که پوه شئ چې دې ښځې څه کړي، حيران به شئ

0 1,336

د خلکو لېونتوبونه به مو ډېر ليدلي وي. په سرخط کې به مو د ځينو خلکو د عجيبو غريبو شوقونو په اړه هم لوستي وي، خو راځئ نن يوه بله عجيبه کيسه ولولئ.
دا په عکس کې ولاړ ښځه ټورز رینلډز نومېږي او د بريتانا په ايسيکس کې اوسي.
دې د خپل لاس وړه ګوته غوڅې کړې او دا کار يې د دې له‌پاره کړی چې ښايسته ښکاره شي.

بريتانوۍ رسنۍ ليکې، ټورز رینلډز ته يوه وړ نظامي خولۍ ته ورته ګاڼه په لاس ورغلې او دې غوښتل چې دا بايد ګوتې ته ور واغوندي، نو د همدې له‌پاره خپله ګوته غوڅه او هغه خولۍ ور په سر کړه.
دا خولۍ دې ته د دې ملګري په دالۍ کې ورکړې ده.
ټورز رینلډز تر دې وړاندې هم همداسې لېونتوبونه کړي دي.

يو وخت يې د خپل پخواني يار تر تګ او د دې تر پرېښودو وروسته پر خپل بدن د هغه ليکل شوی نوم او ټيټو په چاړه غوڅ کړی او خپل پوستکی يې هغه ته په ليفافه کې ورلېږلی و.
دې اوس پرېکړه چې د خپلې ګوتې غوڅه شوې برخه به په ښيښه کې بندوي او د لاکټ په څېر به يې په غاړه کې اچوي.

سرخط ورځپانه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply