د نقیب مسېد غورځنګ او کورني پنجابیان

0 1,016

لیکوال:سرلوڅ مرادزی

ډاکټر فهیم توخي خپله فیسبوک پاڼه کې «ازخود کش بیګانه پرور» ترسرلیک لاندې لیکي:

«زمانیکه رییس جمهور از حرکت پشتونها در پاکستان اعلام حمایت کرد، یک ژورنالیست پاکستانی بنام حسن خان آمده بجواب غنی نوشت «بهتر است غنی به کشور خود توجه کنید» این شد بهانه برای مخالفین داکتر غنی و انها با نشر وبازنشر این نوشته ژورنالیست پاکستانی ده ها دشنام وتوهین نثار رییس جمهور کشور کردند. همین ژونالیست پاکستانی دوباره آمده وبجواب یکی همین وطنداران ما نوشت که«من احترام ویژه ای به رییس جمهورغنی و دیدګایش دارم. هدف من دورنګاهداشتن سیاست ازین حرکت مدنی بود. چرا که سیاست میتواند توجه دولت پاکستان را از خواست های اصلی انها دور کند»

په دې کې هیڅ شک نشته چې پاکستانی خبریال خپلو پورته یادو دواړو خبرو « بهتر است غنی به کشور خود توجه کنید» یانی د کوزو پښتنو له مدني او ملي غورځنګه ملاتړ مه کوۍ او هم «هدف من دور نګاهداشتن سیاست ازین حرکت مدنی بود» په جمله کې هم د پاکستان ګټې په پام کې نیسۍ او په پوره زیرکۍ هغه پالي.

د کوزو پښتنو لخوا د نقیب مسېد د ملي او مدني غورځنګ په اړه، د ارګ په خپره شوې اعلامیه کې راغلي« ې د افراطیت او تروریزم پر ضد د پراخو مدني او سوله ییړیې اصلي هدف یې د افراطیت پر وړاندې صف بندي ده، د ارزښت له مخې د عدم تشدد د سرلاري فخر افغان خان عبدالغفار خان فلسفې سره تړاو لري. له نړیې له مدني ټولنو هیېږي چې د دغه ډړړڅرنګه چېېیوې نتیجې ته ورسېد، هیله مند یوو چې د پښتنو دغه خوځښت هم د افراطیت د ریښو تر اېستلو دوام ومومي. ې له وروستیو فاجعو وروسته ما په افغانانو او خصوصاً د سیمې په وګړو غږړ چې د تمدن، انسانیت، اسلامیت او همدغه راز د تروریزم او وحشت ترمنځړي. زما په اند دغه مدني خوځښې زما له هغو څرګندونو وروسته یو ښه نوښت دی چې باید اخلاقي ملاتړ یې وشي.

موږ په رسنیوغږې د خپل سپېڅې طرفۍ اصل ته د درناوي لپاره د دغو لاریونونو رښتینی انځور نړیوالو ته وړاندې او په ځانګړې توګه د دوی د مظلومیت غږ چې د تروریزم قربانیان دی نړیوالو خصوصاً مسلمانانو ته ورسوي.»

د پورته اعلامیې په هیڅ جمله کې د پاکستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې خطر نشته، بلکې اعلامیه کې داسې خطرونو ته لکه د تروریزم، افراطیت او وحشت خطرچې د افغانستان او کوزو پښتنو سربېره، د پاکسان ټولې برخې ورسره هم مخ دي، ګوته نېول کیږي. همداراز په پورته اعلامیه کې د تمدن، انسانیت او اسلامیت د ګډو موخو خوندیتوب ته اشاره شوې چې تروریزم يي ګواښي.

په اعلامیه کې د پاچا خان د عدم تشدد تګلار او فلسفې ته اشاره شوې چې نن سبا د جګړو، تروریزم او افراطیت په چاپیریال کې د افغانستان او پښتونخوا سره سره، د سیمې او نړۍ ولسونه ورته سخته اړتیالري. همداراز د پښتنو له پاڅېدلي خوځښت څخه تر هغو د دوام هیله شوې چې د افراطیت ټولې ریښې وباسي.

خو په کور دننه نه یوازې د حکومت مخالفین، بلکې د افغانستان د تاریخ، هویت، نظام او شتون مخالفین هر فرصت د افغانانو له لاسه شکوي او د دښمن په ژرنده اوبه ورسموي. په داسې مهال عطا نور د بلخ ګوښه شوی والي وايی «نباید در امور داخلی پاکستان مداخله کنیم»

«عطا محمد نور والی برطرف شده بلخ در واکنش به حمایت رییس جمهور از اعتراضات پشتون های پاکستانی در این کشور ګفته است که همان طور که ما دوست نداریم، پاکستان در امور ما مداخله کند، نباید در امور این کشور مداخله کنم» افغان پيپیر بریښناپاڼه

عطانور هېواد کې د اسلام اباد لاسوهنې او د ترهګرو وسلوال یرغل چې اسلام اباد يي تر شا ولاړ دی او په پاکستان کې د پوځیانو او ISI په لاس د ځپل شویو پښتنو او نورو ولسونو له مدني خوځښتونو څخه ننګه او ملاتړ، دواړه یوشان او لاسوهنه بولي او په دې توګه هڅه کوي د اسلام اباد تروریستي تګلار او د افغان حکومت انساني او ښېګڼیز تګلار یو رنګ وځلوي.

همدارنګه د احد سعیدي په نوم د افغانستان پخوانی دیپلومات په اصطلاح د پاکستان زوړ مخالف د اسلام اباد د رسنیو تر اغیز لاندې راځي او نن د خپل حکومت سره په دښمنۍ کې دریږي. نوموړی په زیرکۍ سره هغه خبر خپروي چې مخکې حسن خان پاکستاني خبریال خپور کړی وو. سعیدي وايی« دو روز گذشته اشرف غنییی پشتون های آن طرف خط دیین حمایت غنی مخفی و دلسوزانه می بود عیبی نداشت اما حمایی فرصتی را برای نظامیی سازد تا به اییا ایییده خود جوش و عدالتخواهانه نییییس جمهور در پشت آن قرار دارد.

ایی این سیی زیی شد بعد از اعلان این حمایی تواند این جنبش خود جوش را متهم به حمایت و پشتیبانیی از سر راه خود بردارد.»

دلته که یوخوا سعیدي اسلام اباد ته د پښتنو د پاڅېدلي غورځنګ د خپه کولو لار او چار په ګوته کوي، خو بلخوا حقیقت دا دی چې د کوزو پښتنو د ملي او مدني حقوقو څخه د ولسمشر غني څرګند ملاتړ اصلآ نوموړی په غوسه کړی. سعیدي او خواخوږي يي فکر کوي چې د کوزو پښتنو د برخلیک په اړه یا خبرې ونه شي او که کیږي هم باید هغه د پیریانو په ژبه او شف شف کې وشی چې یوازې نا څرګندو مخلوقاتو او څو تنه احمد سعیدیانو ته د پوهاوي وړ وی نه عام ولس ته او بله دا چې هغه هم یوازې تش خبرې وي، نه څرګند ملاتړ او زیات څه (انطور نه، که پنجاب را برنجاند)!

خو په افغانستان کې د پنجاب اوسني ملاتړي، د هارون امیر زاده په نوم د پروني کارملي او نني خراسانی په بیان کې د بشپړ پوهېدو وړ دي. امیرزاده لیکي: «خوشبختانه نسل نو تاجیک از دوست و دشمن شناخت بهتر دارند و رسالت خود را خوب می دانند. انها می دانند که تاجیکان با پاکستانی هابه ویژه پنجابی ها منافع مشترک، دوست و دشمنان مشترک و مشترکات فرهنګی و زبانی بیشتر دارند»

دا چې نن د بلخ پخوانی ګوښه شوی والي، عطا نور د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د مرکزي حکومت په وړاندې د لاریونو اوازې خپروي، که لامل يي بل هر څه وي، د پنجاب په وړاندې د کوزو پښتنو د مدني لاریون څخه د افغان حکومت د ملاتړ، غچ اخیستل له پامه نه شي غورځېدای!

از اش کرده کاسه داغ تر است!

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply