د افغان کډوالو بیا مشتېدل؛ د افغانستان، سیمې او نړۍ امنیت ټینګښت غوره لامل

0 745

ودان روښان
له ډېورنډ کرښې هاخوا د ټولو افغان کډوالو ثبت او راجستر لړۍ بشړه شوې ده. د ورکړل شویو رپوټونو له مخې د ټولو د افغان کډوالو د ثبت او راجستر بهیر د روان لمریز کال په زمري میاشت کې د افغانستان – پاکستان په هوکړه د ګډې کمیټې تر څارنې لاندې پیل چې د شاخوا اتو میاشتو په اوږدو کې اوس بشپړ شوی دی. ددغه بهیر مالي لګښت او تخنیکي چارې د کډوالو نړیوالې ادارې “ای او ایم” پرغاړې اخیستي وو.
د تازه مالوماتو له مخې په دې اتو میاشتوې کې له اته نیم سوه زره زیاتو د بې سنده افغانانو نومونه ثبت شوي دي.
د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل امریکا غږ اشنا راډيو ته ویلي، چې د نوم لیکنې بهیر پای ته رسیدلی دی.
په پاکستان کې د قانوني اسنادو نه لرونکو افغانانو نوم لیکنې ګډې کمیټې د رپوټ له مخې، په دغه بهیر کې ۲۲۰۱۶۹ افغانې کورنۍ چې د غړو شمېر یې۸۶۱۷۰۲ کسا نو ته رسیږي، ثبت شوي دي. په دې شمېر کې ۳۵۹۱۵۶ سړي، ۳۰۳۴۹۳ ښځې او ۱۹۹۰۵۳ ماشومان شامل دي.
د افغان کډوالو د نوم لیکنې دغه بهیر خیبر پښتنخوا، بلوچستان، پنجاب او سند ایالاتونو په یوویشت مرکزونو کې، د پاکستان د مرکزي سیمو او افغان کډوالو چارو وزارت ” سفران” ،”نادرا” ادارې او افغان حکومت د یو شمېر اړوندو ادارو تر مخامخ څارنې لاندې بشپړ شوی دی.
د دغه بهیر له بشپړیدو وروسته به له ډېورنډ کرښې هاخوا ټولو افغان کډوالو ته د اوسېدنې لنډمهاله کارتونه ورکړل شي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو لویې کمیشنري د مالوماتو له مخې شاوخوا یو میلیون او درې سوه زره نور افغانان هم په پاکستان کې د کډوالۍ قانوني اسناد لري چې په دې سره اوس مهال شاوخوا دوه میلیونه او سل زره افغانان له ډېورنډ کرښې هاخوا د کډوالو په توګه ژوند کوي. خو دا تراوسه په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې چې په دغه بهیر کې به رښتیا هم ټول افغان کډوال ثبت او راجستر شوي او که ډېر نور به لا هم له دغه بهیره پاتې وي.
له هېواده بهر د افغان کډوالو اوسېدل تل یو ستره ستونزه وه چې له بده مرغه لا هم پر ځای پاتې ده. پر دې اوس ټول پوهېږي چې افغان کډوال د ګاونډیو هېوادو له پاره د شیدو پر غوا خو افغان دولت او ولس ته د فشار وسیلې او د رواني جنګ پر اوزارو بدل شوي دي. ایران که له یوې خوا افغان کډوال د خپلو موخو او غوښتنو منلو له پاره پر افغان دولت د فشار وسیلې، پر افغانستان د کلتوري یرغل توکو، د افغان دولت پرضد د جګړې اوزارو په توګه کار اخلي خو له بله پلوه یې په دې وروستیو کې په سوریه، عراق، یمن او د منځني ختیځ نورو هېوادونو کې د خپلو هژموني موخو پلي کولو له پاره د نیابتي جګړې د لښکر په توګه کارولي دي. د ایران سپاه پاسداران په تشکیل کې په منځني ختیځ او نورو اسلامي هیوادو کې د نیابتي جګړې له پاره د لشکر فاطمیون په نوم د شیعه اورپکو ملیشو ستره وسله والو او ترهګره ډله جوړه کړې ډېر وسله وال یې په ایران کې د افغان کډوالو له منځه غوره کړي دي. دغه راز، ایرانی چارواکو له ملګرو ملتو او نورو بنسټونو د افغان کډوالو په نوم په بېلابېلو پلمو بیخي ډېرې پیسې اخیستي خو تل یې افغان کډوالو سره غیرانساني چلند کړی، له لوړ پوړو ودانیو یې راغورځولي، ایرانیانو پر افغان کډوالو ماشومانو جنسي تېري کړي او له هغه وروسته یې په ډېره بې رحمۍ وژلي، داسې افغان کډوال یې په زور را ایستلي چې د کډوالۍ قانوني اسناد ور سره او د کورنۍ غړي یې هلته پاتې شوي، لنډه دا چې ایرانیانو له افغان کډوالو سره دومره ناوړه او غیر انساني چلند کړی چې د ویلو او لیکلو نه دي.
هاخوا پاکستان له افغان کډوالو د افغانستان پر ضد د نااعلان شوې جګړې اوزارو په توګه کار اخیستی او لا یې اخلي په دې مانا چې پاکستان له یوې خوا د افغان کډوالو په نوم له ملګرو ملتو او نورو بنسټونو میلیونه ډالر اخلي او له بله پلوه په افغانستان کې د خپل اجیر لښکر په توګه ستراتېژیک عمق ته د رسېدو له پاره په کابل کې د لاسپوڅي حکومت واکمنولو په موخه د افغان کډوالو له منځه اجیر وا کرایي قاتلان او ځانمرګي ګوماري.
پاکستان د افغانستان پر ضد د نااعلان شوې جګړې لیکې د افغان کډوالو له منځه پیاوړې کوي، پاکستانیان نه یوازې په افغانستان کې د خپلې موخې بلکې پر امریکا اونړیوالې ټولنې د فشار الې په توګه د افغان کډوالو له منځه ترهګریزو بریدونو ته اجیران چمتو کوي. د پاکستان پوځي څارګره څانګه (ای اس ای) د افغان طالبانو په لیکو کې چې تر ډېره یې جګړه ییز ځواک د کډوالو له منځه جوړ شوی، نړیوال ترهګر روزي او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې کاروي. ای اس ای د افغان کډوالو له منځه غوره شوي جګړه مار د لښکر طیبه، حزب المجاهدین او نورو ترهګرو ډلو په لیکو کې په کشمیر کې د هند پرضد نیابتي جګړه کې کاروي.
لنډه دا چې په ګاونډیو هېوادونو کې افغان کډوال نه یوازې افغان دولت او افغانانو بلکې سیمې او نړیوالو ته پر ستر سرخوږي بدل کړي دي.
نو ځکه خو هېواد ته د افغان کډوالو راستنول هم افغان دولت او هم نړیوالې ټولنې ته خورا زیات ارزښت لري په دې سره نه یوازې افغانان بلکې سیمه او ان نړۍ تر دېره بریده د امن احساس کولی شي نو ځکه خو افغان دولت ته په کار ده چې له دیپلوماتیکو لارو له ترهګرۍ او نیابتي جګړې د سیمې زیانمنونکي هیوادونه پر دې قانع کړي چې خپل هېواد ته د افغان کډوالو په راستنولو او بیا میشتولو کې که هرڅومره مالي مرسته وکړي دا به ورته د هغوی په هېوادونو کې د ناامنیو او ترهګریزو کړنو په پرتله ډېره ارزانه وي نو ځکه خو باید په دې برخه کې هر اړخیزه مرسته وکړي.
هېواد ته د افغان کډوالو راستنېدل بیا د سیمې او نړۍ په پرتله خپله افغانستان ته د ژوند او ژواک ارزښت لري نو ځکه خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني څو ورځې مخکې په ټینګار سره ویلي و چې په ۲۴ میاشتو کې به افغان کډوال هېواد ته راستانه شي او د کډوالو راستنول او بیا میشتول د حکومت لومړیتوب جوړوي.
دا نو اوس ټولو ته څرګنده ده چې هېواد ته د کډوالو بېرته ستنول خو لومړی د بدنیته ګاونډیو نیابتي جګړې لښکر لیکو پیاړتیا سرچینو له منځه وړل دي چې دا په خپله د امنیت پر ټینګښت خورا زیاته اغیز درلودلی شي له بله پلوه د هیواد په ټولنیز او ان سیاسي جوړښت کې خورا مهم رول لوبوي.
روښانه ده چې د دومره لوی شمېر کډوالو بیا میشتول څه اسانه کار هم نه دی دغه ټول راستنېدونکي سرپنا، خوراکي توکو، روغتیایي خدمتونو، ماشومان یې زده کړو او خپله دوی د ژوند اړتیاوو پوره کولو له پاره کار روزګار ته اړتیا لري چې دا په یوازې سر د افغان دولت له وسې او توانه بهر خبره ده.
زما وړاندیز دادی چې سر له اوسه دې افغان دولت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ، نورو ټولو هغو افغان دولتي بنسټونو چې په یو نه یو ډول له خدمتونو سره تړاو لري، د ملګرو ملتو او نورو هغو نړیوالو ادارو واکنو استازو په ګډون او مرسته یو واکمن کمیسیون او ان د دغه بهیر تربشړېدو پورې لنډ مهاله اداره جوړه کړي چې د سولې عالي شورا او یا له بل ورته بنسټه زیات تشکیل او بودیجه ورته بېله شي دا ځکه چې دغه بنسټ به یوه خورا درنه او د لیدو وړ دنده مخته وړي. ددغه کمیسیون یا ادارې دنده به د کډوالو راستنولو او میشتولو په موخه له ملګرو ملتو، نړیوالې ټولنې د افغانستان دوستو او خوا خوږو هیوادو، د خیر ښېګڼې ملي، سیمه ییزو او نړیوالو بنسټونو مرستو جلبول او په رڼه توګه د هغو لګول وي. دا اداره دې د کډوالو بېرته مېشتولو له پاره د سرپنا، روغتیا، زده کړو، عامه پوهاوي او نورو خدمتونو برابرولو ترڅنګ ان وبپاڼه او یا چاپي خپرونه ولري چې وخت پرخت د کډوالو بېرته ستنولو بهیر په اړه مالومات خپاره کړي. د کډوالو بیرته میشتولو له پاره باید داسې تبلیغ وشي چې دغه امرهغه ډول چې ښایي پر یو ملي غورځنګ بدل شي او ارزښت یې په داسې بڼه خلکو ته وښودل شي چې د افغانستان هر وګړی ان د خپلې خولۍ مړۍ له راستنو شویو وطنوالو سره نیمه کړي. دغه اداره باید یو پیاوړې او واکمنه لنډ مهاله عدلي او قضایي څانګه هم ولري چې د کډوالو غصب شوي ملکیتونه بېرته وروسپاري.
په ډاډ سره ویلی شو که چېرې ټول افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته راستانه او په سمه توګه میشت شي، نه یوازې د افغانستان بلکې د سیمې او نړۍ امنیت پرخوندیتوب او ټینګښت به پام وړ مثبت اغیز ولري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply