پيسې داسې وسپموئ

0 1,976

هر کال زموږ او ستاسې زرګونه او ان که ووایم لکونه افغانۍ په داسې لارو مصرفېږي چې په ژوند کې مو هیڅ ډول بدلون نه راولي او یوازې مو لګښت زیاتېږي.
شاید دا پیسې په داسې لارو هم مصرف شي چې موږ په خپله هغه کارونه کولای شو، مګر نه یې کوو.
راځئ نن په سرخط کې داسې یوه لاره زده کړئ چې نور مو دا پیسې سپما شي.
د کیکیبو په نوم یوه جاپاني داسې لاره غوره کړې چې له مخې یې هغه ډېرې پیسې سپما کوي او اړتیا نه لري چې کوم شي ته بدلون هم ورکړي.

دا جاپانی وايي، لومړی باید درې لارې وټاکئ او په دې برخه کې راپورته شوې پوښتنې ځواب کړئ، د کور، طبي لګښت، د کور اړتیاوې او نور … دویم د باندې وتل، خواړه خوړل، چکر، لباس اخیستل او نور…. او درېیمه لار بیا له ملګریو سره پارټیانې، د چا کالیزه نمانځل، د واده ډالۍ يا په ناڅاپي ډول د کوم توکي جوړونه او نور…
کله مو چې دا پوښتنې ځواب او لګښتونه مالوم کړل، کلنی عاید مو هم مالوم کړئ، بیا یې په میاشتو ووېشئ، بیا وګورئ چې څه ځواب تر لاسه کولای شئ.
که مو عاید کم و، هغه اړتیاوې وباسئ چې اصلا اړتیا نه وي، بلکې یوازې هیلې وي.

همدا ډول په میاشتني ډول لږ تر لږه لس سلنه میاشتنی معاش مو بچت کړئ.
کیکیبو وايي، دا شاید تاسې ته له خندا ډکه ټوکه ښکاره شي، مګر تاسې دا چاره عملي کړئ، بیا وګورئ چې څه کېږي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply