د خوشحاله ژوند لپاره اته (۸) لارې چارې

0 1,243

ژباړن: حضرت عثمان نوري   

په ژوند کې څومره خوشحاله یاست؟ ژوند مو څومره بریالی بولئ؟ او که ژوند مو د بریاوو او خوښېو لرې وي، څه باید وکړئ؟ موږ دلته اته لارې چارې روښانه کوو چې که تاسې یې عملي کړئ، خپل ژوند ته مو پرې خوښي ورکولی شئ.

لومړی: خپلو راتلونکو خوښېو ته انتظار وکړئ

که تاسې د یوې منظمې خوشحالۍ مراسم ترسره کول غواړئ، نو ورته په تمه پاتې شئ او یو منظم پلان ورته ونیسئ؛ ځکه ځيني وختونه تاسو ددې فرصت نه لرئ چې خوښي مو څنګه او له کوم ځایه راپېل او په کوم ښه پلان پای ته ورسوئ. په هغه څه تمرکز زیات کړئ چې تاسو ورته ډېره اړتیا لرئ او تر هر څه ډېر لومړیتوب ولري.

 دوهم: له ژونده مو راضي اوسئ

لکه څنګه چې د لمر په راختلو یو تازه صبا پېل او د لمر په پرېوتلو شپه جوړیږي؛ دغه شان ستاسو ژوند هم بدلون کوي. که تاسې غواړئ دا یو څو ورځې ژوند په خوښۍ تېر کړئ، نو ښه خبره دا ده چې له ژوند او زنده ګۍ مو راضي واوسئ. راتلونکي ته پوره هیله مندي ولرئ او خپلې چارې په ښې لېوالتیا مخته یوسئ.

دریم: خپل ژوند ته مو پوره پاملرنه د ژوند یوه برخه وګرځوئ

اروا پوهان وايي: که تاسې ځان ته پام کوئ، دا په دې معنا ده چې تاسې په خپل ژوند پام کوئ، ژوند ارزښتناک دی او ورته احترام لرل ستاسو راتلونکی روښانه کوي. دا چې انسان د وخت په تېرېدو سره د ډول ډول ازموینو سره مخ کیږي، نو باید د سمې پرېکړې خاوند اوسي او داسې پرېکړه وکړي چې راتلونکي ژوند ته یې بده پایله ونه لري.

څلورم: تل خوشحاله چلند کوئ

ښه اخلاق، ښه رویه او ښه سلوک د خوښ ژوند سترې بېلګې دي. که تاسې په خپل ټولنیز ژوند کې له ملګرو، کورنۍ او د دفتر له غړو سره ښه چال چلند کوئ، دا ستاسو تر مېنځ اړیکې لا غښتلې کوي. د یوبل هڅونه او مرسته ستاسو د چارو په مخته تګ کې ښه رول لوبولی شي، او دا کار په ښه چال چلند کیږي.

پینځم: اندېښنه مه کوئ

اندېښنه د فکر او سوچ څخه وروسته راځي او خوښي مو ورسره پرې لمېنځه ځي، اروا پوهان وايي: د خوښ ژوند لپاره یو فرمول شته چې هغه د فکرونو بدلون دی، که تاسې څه کوئ، لومړی پرې له ځان سره فکر وکړئ او بیا یې په منظم ډول مخته یوسئ، ددې اندېښنه مه کوئ چې ممکن کار مو ښه پایله ونه لري، بلکې د اندېښنې پر ځای مو چارو ته پام وکړئ.

شپږم: د کوچنېو شیانو قدر وکړئ

دا مه وایئ چې دا چندان څېز نه دی، بلکې تر هر څه لومړی ارزښت کوچنېو څيزونو ته وکړئ، ځکه پېل په کوچنۍ بریا کیږي، خو پای یې بیا په سترو لاسته راوړنو لمانځل کیږي.

اووم: د خپلې سیمې (شاوخوا) مثبتو خلکو سره اړیکې ټینګې کړئ

د ښه فکر خاوندان تل له ښو خلکو سره اړیکې لري او له هغویو سره ښه راشه درشه لري، لامل یې دا دی چې دوی خوښ ژوند غواړي او دا ازمویل شوې خبره ده چې د ښو ملګرو سره ناسته پاسته د خوښ ژوند یو ستر مثال دی.

اتم: څه نا څه موسکا وکړئ

د اروپوهنې له نظره: مٌوسک کېدل د انسان د ذهن او روان په  فشار کمولو کې خورا ښه رول لوبوي. که تاسې هر وخت په غصه یاست او جدیت مو غوره کړی وي، نو دا چاره ستاسو لپاره د تریخ ژوند پېلامه ګرځي؛ لږه مٌسکا ستاسو د ژوند اړیکې له ملګرو، کورنۍ او د فتر له غړو سره په خورا ښه ډول پیاوړې کولی شي.

پای

February 6, 2018

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply