په بند تيمور کې څوک وژل شوی؟ (مستندحقایق)/ جان محمد اڅکزی

0 823

د کندهار د بندتیمور سیمه له تیرو لسو کلونو را اهیسې د طالبانو مهم مرکز وو چې له همدې ځايه نه يوازې طالبانو د ډيرو بریدونو پلانونه جوړول بلکه په دې سیمه کې د نشه يي توکو سترې فابریکې وې،د ماين جوړونې غټ غټ مرکزونه وو چې د ځينو دې مرکزونو لنډ ويډيو کليپونه هم طالبانو نشر کړي وو چې د پرمختللو سافټ ويرونو پر بنسټ يي ځای مشخص شو.

په بند تيمور کې زما« لیکوال» په شان حتی يو کس هم نه وو پاتې او که پاتې دوو دوه ډوله خلک يو دا چې د نشه يي توکو فابريکې يي پر مخ بیولې او د طالبانو مالي ملاتړي وو او يا هغه کسان ووچې طالبانو له نورو سیمو دې ځای ته را کډه کړي وو چې د ماین جوړونې ځانګړی تخصص يي لاره.

په تیره اونۍ کې په دې سیمه کې د افغان ځواکونو بريالي عملیات کړي دي چې په لږ کې يې ياده سيمه په لومړي ځل په بشپړ ډول د طالبانو له شتون څخه پاکه شوې، ۱۲۰۰ کړۍ ماينونه له منځه وړل شوي، په لسګونو د نشه يي توکو د پروسس مهم مراکز له منځه وړل شوي، سيمه د کورنیو او بهرنیو ترهګرو له شتون څخه پاکه شوې.

دې عملیاتو چې له مالي او تخنيکي پلوه د طالبانو ملا ور ماته کړې دوی ددې لپاره چې خپله ماتې هم د ځان لپاره د بريا په سوژه بدله کړي په ټولنیزو رسنیو کې داسې تبلیغات پيل کړي دي چې ګواکې په بند تيمور سيمه کې په عملیاتو کې ملکي وګړي وژل شوي دي حال دا چې د سیمې حقيقت د کندهار رسنیو، مدني فعالانو او لوستي پوړ ته معلوم دی او بسنه کوي چې زه ددې عملیاتو په اړه يوازې د کابل نيوز ټلويزيون د راپور متن کټ مټ خپور کړم چې په دې اړه يي  لیکلی دی: «بندتیمور د کندهار هغه مشهوره سیمه ده چې طالب جنګیالیو ترې د یوې لسیزې لپاره د مهم پټنځای په توګه کار اخېسته .بند تیمور یوازې د طالب جنګیالیو د شخصي زندانونو او چاودېونکو توکو د جوړولو خوندي سیمه نه وه،بلکې د لویدیځ زون په کچه پکې د مخدره موادو ستر کاروبار کېده او د نشه یي توکو لویې فابریکې پکې رغول شوې وې.خو بلاخره افغان ځواکونو د لمړي ځل لپاره په دغه سیمه کې پل کېښود اود ځایي چارواکو په خبره له خورا ستونزمنو عملمیاتو ورسته یې په بند تیمور خپل واک ټنګ کړی دی.چارواکي وایي،د دغو عملیاتو په  پایله کې یې ۱۲۰۰ کړۍ بېلا بېل ماینونه شنډ کړي او د نشه یي توکو د تولید د ستګاوو ترڅنګ یې ګڼ شمېر وسلې اومهمات نیولي دي.مسولان وایي،د دغې سیمې له تصفیې ورسته به ځایي خلک ټولو اسانتیاوو ته لاس رسی پیدا او ستونزې به یې د حکومت له لوري حل شي.»

په بند تيمور کې غنیموتونه:

۱ـ ۱۲۰۰ کړۍ ماينونه چې اکثريت له منځه وړل شوي.

۲ـ پنځوس عرادې بې پليټه موټر چې نيول شوي دي.

۳ـ سل عرادې موټرسايکلونه.

۴ـ د نشه يي توکو د پروسس سل کارخانې متلاشي شوي.

۵ـ پنځوس ترهګر پکې وژل شوي.

۶ـ تر سلو ډير طالبان تر سخت مقاومت وروسته د تيښتې په حال کې ټپيآن شوي

۷ـ په شپږو کورونو کې د طالبانو د سوق او ادارې مراکز متلاشي شوي.

نو په یوه وړه سیمه کې د دومره ډيرو توکو شتون هلته څه مانا لري؟ آيا طالبان دې خبرې ته ځواب لري که د طالبانو نفودي مبلغين کړای شي چې دا خبرې رد کړي؟؟؟

بند تيمور د سويل لويديځ په کچه د نشه يي توکو د پروسس ستر مرکز وو او د نشه يي توکو د پروسس او لیږد ټول مراکز په طالبانو پورې اړوند وو او په ياده سیمه کې تر ډيره د طالبانو د وژل شوي مشر اخترمحمد منصور هسته فعاله ده خو پوښتنه داده چې طالبان ولې داسې کوي؟

۱ـ طالبان تل چې کله تلفات ويني په بیلابیلو پلمو هڅه کوي چې عمومي اذهان بل لوري ته سوق کړي نو ځکه خو د عملیاتو په سیمو کې د خپلو نفوذي کسانو پر مټ له يو شمېر کسانو د زور يا خبرداري په ورکولو سره کليپونه اخلي او هغه نشروي چې تر بند تيمور مخکې د ميدان وردګو په تنګي دره کې د دوی د یو ستر روزنیز مرکز پر ضد د ملی امنیت د خاصو قطعاتو عملیات يي ښه بیلګه ده چې طالبانو په ډير مهارت هڅه کوله چې هلته خپل روزنیز مرکز د مدرسې په نوم تیر کړي او خلکو ته داسې ذهنيت ورکړي چې ګواکې پر مدرسه عملیات شوي دي حال دا چې داسې نه وو بلکه کله چې د وژل شویو طالب قومندانانو نوملړ خپور شو دوی غلي شول او بیا ځلې يي خلک تحریک کړل څو مړي سړک ته راوباسي او د لاریون په کولو سره لارې بندې کړي خو خلکو ته چې وژل شوي کسان ټول معلوم وو نه يوازې دې کار خوند ورنکړ بلکه ډاريدل چې داسې نه له همدې قومندانانو سره د مرستې په پلمه يي يا دولت ونيسي او يا په تیر کې د طالبانو د وژل شویو قومندانانو  د وحشتونو غچ څوک له دوی وانخلي.

۲ـ د لوګر پيښه: په لوګر کې مو که ياد شي په هوايي بريد کې د څو مهمو طالب قومندانانو په ګډون يوه کورنۍ هم قرباني شوه که څه هم په لومړيو کې آوازه داسې وه چې پل علم ته څيرمه په باري کې په هوايي بريد کې يوازې ملکي وګړي وژل شوي دي ولې وروسته روښانه شوه چې په همدې ځای کې د طالبانو د وسلو ستر زيرمتون وو چې د هوايي بريد پر مهال نه يوازې ياد زیرمتون له منځه تلی  دی بلکه له یوې بلې سيمې په تيښته طالب ترهګر هم پر ياد کور ننوتي وو.

۳ـ د کندز پيښه: په کندز کې مرکز ته څيرمه په يوه سیمه کې څو مياشتې مخکې هوايي بريد وشو چې وروسته د پيل شویو عملیاتو په لړ کې د طالبانو داسې غارونه او تونلونه هم پيدا شول چې د ملکی وګړو په کورونو کې کيندل شوي وو او دوی دا ثابته کړه چې ترهګر د ځان ساتنې په خاطر ملکي وګړي، کورونه او ژوند هم د ځان لپاره وسيله کوي.

۴ـ اوس اوس د غزني پيښه: د غزني په قره باغیو سیمه کې لاهم عملیات روان دي او هلته خلک شاهد ان دي چې طالب ترهګرو څومره وحشتونه کړي دي، د تیرې اونۍ په پيل کې يي يو راکټي بريد وکړ چې پر کور ولګید چې پنځه تنه پکې شهيدان شول، ملي پوځ په چټکۍ غبرګون وښود د راکټ د توغيدو ځای په نښه شو، راکټ ويشتونکی پکې و وژل شو او غنيمت شوی راکټ هم راوړل شوی او خلکو ته وښودل شو خو برعکس طالبانو خپل وحشت پر حکومت ور تاوان کړ، له ځينو خلکو په زوره مرکې واخيستل شوې او د غزني د ولايتي شورا يو شمېر مشخصو غړو چې د شپې له طالبانو سره پټې ناستې پاستې لري طالبانو ته د برأت ورکړې هڅه وکړه خو هيڅ منطق به دا ونه مني چې په شل متري کې دې سرتيري وي هشتادو ملي متري توپ دې فیر کړي بیا دې شل متره لرې پر کور ولګيږي خو خیر دلته د طالب د وحشتونو د دوام یو لامل هم يا موږ او زموږ په نوم کليپ ورکونکي د طالبانو پټ معاش خواره او نفوذيان دي.

رابه شم دې ته چې ولې طالبان داسې کوي:

۱ـ په کابل کې د دوی ځينې پټې او ښکاره تبلیغاتي هستې په ډير مهارت په مستعارو نومونو ليکل شوې مقالې، په ټولنیزو پاڼو کې غټ او واړه پوسټونه شريکوي، دوی دومره په سپين سترګي سره دا تبلیغات کوي چې د خلکو د غولولو په خاطر ځينې فوټوشاپ شوي انځورونه هم د يوې او بلې سيمې په نوم تیروي چې ددې ښه بیلګه هم د میدان وردګو عملیات وو چې تر کیدو وروسته يي طالبانو په سوریه کې د يو وژل شوي ماشوم انځور د ميدان وردګو د ماشومانو په نوم تیراوو چې اصل او سرچينه يي پيدا شوه او بل دا چې د ماشوم جامې، تر لاندې ځمکه او هغه ډبرې يا موزايک چې کارول شوي وو نه يوازې په ميدان وردګو کې نشته بلکه په کابل کې هم نه وو.

۲ـ طالبان تر هرې ماتې وروسته حتما روحيه بايلي ددوی تر منځ که څه هم رسمي اړيکې نشته دي خو کله چې په نورو ولايتونو کې د رسنیو له لارې د دوی د وژل کيدو خبرونه نشريږي د ايديولوژيک زړه سوي له امله د بند تيمور ماتې په کندز، پکتيا، خوست او بل هر ځای کې ددې ترهګرو پر روحيه اغیز کوي نو دوی لوری ته د کاذبې روحيي ورکولو او بل لوري ته د رواني جګړې له تاوه د خلاصون په پار خپل وژل شوي ترهګر او قاچاقبر ملکيان معرفي کوي څو يي يو لوري ته مات شوي پلويان روحيه واخلي او بل لوري ته د غچ اخيستو روحيه پياوړې شي.

۳ـ پر ملکی سیمو د طالبانو تر برید وروسته  افسانه سازي: کابل ميشتي او د کوټې په اسحاق اباد کې ناست طالب مبلغين بل وحشت چې کوي هغه د طالبانو تر هر بريد وروسته د ملکي وګړو د تلفاتو پټول دي، په کابل کې پر يو هوټل بريد وشو طالبانو ځان ته په دې برأت ورکړ چې ګواکې يو افغان يي هم نه دی وژلی وروسته چې د لس اتو افغانانو جنازې را و وتې کابل ميشتو طالبانو لومړی دا کار د دولت باله خو چې جنازې د باندې را و وتې او شهيدان په اور سوځيدلي خلکو ولیدل بیا نو دوی غلي شول، جمهوريت روغتون ته څيرمه بريد يي بله بیلګه وه چې دوی شهيدان ټول پوليس بلل حال دا چې په سلوتنو کې ایله شل تنه پولیس وو او نور ټول ملکي وګړي او خصوصا په روغتون کې د ناروغانو پايوازان وو.

خو دا تکتیکونه نور نه چلیدونکې دي ځکه اوس د طالبانو د وحشتونو د پيل په شان  د ميموري کارت  او يا ترانو سيزن نه دی بلکه ټولنیزو پاڼو ته د ولس پراخ لاسرسی، د دوی د وحشتونو په تړاو ولس له حقايقو خبريدل، د بیان مطلقه آزادي او د کابل نيوز ټلويزيون په شان د ځينو رسنیو مستند خبرونه هغه څه دي چې ټر به پر پټ نشي.

راځم بندتيمور ته:

بند تيمور کې تر سلو د نشه يي توکو د پروسس ډيرې کارخانې له منځه وړل شوي دي، ۱۲۰۰ کړۍ ماینونه لږ شمېر نه دی دا يوازې په يوه سیمه کې طالبانو ساتل چې له منځه وړل شوي دي، په سلګونو ټنه نشه او چاودیدونکي کشف شوی او يوه زياته اندازه نور په هوايي بريدونو کې منهدم شوي دي.

داسې هم نه ده چې ټول خلک ړانده دي بلکه خلک ډير ښه پوهيږي چې په بند تيمور کې څه روان وو او ولې باید هلته عملیات شوي وی، ولس په پوره جديت سره د ځان د دفاع وړتيا لري که مو دا پرون ياد شي په مارجه کې د تريخ ناور په سیمه کې يوازې د هاوان د لګيدو له امله د دریو ملکی وګړو د شهادت څخه وروسته جنازې لښکرګاه ته راوړل شوې که طالبان فکر کوي چې ولس به دولت په نښه کړي بیا به ولس غلی شي دا کیسه به بیخي له حقیقته لري وي ځکه ولس يوه خبره درک کړې چې له دې دومره ستونزو سره سره دولت يوه ښې ګڼه چې لري خبره اوري او پر حکومت نيوکه کونکی یا نقاد لکه د طالبانو په شان محاکمه کوي نه بلکه هڅوي يي او که خبره د محاکمې وی په کابل کې ناست طالب مبلغین باید یو یو وژل شوی وی چې داسې نه دي شوي او نه به کيږي ځکه د دولت او یوې ترهګرې ډلې تر منځ باید همدا هم ستر توپير وی چې نظام د اوریدو او نقد وړتیا لري خو د پنجاب، ایران او روسيي په قومنده روان طالبان يوازې ځان ويني جهان نه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply