زما لپاره تر دی د خوشالۍ بل ستر خبر نشته / خوشال خلیل

0 1,086

زما لپاره تر دی د خوشالۍ بل ستر خبر نشته چې د پښتونخوا پښتانه ځوانان پنجاب ته د رايونډ يا تبليغي مرکز په ځای د خپلو قامي غوښتونو او د استبداد نه د خلاصي په خاطر سه روزې لګوي او خپل د مظلومیت غږ نړۍ او د پاکستان نورو قامونو ته رسوي، د ازادۍ او لر وبر يو افغان په شعارونو د پاکستاني ايډيالوژۍ او دولت ستنې لړزوي.
نن سبا نړيوال وضعیت داسې دی چی هويتي اګاهي او شخړې په زياتېدو دي او حتا په زياتو غربي هېوادونو کې نشنليستي ګوندونو واک ترلاسه کړی دی او تر څنګ يې د عربو پسرلی، د ايران احتجاجونه ، د کوردانو او بلوڅو ازادي غوښتونکي جګړه روانه ده دا هر څه د سوشيال ميډيا په وسيله تر ټولو پښتنو رسېږي او پښتانه چې د انګريزانو سره د مبارزې اوږده مخينه لري نن د سوشيال ميډيا په مټ هغه بيا راژوندۍ کولی او خپلو کی ارتباط نيولی او په څو شیبو کې ټولې نړۍ ته خپل غږ رسولی شي.
د ولسي غورځنګونو يوه ځانګړنه دا وي چې رهبر نه لري او خود جوشه وي او له منځه يې نوي رهبران راوځي چې تر پخوانو جذاب، پاک او د ولس خلک وي.
که دا روان احتجاج په هر شکل ختم شي، خو پښتنو ته يې لوی ټکان ورکړ او پوه شول چې څوک دي او ورک هويت يې چرته دی او ژر به یې اثرات په ټوله پښتني ټولنه کې څرګند شي لکه نن يې چی وزیرستان ته نږدي د پاکستان پلوه طالبانو مرکز او موټر وسوځول. بره پښتانه دی هم د خپل حکومت رسمي نظر ته نه په تمه کېږي او هر څومره يې چې وس کېږي نړۍ ته دی د دوی غږ په رسولو کې لاس ورکړي. زه دا د پښتون قام د بيا ويښتيا آغاز ګڼم.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply