د مينې ورځ / جمشيد غزنيوال

0 1,267

هسې خو زموږ په سيمه کې مينه خوارکۍ چندانې ښه ورځ نه لري، کرکه لکه غر کلکه ولاړه ده، مګر بيا هم نن د ميينانو ورځ ګڼل کېږي، راځئ نن په همدې اړه لږ خواله سره وکړو.
د ويلنټاين د ورځې په اړه ګڼې کيسې کېږي، خو کاټوليکې کليسا تر اوسه پورې نه ده جوته کړې چې دغه ورځ د کوم کشيش له نامه اخيستل شوې ده، ځکه پخوا په دې نامه درې کسان تېر شوي دي.
د درېيمې پېړۍ په اثارو کې د دريو ويلنټاينيانو يا ويلنټيوس يادونه شوې او درې واړه وژل شوي دي، ځکه خو تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه‌شي کېدای چې دا له کومه ځايه را پيل شوې ده. تر اوسه په دې هکله يوازې افسانې خوله په خوله لېږدي، تاريخي استناد کمزوری دی، بلکې نه‌شته.

يوه افسانه وايي چې په درېيمه پېړۍ کې په لرغوني روم کې چې د کلوډيوس دوران و، يو کشيش ژوند کاوه او ويلنټايڼ نومېده. کلوډيوس پر دې باور و چې مجرد کسان تر واده شويو غښتلي انسانان او د جګړې مېړونه دي. په همدې وجه په روم کې پر واده بنديز لګوي، خو ويلنټاين پر دې عقيده دی چې دا حکم عادلانه نه دی؛ نو په پټه کې د رومي سرتېريو ودونه د هغوی له محبوبو نجونو سره سر ته رسوي، کله چې کلوډيوس پرې خبرېږي، ويلنټاين په مرګ محکوموي.
يوه بله افسانه بيا وايي چې ويلنټاين پخپله د زندان پر يوه ساتونکې ميينېږي، تر خپل مرګ مخکې هغې ته ليک ليکي او پرې ليکلي وي چې «ستا د ويلنټاين له خوا!»
دغه ورځ له همدې کيسو او نامه را پيل بلل شوې ده.

موږ او ويلنټاين
ننۍ دنيا هم خپلې هيلې او ذوقونه لري. د نن سبا پېغلې او ځوانان چې په ښارونو کې اوسي، د دې ورځې په مناسب ځينې ځانګړي کارونه کوي او ان مراسم نيسي. دغې ورځې د عاشقانو تر منځ ډېر محبوبيت پيدا کړی او دوی يې يو بل ته د مينې د اظهار لپاره ښه چانس ګڼي.
اصلاً د ويلنټاين ورځ د غربي تمدن او مسيحي فرهنګ په غېږ کې زېږېدلې ورځ ده، خو اوس ګڼو هېوادونو ته خپره شوې او نوي اړخونه يې پيدا کړي دي. لوی توپير يې دا دی چې په مسيحي فرهنګ کې يې مذهبي تقدس لرلی او نمانځل شوې، خو زموږ په هېواد کې يې مذهبي او اخروي ارزښت نه لري او هغسې هيلې او اهداف ورپورې نه دي غوټه شوي، بلکې لکه د يوې تصادفي خوشالي ورځ يې ګڼي. ښه‌والی يې دا بلل کېږي چې د کرکې په ماحول کې يو څو ساعته د مينې لوري ته پام اړولای شي او همدا ارزښت يې بس دی.

د عشق که د دوستي ورځ؟
ځينې کسان پر دې باور دي چې دوستانه او عاشقانه اړيکې فرق سره لري، له دغو کسانو يو هم ډاکټر علي شريعتي دی. دی وايي، عشق يوه تونده ړنده څپه ده او پيوندونه يې په نابينايي ولاړ دي، خو دوستي يو خوداګاه پيوند دی چې د بصيرت او زړه د روښنايي پر بنسټ استوارېږي.
دی وړاندې وايي چې عشق له غريزو خړوبېږي او هر شی چې سرچينه يې غريزه وي، چندانې ارزښت نه لري، خو خوښېدل او يو پر بل ګرانښت له روحه سرچينه اخلي او څومره چې روح عالي مقام ته لوړېږي، ګرانښت هم ورسره زياتېږي.
اوس نو چې د ويلنټاين ورځ د جسماني عشق ورځ بولئ او که يې يوازې د خوداګاه ګرانښت د تجليل يو فرصت، دغه قضاوت به تاسې ته پرېږدو.

له ويلنټاين ورځې سره مخالفتونه
له ويلنټاين ورځې سره په ګڼو فرهنګونو کې مخالفتونه هم شوي دي. منتقدان يې دغه ورځ د مسيحي فرهنګ مذهبي ورځ بولي او وايي چې په اسلامي ملکونو کې يې ترويج بدعت دی. ځينې نور بيا وايي چې د بې‌ځايه لګښت په وجه ښه ورځ نه ده.
خو ويلنټاين يادوونکي يا عاشقان معمولاً پر دې باور دي چې دا کار دوی د مذهب د عبادت په نيت او ډول نه کوي، يوازې خپلې مينې ته د سره ګل يا دعوتي کارټ د ورکړې خوږه پلمه يې ګڼي.
دا هم يادولای شو چې سره له مخالفتونو دغه ورځ ځينې خاص مينه‌وال لري او خپلې مينې پکې يادوي.
نن هم همدا ورځ ده، زړه مو چې څه ورسره کوئ.
يو شاعر وايي؛
دا ژوند خو زموږ کم د محبت له‌پاره هم دی
حيران يم چې نفرت ته وزګارېږي خلک څنګه؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply