١٥/٠٢/٢٠١٧ دوکتور محمد عثمان تره کی
د وسله وال مقاومت د سولې د پیغام
هرکلي !
’’ امریکایی ولس ته د اسلامي امارت لیک ‘‘ ( ١٤/٠٢/٢٠١٧ ) تر سرخط لاندې د طالبانو تحریک په افغانستان کې په تیرې اټکل یوې نیمې لسیزه جګړه حقیقتونه په صداقت، قاطعیت او دیانت په داګه کړیدې. لیک ته په حقه د سولې یرغل ویلي شو چه په کې د اوږد مهاله تحمیلي جګړې تریخ حقیقتونه څرګند او د سولې اړتیا په ګوته شویده. د طالبانو په پرانیستې لیک کې امریکا ولس چه د جګړې د ځینو ناوړو حالاتو نه بیخبره ساتلې شوې، مخاطب دي.
په پیغام کې کله چه وسله وال مقاومت د راتلونکې سوله ایز افغانستان په اړه د بهرنیانو سره په تعامل خبرې کوي، نرمه دیپلوماتیکه ژبه کاروي. خو کله چه د ترامپ جګړه ایز ستراتژي موضوع منځ ته راځي، د افغاني مقاومت له لورې جهاد او جګړه د نه ستړي کیدونکې عبادت په بڼه مطرح او دشمن له ګواښ سره مخ کوي.
سولې ته لیوالتیا او په جهاد او جګړه کې قاطعیت یوازې یوه موخه تعقیبوي : ’’د افغانستان نیواک پاي‘‘.
امریکا د افغانستان په تپل شوې جګړه کې د ملګروملتونو د منشور، نړیوال قوانین ، د جګړې حقونه او اَن د سیاسي اخلاق د نورمونو نه سرغړونه کړېده. په جګړه کې د حقوقو نه د سرغړونې په اړه په شپارلس کاله کې په کافي اندازه بحث شویدې. خو دلته د سیاسي اخلاقو د نورمونو نه د تیري مقصد دا ده چه امریکا په ځمکنېو جګړو د ماتې نه وروسته آسمان ته ختلې (په واقعیت کې تښتیدلې) او د اتوماتیکو بی پیلوته الوتکو او بی- 52 په وسیله د طالب ملیشیې سره چه عادي وسلې لري، مقابله کوي. هوایي بمباري دوست او دشمن نپیژني. وچ او لامده دواړه سوزي. د غیر متحاربو خلکو تلفات زیاتوي. په حق دغه جګړې ته باید د حقوق، سیاست،
اخلاق او عدالت د ضوابطو په خلاف ووایو.
افغانان پخپله خاوره کې دیته چمتو دي چه د انصاف او متقابلې ګتې په بنست له نورو هیوادونو سره شراکت ولرو. کله چه ګته ویشل د خبرو او تفاهم د لارې ممکن وي نو خشونت او جګړې ته ځاي نه پاتې کیږي.
د وسله وال مقاومت د لیک د خپریدو وخت د ژوره سیاسي پوهاوي او واقعبینانه درک په بنست تاکل شوې دي :
– د افغانستان په شمال کې د بغاوت څپې مخ په زیاتیدو دي. که د هغه مخه ونه نیول شي د ا احتمال شته چه د سیمې هیوادونه د داعش د ځپلو په پلمه په جګړه کې بربنډه لاسوهنه وکړي. یعنې د افغانستان په شمال کې د عراق سناریو تکرار شي: امریکا د تصنعي داعش په ملاتړ او ایران او روسیه د هغه په مخالفت د جګړې نوې جبهه پرانیزي.
– د پښتونخواه پښتنو د پاکستان او امریکا د زور زیاتي او ظلمونو له وجهې نه سرکونو ته وتلې
او د یوه بیسارې ولسي پاڅون له لارې خپلې تاریخي غوښتنې نړیوالو ته وړاندې کړې.
– د کابل اداره د فساد، اختلاس او سیاسي اختلاف په لمبو کي سوزي.
– د یوناما د نوې احصائیې له مخې په ٢٠١٧ م کال لس زره ملکي تلفات، افغانستان د نړي په کچه یو د خطر نه ډک او نا امن چاپیربال بدله کړیده.
افغانستان د اوسني ناورین د وتلو په خاطر یوه پیاوړې مرکزي او ملي واکمني ته اړتیا لري چه په اوسنیو حالاتو کې د خپلې ملي ګتې د دفاع وړتیا ولري. له شکیلاکو ځواکونو سره حساب او کتلب وکړي. د افغانستان بهرني سیاست لمړیتوبونه (سهیلي آسیا – دیورند هغې خواه یا مرکزي آسیا ؟) وټاکي.
وسله وال مقاومت چه د افغانستان خاوره په سلو کې شپیته تر ولکې لاندې لري د یوه مرکزي، پیاوړې، ملي او اسلامي حکومت ستنه جوړولي شي. بناً طالبان حق لري چه د سولې د یرغل له لاري چه په ښه انداز په پرانیستې لیک کې څرګند شوې، امریکائي او ناتو جګړه مار جنرالان عقلانیت ته راوبولي.
’’پایان ‘’
فرانسه
15/02/218
دوکتور محمد عثمان تره کی
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320