دلته د لسګونه پاکستاني اتباعو د دندو راز / جان اغا بهار

0 830

پر فیسبوک هغه لېسټ کښته پورته کېږي چې په افغانستان کې په مختلفو بانکونو کې په تر ټولو لوړو معاشونو او ښو بستونو پاکستاني اتباع موظف شوي دي او چا یې تر اوسه په اړه غوږ هم نه دی ګرولی.
په داسې حال کې چې موږ په کور دننه په دومره لوستو ځوانانو کې چې په بېلابېلو برخو کې یې تر ماسټري، دوکتورا او مافوق دوکتورا تحصیلات کړي دي، بیا هم پاکستانیان دلته کار کوي.

په همدې بانکي رشتو کې زه دا اوس هم تر سلو ډېر ځوان کادرونه پېژنم چې په خورا مشکلاتو کې یې تخصص کړی، انرژي یې مصرف کړې، لوږه ــ تنده یې ګاللې، یخنۍ او ګرمۍ ته یې نه دي کتلي، خو زده‌کړي یې کړې دي، اما بې‌دندې ګرځي.

همداسې سلګونه یې تاسې ممکن وپېژنئ چې په دې او دې ته ورته برخو کې یې زده‌کړې کړې دي، خو بې‌دندو ګرځي یا یې د سړک پر غاړه رېړۍ لګولې، تر ماښامه څو روپۍ ګټي چې هغه یې حد اقل کورنۍ اړتیاوې هم نه‌شي مرفوع کولای، ټوله ورځ یې ګردونه ووهي، وچې شونډې ولاړ وي… ماښام چې کور ته ولاړ شي، د ده رنګ او حالت ته په کتو یې ټوله کورنۍ یې ورسره ځورېږي یا ورته د کورنۍ غړي او خپل خپلوان د پېغور په ژبه وایي چې دومره تعلیم او تحصیل دې وکړ، خو بیا هم بې‌دندې ګرځې!

همدا رنګه په یو شمېر خصوصي پوهنتونونو کې دا اوس هم پاکستاني استادان تدریس کوي، په داسې حال کې چې په کور دننه ښه علمي او کادري ځوانان په پوهنتونو کې د استادۍ په ارمان دي چې له دې سپېڅلي ډګره خلکو ته خدمت وکړي، پوهه ووېشي.
ما او تا هم تر پرونه هڅه کوله چې په هغه حصوصي پوهنتون کې درس ووایو یا مو زوی، ورور درس ووایي چې بهرني استادان، په تېره بيا پاکستاني پکې د تدریس چارې مخې ته وړي.

پر دې خو پوهېږو چې په کور دننه زما و ستا ځوان له بې‌کاري او نهيلي دا اوس بهر ته پر مرګونو او ډاروونکو لارو قاچاقي تېرېږي، د کار و بار او یو څو پيسو ګټلو ته ځان رسوي، دلته ورته د هغې مزودرې د درېيمې برخې پيسو ګټلو کار پیدا شي چې کورنی ژوند یې ورسره روان شي، ایا بهر به ولاړ شي؟ د چا له مرګ سره بازګیري خوښیږي، څوک په ژوند کولو تنګ دی؟

ښکاره ده چې ځواب یې منفي دی. تاسې څه فکر کوئ چې پاکستانیان دلته یوازې د پيسو ګټلو له غمه مېشت دي، که نه د اذهانو د فاسدولو لهپاره هم کار کوي؟
زما و ستا محصل چې په هغه پوهنتون کې درس وایي چې پاکستانی پکې استاد دی، څومره به یې تر اغېز لاندې وي، څومره فاسدې فکري پېچکارۍ به ورته کوي، خبر ياست!؟
نه، نه او بیا هم نه، په تېره بيا په هغو پوهنځیو کې چې سیاست او ډیپلوماسي پکې لوستل کېږي؟

بغدادي پیر ناول تاسې و نه لوست، له کومو لارو چارو یې د تخریب او د ولس د اذهانو د خرابولو لهپاره کار اخيست!؟
عواقب یې بیا څه شوو، یو روغ نظام یې دړې وړې کړ، یو پوه او مدبر مسلمان پاچا یې ملحد را معرفي کړ، ما و تا بیا څه ورسره وکړل؟
دا پاکستاني استادان او په نورو مختلفو ادارو کې د کارکوونکيو په نامه مقرر کسان په اصل کې د خپل هېواد هغه سفارتخانو او کونسلګیرو ته ایجنټي کوي چې زموږ په هېواد کې په ډیپلوماټيکه بڼه فعالیت کوي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply