شپږ اويا کلنه ښځه چې تر ډېرو پېغلو تکړه ده

0 707

تاسې به ډېرې پيغلې او ځوانان ليدلي وي، په ځوانه ځواني دومره لټ وي چې خپلې چارې په خپله سر ته نه شي رسولای، خو راځئ نن په سرخط کې د يوې داسې ښځې په اړه ولولئ چې د شپږ اويا کالو ده، خو بيا هم هره ورځ تر شل کيلو مټره ډېر مزل کوي او که په دې پوه شوئ چې دا مزل ولې کوي، افرين به ورباندې وواياست.
دغه ښځه شي يوينګ نومېږي او په چين کې له خپل يوه زوی او معلول لمسي سره اوسي.
د دې د زوی او نږور تر منځ جنګ د طلاق لامل شو او بيا د لمسي روزنه دې ته ور په غاړه شوه.

د شي يوينګ زوی سهار ځي او تر ماښامه يوه ګوله حلاله ډوډۍ پيدا کوي، دا يې معلول لمسی په ګرځنده څوکۍ کې کښېنوي او ښوونځي ته يې وړي.
ښوونځی لېرې دی او دغه زړه ښځه بايد يو ځل سهار خپل لمسي ښوونځي ته بوځي، بيا غرمه پسې ورشي، بېرته يې راولي، بيا يې ماسپښين بوځي او ماښام پسې ورشي، کور ته يې راولي.

په دې توګه دغه بوډۍ ښځه هره ورځ تر شل کيلو مټره زيات مزل کوي، خو خپل معلول لمسی په ښوونځي کې نه غيرحاضر کوي.
راشه موږ ته، د کور له څنګه مو ښوونځی وي، اور ور اچوو.
دې ښځې ته يو افرين وواياست.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply