شاوليکوټ د نړۍ د ګوزڼ مرکز شو
هلته واکسين ماشومانو ته د ورکولو پر ځای، ايسته غورځول کېږي
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ ادارې په دې وروستيو کې د یوه راپور په خپرولو سره د کندهار شاوليکوټ ولسوالي د پولیو د زیاتو مثبتو پېښو د ثبت له امله د نړۍ د پولیو مرکز یا پلازمېنه بللې.
سرخط ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، د کندهار په شاوليکوټ ولسوالي کې د پوليو پنځه، په سپین بولدک ولسوالي کې یوه او یوه يې هم د ښار په نهمه ناحیه کې ثبت شوې ده.
شاوليکوټ ولسوالي چې د کندهار ښار شمال لوري ته پرته ده، ځينې سیمې يې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي او په ځينو سیمو کې د پولیو د واکسین په اړه درواغ او بدې اوازې لامل شوې چې خلک خپلو ماشومانو ته واکسين ور نه کړي.
د دې تر څنګ په دې ولسوالي کې اته مياشتې د پولیو واکسين د طالبانو د ګواښونو له امله بند وو.
خو تر ټولو جدي ستونزه چې هلته شته، د يونیسف په چوکاټ کې، د پولیو د واکسينېټرانو بېغوري ده.
هغه مالومات چې د سرخط ورځپاڼې خبریال د خلکو د ادعاوو پر بنسټ راټول کړي، ښيي چې په شاوليکوټ کې ان د پولیو واکسين ايسته غورځول شوی.
د دې ولسوالي چارواکيو، سیمهيزو مشرانو، د صحي برخو کارکوونکيو او ان واکسينېټرانو ومنله چې د واکسین پروسه پروژهيي شوې، یانې یوازې د پيسو او معاش اخیستلو سرچينه ده.
د شاوليکوټ د سیمهيزې شورا مشر عبدالظاهر د واکسین هغه بوتلونه چې د پېچکاري له لارې ماشومانو ته لګول کېږي، وښوول چې د واکسین رضاکارانو په رېګونو کې غورځولي وو.
“په هره کوڅه کې دا ښيښې پرتې دي چې خلکو را ټولې کړې او واکسينېټرانو غورځولې.”
د حاجي عبدالحی په نوم د شاوليکوټ ولسوالي اوسېدونکي سرخط ته وويل؛
“په مطبوعاتو کې ویل کېږي چې د شاوليکوټ خلک د واکسين له ورکولو ډډه کوي او په دې اړه په خپرو شويو بدو اوازو باور کوي، خو خبره داسې نه ده، موږ د واکسین په ګټو خبر یوو، ان د طالبانو کوچنیان واکسين غواړي، خو دلته یوازې ورځ تېرېږي. د واکسين کسان خپلې پيسې اخلي، خو ماشومانو ته واکسين نه ورکوي.”
که څه هم د کندهار په شاوليکوټ ولسوالي کې د واکسين د پروګرام د تطبیق په برخه کې لسګونه کسان د مبليغانو په نوم کار کوي، خو بیا هم خلکو ته تبليغات نه دي شوي.
هلته د واکسین د ګټو د بیانولو او تبليغاتو ډول هم خندونکی دی.
په کلیو کې نالوستو خلکو ته ليکلې پاڼې پر دېوالونو نښلول شوې چې هیڅوک يې په مفهوم نه پوهېږي.
د شاوليکوټ ولسوال حاجي عبدالغني مسلمیار سرخط ته وويل چې په ولسوالي کې يې د واکسين د کمپاين د پیل مکتوب لاسلیک شي، خو کله يوازې په څو سیمو کې واکسين تطبیق شي او کله نه.
“د یونیسف چارواکي داسې فکر کوي چې شاوليکوټ ناامنه دی او په همدې خاطر د واکسین له پروسې هیڅ نظارت نهشته، خو کله چې لږ نظارت هم وشي؛ نو درواغ راپور يې جوړ کړي، په داسې حال کې چې شاوليکوټ کې امن دی او په ناامنو سیمو کې هم د واکسین مخنیوی څوک نه کوي.
ده ومنله چې د واکسین پروسې مطلق د واسطې او پیسو اخیستلو بڼه خپله کړې، هیڅوک دا مهمه نه ګڼې چې په شاوليکوټ کې پولیو وایرس یو تهدید دی.
د ده په خبره، د واکسین د رضاکارانو انتخاب هم مطلق غلط دی، داسې کسان ورته ګمارل شوي چې بېخي د نورو ولایتونو وي، هلته هیڅ بلدتیا نه لري، ډېر خلک يې د همدې نابلدتیا له امله نه پرېږدي او دغه کسان هم له وېرې کار تر سر تېروي.
خو د کندهار د یونیسف اداره او د عامي روغتيا ريیس ډاکټر عبدالقیوم پخلا دا ادعاوي ردوي او زیاتوي چې ځینې قومي مشران او چارواکي په دې پروسه کې د مداخلې په هدف دا څرګندونې کوي.
هغه ومنله چې تر یوې کچې ستونزې شته، خو د واکسينونو غورځول درواغ بولي.
سرخط ورځپاڼه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320