبرو مهم پړوا ته ځانونه چمتو کول، ناڅاپه د« تحریک اسلامي محاذ فدایي» په نوم  یوې ناپېژاندې ډلې چې له تردید پرته د ای اس ای په لاس جوړه شوې، د همدې( زمري)میاشتې پر ۱۲ نیټه غږ پورته کړ چې ملاعمر دوه کاله مخکې وژل شوی. له دغه اعلان وروسته طالبانو هم په رسمي توګه تایید کړه چې عملا مړ او پر ځای ملا اختر منصور د طالبانو مشر په توګه غوره شوی. نوي مشر(ملا منصور) هم له ځنډ پرته اعلان وکړ چې له افغان حکومت سره خبرې بې مانا دي او دی به جنګ جګړو ته زور ورکړي چې ورسره جوخت په هلمند کې د طالبانو یرغلیزو بریدونو زور واخیست.  له دې سره هم مهاله یانې د زمري میاشتې پر ۱۶ نیټه د کابل په شاشهید سیمه کې زوروره موټر بم چاودنه وشوه چې سلګونه کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله او هم یې درانه مالي زیانونه پرځای پرېښودل.

د دې لړۍ په دوام د ۱۳۹۴ کال په پای او ۱۳۹۵ کال په لومړیو کې پاکستان بیا د څلور اړخیزه خبرو اترو ډرامه رامخته کړه. ددې خبرو لومړی، دویم، درېیم او څلورم پړاوونه په ډېره خوشبیني پای ته ورسېدل او پاکستان ژمنه وکړه چې د خبرو پنځم پړاو ته به طالبان راولي، پاکستانیانو په ټینګه وویل چې دغه کار به کوي خو چې د پنځم پړاو خبرو ته وخت رانږدې شو پاکستان اعلان وکړ چې دغه کار نه شي کولی ځکه چې طالبان ددوی خبر نه مني. له دغه اعلان لږ ځنډ وروسته د ۱۳۹۵ کال د غبرګولي پر۳۰ د کابل په دارالامان سرک د موبي ګروپ پر خبریالانو برید وشو چې درنه مرګ ژوبله یې واړوله. پر موبي ګروپ له برید وروسته د ۱۳۹۵ کال د چنګاښ پر ۳۱ نیټه له میدان وردګو کابل ته د راتلونکو نویو فارغ شویو پولیس سرتېرو پر موټریز کاروان ځانمرګه بریدونه وشول چې ۳۰ نوي فارغ شوي پولیس سرتېري په کې ووژل شول.

که وکتل شي له ډېرو دغه ډول خونړیو پېښو وړاندې پاکستان د سولې له پاره شنه څراغونه ورکړي، کله یې چې افغان چارواکي په دې اړه بوخت کړي او داسې یې ګڼلې چې ګنې سولې ته په نږدې کېدو دي همدغه وخت یې داسې ناورین رامنځته کړی چې د سر او مال درنو زیانونو سربېره یې په ولس کې د حکومت اعتبار او په ټوله کې د ژوندانه  ټول اړخونه زیانمن کړي دي. څوک ویل شي چې دغه ډول خونړي بریدونه له هغو مخکې دیپلوماتیکو منډو ترړو او غوړو خبرو سره تړاو نه لري؟

له دې داسې اخیسته کېدی شي چې په افغانستان کې د لاسپوڅي او ګوډاګي حکومت واکمنولو ستراتېژي جوړونکي د خپلې موخې ترلاسه کولو له پاره د ۲۳۰۰ کاله مخکې وتلي چینایي ستراتېژیست د لارښوونو هغه برخه د خپل عمل لارښود ګرځولې چې وایي:         « د جګړې هنر په ټوله مانا پر دوکې ولاړ دی. په دې توګه، کله چې ځواکمن یاست، ځان کمزوری وښيئ او کله چې فعال یئ، ځان منفعل وښیاست. کله چې نږدې یئ، هغه کار وکړئ چې ګمان وشي لرې یاست او کله چې لرې اوسئ، داسې عمل وکړئ چې باور وکړي نږدې یاست.  په هغه ځای او هغه وخت برید وکړﺉ او غلیم ته ګوزار ورکړی چې تمه یې نه لري.»

مالومېږي چې د افغانستان غلام کولو ستراتېژېستان ټکي په ټکي د سون تزو لارښوونې پلې کوي. له ورایه ښکاري هغه وخت په افغانستان کې خونړي بریدونه کېږي چې د سولې او سمه سمکي په اړه شنه څراغونه بل شي، په مستقیم یا غیر مستقیم ډول ولس او دولت سولې ته هیله من شي، ټول پام د سولې هڅو ته واوړي نو بیا د همدغو هیلو او تمو په اوج کې  داسې پېښه وشي چې پخوا یې تصور هم نه کېده. له همدغه ځایه ده چې افغان چارواکو په تېره د وسله وال پوځ اعلی سرقومانداني، د ملي امنیت شورا، د ملي امنیت ریاست مشرتابه، کشفي او استخباراتي بنسټونو، په ټوله کې ټولو هغو څانګونو ته چې له امنیت سره اړیکه لري او ټول ولس ته، بویه چې تل هوښیار واوسي او تر ډېره ددغه ډول خبرو اترو پروخت، نه ښایي چې بیا هم په تکراري تکتیک ګوزار وخورو او یا مو بیا هم له همغې سوړې مار وچیچي!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply