ګل خان څوک دی!؟ / احسان الله احسان

0 1,095

تشویق، ملتیا او که پېغور:

په تړلو لاسو، پټو خولو، ډک او پردي میدان کې ښه خوځښت کېږي، که په اصطلاح پخپل میدان، خلاصو لاسو او ازادو خولو!؟

د یوه عمل لپاره فکر شعوري کول، اراده جوړول او پخول اسان دي او که په جوړه اراده خپل ټینګ عزم پیش کول!؟

اصل کې خبره د رښتیا او دروغو تر منځ سپیناوی ده، د شعار او عمل تر منځ فرق ښکارول دي او د خپلې قربانۍ ورکولو او بل بې ځایه ورټیل وهلو شیطانت پیدا کول دي، او مهمه ده چې له مخکې تش نامي غروره تیر شو او په اوس کې شته غرور ښکاره کړو.

هغو ته چې موږ ګل خانان وایو، نن یې د ګل خان په رنګ رنګ شوي ائینه زموږ مخ ته راواړوله، نن یې ثبوت کړه چې هغوی د فخر افغان بچیان دي او خپلې د افراطیت ضد فلسفې ته متعهد او متحد دي، د فلسفي سره په مستقیمه لیکه یې ورسره خوېندي هم بغل په بغل مخته ځي او د ازادۍ/حق نارې وهي؛

خو په عین حال کې زموږوال له پولې رادېخوا هم ځان پرې لوړ بولي، هم دوی ته د پنجاب غلام پیغور ورکوي، هم د خپلې محکومې خاورې په ګټلو دوی راويښول او جنګول غواړي؛ خو خپله بیا نه د خپل نیکه وینې ته ژمن دي، نه تعهد ته، نه له کورو راوځي نه په پخپله خاوره د خپلې محکومې برخې شعار او د حق چېغه کوای شي، نه د ځان له بې ځایه غروره راغورځي نه د خپلې بې علمۍ موافقه کوي؛ خو بیا هم چې کېني، وای موږ لوی افغانستان غواړو.

د نمایشي او عملي میدان مو بیا دومره توپیر دی لکه پرون د کابل لاریون کې د ګډونوالو شمير!

 د نظم او مسؤلیت مننې مو بیا دا حال دی، چې د جهاد او مقاومت له سرخلاصه مشرانو شروع بیا د نن د سولې تر غږ اورېدونکو او راوستونکو پورې ټول په کور ناست دي، نه یې د متحدوالي، ملي ګرایۍ او سولې غږ له جماعت/کلي را اوچت کړ او نه یې د سولې شورا ته حداقل یو سرخلاصه مشوره ور پیرزو کړه، نه یې د خپلې انرژي له استعماله بعد د مدیریت او پردۍ جګړې میلمه کونې مخه ونیوه او نه یې ترې شاته نسل ته د خپلو غلطیو کفاره ادا کړه، بس چې د سوچ وخت وو، وي نکړ او چې د کار وخت شو په کور کیناست؛ ځکه خو مو نه د ډول غږ سره ځي او نه مو نغارې موثریت لري.

د یوه واحد غږ په نه درلودو، یو ځلې بیا نوي غږونه را اوچت شول، کټ مټ یې هماغه تجربه وازمایله په کومه چې دوی نه خپله سپینه لمن وساتله نه د ملت د امن دامن! یو ځلې بیا د یوې مور زامن نیم تیارو ته وختل نیم غرو ته، نیمو بمبار ته نقشې ورکړي، نیمو ورته د بمبار دلیل!

نن چې کوم محکوم قوم، تاسو د ګل خان په نوم پیغوروئ، له تا اتل دی، په یوه غږ را اوچت شوی، مساوي مرګ ته یې غاړه اېښي، په وريښمو کې پټ رهبر او په خاورو لړلی عسکر یې توپیر نلري، ټول د یوه قوم حق په یوه غږ غواړي، غوښتنې، حقوق، شعار او افکار یې یو دي او نه په دومره ایزمونو ویشل شوی چې د یوه قوم ابرو په سلو خولو او بدلو شعارو وغواړي.

هغوی خپل زغم، پښتو، د غر په شان غټ جرات، سیاسي او مدني فکر، اتفاق، اعتدال او د بابا فلسفه پخپل ننني لوی پاڅون او خوځښت ثابت کړل، نه یې وینه توی کړه نه یې راوتنه بې نتیجې شوه، نه یې خپل مړی پرېښود نه یې ځانته شرم راووړ؛ تاسو خو خپل زغم، اعتدال او بصیرت د خپل طالب او مکتبي په کينه او د ښاري او کلیوال په دښمني ثابته کړي ده، تاسو ثابته کړيده چې اول وژل کوئ او که د وژلو حکم یې ګورئ!؟ نو بیا سره له عقله څوک ګل خان شو؟

تاسو پخپلو ادارو او ریاستو کې پخپله ژبه یو مکتوب نشئ لېکای، په واکمنۍ کې درشریک مو د پاکې او تاریخي خاورې له ټولشموله نومه منکرېږي، له ارزښتونو تیرېږي، ستاسو خپل دوو پښتنو ورونو(طالب او نظامپال پښتون) کې سوله نغواړي، ملي سرود او افغانیت کلیمه نه مني، فرهنګ و کلتور مو په رسنیز میدان کې درشرموي او دېته ورته سل رنګه نورې بې شرمۍ په واک له درشریکو بې ضمیرو سره لرئ، خو چې بر پښتون په محکوم حالت او ترورونکي موقعیت کې د لر او بر ناره وهي، ازغن لاین غندي او لوی افغانستان غواړي نو بیا هم  ګل خان دی!!!

هغوی که ګل خانان هم وي، نن یې د خپل قوم د حق غوښتنې لپاره ناره اوچته کړه، خپل مرګونه یې وغندل، د یوه نقیب په مرګ یې اسلام اباد ولړزاوه، آیا تاسو تر ننه داسې کړي چې هره ورځ مو په سلهاؤ ځوانان مري او یا به یې راتلونکي کې وکړئ!؟

نو فلهذا د یوې مور زامنو!

ستاسو او د هغوی حالت، موقعیت او حاکمیت د ځمکې و اسمان فرق کوي، له ستاسو د لوی بغاوت تمې سره سره خاموشي او د هغوی نن نغاره هم د تورې غوا او سپینو شیدو کیسه کوي؛ که یې تشویقوای نشئ، تر څنګ یې درېدای نشئ، یو عادي ټویټ او پوسټ کوای نشئ، نو د خدای په خاطر مورال یې مه وژنئ، پیغور مه ورکوئ او د دښمن په شان خوی ورسره مه کوئ، کم تر کمه په آرامه خو یې پریږدئ.

۲۲-۱۱-۰۹۶

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply